د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

له درانه او خوږ نثر ليکونکي استاد شپانه په لمنو لمنو بښنه غواړم!

larghonay laraway
17.05.2016

د حامد کرزي په دوره کې استاد شپون له امريکا راغی او د علومو اکيډمۍ علمي مشاور شو.
يو څه موده يې په اکيډمۍ کې تېره کړه، تر ارزونې وروسته يې کرزي ته داسې راپور ورکړ: د علومو له اکيډمۍ څه نه جوړېږي!
علمي غړي يې د نوې ليکنې متره نه لري!
حتی له زړو ليکنو د سم اخذ استعداد هم نه لري!
له دوی دا تمه عبس ده چې علمي څېړنه به وکړي او علم به توليد کړي!
نو ښه دا ده چې اکيډمي په لوړو زده کړو وزارت کې مدغم شي او د پوهنتون سره يو ځای شي.)
په هغه وخت کې لومړی ما او بيا نورو له شپانه سره حسادت وښودو، رد مو کړ او د اکيډمۍ په ختمولو مو تورن کړ.)
اوس ترې بښنه غواړم.
ځکه چې ثريا ګلې وښوده چې اکيډمۍ نه ده، بلکي منډيي ده!
ثريا ګلې وښوده چې د دوی علمي غړي حتی دومره بېچاره دي چې په ژبې جوړولوکې د اطلاعات او کلتور د عادي مامورينو لاسنيوي ته اړ دي!
ثريا ګلې د علومو اکيډمۍ پت ونه ساته بلکې علمي غړي يې رسوا کړل چې ژبپوهان تاسو يئ خو دا چې استعداد نه لرئ نو بايد له ژورنالستانو سره تفاهم ليک ولرو چې تاسو ته ژبه جوړه کړي. په داسې حال کې چې ژبه جوړول او علمي څېړنې د دوی رسمي وظيفه ده.
د اطلاعات او کلتور لغړزنو هم ټول مسلکي او تخصصي اخلاق تر پښو لاندې کړي او دې کار ته يې رادانګلي څو معياري ژبه کوڅه يي کړي.
نور بيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more