د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دغني پرړې او د طالبانو نرځواب

lawangin
26.04.2016

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل):

تېره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ملي شورا ګډې غونډې د مخالفينو پر ضد ترخې څرګندونې وکړې او ګواښ يې وکړ، که طالبان له جګړو لاس وانخلي، نو پر ضد به يې سختې جګړې وشي او د نوموړي په وينا «دوزخ» ته به يې ولېږي.

د اشرف غني د دغو څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو په لېږل شوې اعلاميه کې، د نوموړي خبرې «لفاظي» او د ولس د تېروېستلو هڅې بللي دي.
قاري احمدي وايي، چې ټول ولس پر دې خبره پوهېږي، چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی او په « هیواد کې د کفر او اسلام جګړه روانه ده، د باطل صف مخکښ امریکایي فرعونیت دی چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله په مشرۍ محلي سعاة بالفساد ورسره د مرتزقه جنګیالیو په حیث د اسلام په خلاف پیل شوې جګړه پرمخ وړي.»

په اعلاميه کې د مسلمانانو او کفارو ترمنځ تاريخي جګړو ته اشاره شوې، چې د تاريخ په اوږدو کې «صليبي يرغلګرو تل پر مسلمانانو يرغلونه کړي او مسلمانانو له خپلې خاورې تل په مېړانه دفاع کړې ده.»

اعلاميه زياتوي، له هغه وخته، چې تېره پېړۍ کې شوروي اتحاد وشړېد، له هغې وروسته امريکا ځان د نړۍ يوازينی زبر ځواک بولي او د همدې «فرعوني فکر» له امله يې د مسلمانانو پر هېوادونو يرغلونه پيل کړي دي.

طالبان ټينګار کوي، چې د امريکا او افغان حکومت پر ضد د دوی روان مقاومت له شرعي او حقوقي پلوه «جايز» دی او دوی له خپل هېواد، دين او اسلامي کلتور څخه دفاع کوي.
په اعلاميه کې اشرف غني، عبدالله او د دوی پلويان د شاه شجاع او ببرک کارمل په څېر بلل شوي او طالبان وايي، چې د دوی او محاربو کافرانو حکم يو دی.

«موږ په دې پوهیږو او بشپړ باور لرو، چې امریکا د خپلو پوځونو او محلي ګوډاګیانو په توسط زموږ ددین په خلاف جګړه پیل کړې، زموږ په هیواد کې بي دیني ترویجوي، سیکولرزم، فحشاء، بي حجابي، زنا، اختلاط، سود، قمار، ډمتوب او د کفارو رواجونه زموږ وولس ته ترزیقوي، زموږ ولس د دین په ځای د لادینیت او ناخداباوري، د اسلامي نظام پر ځای د دموکراسۍ، د بین الاسلامي اخوت پر ځای د قومیت او عصبیت او د اسلامي اخلاقو په ځای د لیبرالیزم او بي بندوباري په افاتو ملوث کوي.»

په اعلاميه کې راغلي، چې حکومتي کړۍ د ديني اقدارو او شخصيتونو سپکاوی کوي، ديني عالمان، محصلين او د پوهنتونونو استادان په يو او بل تور زندانونو ته اچوي، وژني او له صحنې يې باسي او له دې لارې غواړي، چې اسلامي قشر په هېواد کې بې باوره کړي.
د طالبانو په وينا اوسنی حکومت د امريکا غلام دی، ټول امر و نهي يې د امريکا په امر ترسره کيږي او افغان چارواکي يې يوازې ظاهري څېرې او اکټران بللي دي.

د اشرف غني د ګواښونو په ځواب کې طالبانو هم د پخوا په پرتله ترخه ژبه کارولې او ګواښ يې کړی، چې اشرف غني او عبدالله « د امریکایي طاغوت په مرستو نازیږي او د بریا خوبونه ویني، د اسلام لښکریان تر هغه زر چنده په خپله بریا معتقد او په خپل معتقداتو هر راز قربانۍ ته حاضر دي.»
طالبانو ګوتڅنډنه کړې، چې د امريکا پلويان د شاه شجاع، ببرک کارمل او نورو په څېر خاينان دي.
د طالبانو په وينا دغه «تاريخي مجرمين» به يو ځل بيا د ولس له لوري محاکمه شي « تاریخ ته به داسې سرټیټي وي چې څوک به یي حتی بیا په مجالسو کې د نومونو په اخيستلو هم شرمیږي .» :o [/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more