د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دولس دغوښتنې په لور مثبت قدم

اتل
08.04.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
د حکمتیار د اسلامي حزب په شان دا هم یو مثبت قدم دي، چې د طالبانو یوه معتبر مشر ملاعدالقیوم ذاکر، دافغان ولس داوږدې مودې دهیلو دپوره کولو په لور اخیستئ.
دافغانستان روان بحران د هيڅ کوم افغان، ډلې او دسیمي په ګټه ندئ. خدای دې وکړي، چې په اصطلاح دطالبانو دویم مشر سراج حقانې یې په مخکې ټیږې وانچوي. نن سبا سراج حقاني دطالبانو دمستقبل واګې په لاس کې لري. سراج حقاني چې دپاکستان ګوډاګئ دئ، هروخت او په هرځای کې دهر طالب مشر سره هره معامله کولئ شي. له یوې خوا سراج حقاني په پاکستان کې په خلاصو مټو ګرزي، له بلې خوا دده ترورستي شبکه دقتل او تخریب یو ډیر پر مخ تللئ ماشین دئ.
====
د طالبانو یوه مهم قوماندان ملاعبدالقیوم ذاکرد افغانستان له حکومت او امریکا سره د خبرو په شمول د طالبانو لپاره یوه نوې ستراتیژي وړاندیز کړې ده.

ملا عبدالقیوم ذاکر په یوه لیک کې د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې له امریکا او لوېدیځو حکومتونو سره خبرې وکړي. ده همداراز د طالبانو په کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې د بدلون غوښتنه کړې ده.
د ملا عبدالقیوم ذاکر په وړاندیزونو کې د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې هم شاملېږي.

ذاکر د اسلامي شریعت د نفاذ او د طالبانو په منځ کې د پوځي ستراتیژۍ او همکارۍ د ښه کېدو غوښتنه هم کړې ده.

http://www.taand.com/archives/67415


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more