د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

کنړ کې طالبانو څلور ښوونځي سوځولي او الوزولي

مساپر
18.05.2016

سلامونه او نېکې هیلې،
قدرمنو هېوادوالو، د کنړ ولایت څخه رسېدلي خبرونه وایي چې طالبانو په کنړ ولایت کې درې ښوونځي سوځولي او یو یې هم په بمونو الوزولی دي. د خبر له مخې دغه پېښه د کنړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي ده، چې درې په کې د هلکانو او یو هم د نجونو ښوونځی دی.
ګرانو او قدرمنو هېوادوالو، د ښونځییوحمله غندو، او وایو چې دا جنایتکاران نور د اعتبار وړ نه دي ځکه چې دوی په مسجدونو، روغتونونو، ښوونځییو او نورو عامه ځایونو ګزارونه کوي. ټولو افغانانو ته دا وایم چې ويښ شئ چې طالبان او د دوی انډیوالان زمونږ په خاوره کې د علم او روښنایی پر ضد اور ته د لمن وهلو هڅې کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more