tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

دغني پرړې او د طالبانو نرځواب

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 569

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اپريل   26, 2016 11:28 am    عنوان   : دغني پرړې او د طالبانو نرځواب Reply with quote

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل):

تېره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ملي شورا ګډې غونډې د مخالفينو پر ضد ترخې څرګندونې وکړې او ګواښ يې وکړ، که طالبان له جګړو لاس وانخلي، نو پر ضد به يې سختې جګړې وشي او د نوموړي په وينا «دوزخ» ته به يې ولېږي.

د اشرف غني د دغو څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو په لېږل شوې اعلاميه کې، د نوموړي خبرې «لفاظي» او د ولس د تېروېستلو هڅې بللي دي.
قاري احمدي وايي، چې ټول ولس پر دې خبره پوهېږي، چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی او په « هیواد کې د کفر او اسلام جګړه روانه ده، د باطل صف مخکښ امریکایي فرعونیت دی چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله په مشرۍ محلي سعاة بالفساد ورسره د مرتزقه جنګیالیو په حیث د اسلام په خلاف پیل شوې جګړه پرمخ وړي.»

په اعلاميه کې د مسلمانانو او کفارو ترمنځ تاريخي جګړو ته اشاره شوې، چې د تاريخ په اوږدو کې «صليبي يرغلګرو تل پر مسلمانانو يرغلونه کړي او مسلمانانو له خپلې خاورې تل په مېړانه دفاع کړې ده.»

اعلاميه زياتوي، له هغه وخته، چې تېره پېړۍ کې شوروي اتحاد وشړېد، له هغې وروسته امريکا ځان د نړۍ يوازينی زبر ځواک بولي او د همدې «فرعوني فکر» له امله يې د مسلمانانو پر هېوادونو يرغلونه پيل کړي دي.

طالبان ټينګار کوي، چې د امريکا او افغان حکومت پر ضد د دوی روان مقاومت له شرعي او حقوقي پلوه «جايز» دی او دوی له خپل هېواد، دين او اسلامي کلتور څخه دفاع کوي.
په اعلاميه کې اشرف غني، عبدالله او د دوی پلويان د شاه شجاع او ببرک کارمل په څېر بلل شوي او طالبان وايي، چې د دوی او محاربو کافرانو حکم يو دی.

«موږ په دې پوهیږو او بشپړ باور لرو، چې امریکا د خپلو پوځونو او محلي ګوډاګیانو په توسط زموږ ددین په خلاف جګړه پیل کړې، زموږ په هیواد کې بي دیني ترویجوي، سیکولرزم، فحشاء، بي حجابي، زنا، اختلاط، سود، قمار، ډمتوب او د کفارو رواجونه زموږ وولس ته ترزیقوي، زموږ ولس د دین په ځای د لادینیت او ناخداباوري، د اسلامي نظام پر ځای د دموکراسۍ، د بین الاسلامي اخوت پر ځای د قومیت او عصبیت او د اسلامي اخلاقو په ځای د لیبرالیزم او بي بندوباري په افاتو ملوث کوي.»

په اعلاميه کې راغلي، چې حکومتي کړۍ د ديني اقدارو او شخصيتونو سپکاوی کوي، ديني عالمان، محصلين او د پوهنتونونو استادان په يو او بل تور زندانونو ته اچوي، وژني او له صحنې يې باسي او له دې لارې غواړي، چې اسلامي قشر په هېواد کې بې باوره کړي.
د طالبانو په وينا اوسنی حکومت د امريکا غلام دی، ټول امر و نهي يې د امريکا په امر ترسره کيږي او افغان چارواکي يې يوازې ظاهري څېرې او اکټران بللي دي.

د اشرف غني د ګواښونو په ځواب کې طالبانو هم د پخوا په پرتله ترخه ژبه کارولې او ګواښ يې کړی، چې اشرف غني او عبدالله « د امریکایي طاغوت په مرستو نازیږي او د بریا خوبونه ویني، د اسلام لښکریان تر هغه زر چنده په خپله بریا معتقد او په خپل معتقداتو هر راز قربانۍ ته حاضر دي.»
طالبانو ګوتڅنډنه کړې، چې د امريکا پلويان د شاه شجاع، ببرک کارمل او نورو په څېر خاينان دي.
د طالبانو په وينا دغه «تاريخي مجرمين» به يو ځل بيا د ولس له لوري محاکمه شي « تاریخ ته به داسې سرټیټي وي چې څوک به یي حتی بیا په مجالسو کې د نومونو په اخيستلو هم شرمیږي .» Surprised [/url]
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.