د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دیني عالمان او پوځ، دتروریزم په مقابله کې!.

میرویس
19.02.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
دیني عالمانو کابل کې د افغان پوځیانو رونیز مرکز کې له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او د هېواد دامنیت ټینګښت کې یې د دوی مبارزه جهاد وباله. دغوعالمانو ټینګار وکړ چې ترهګر به پرحق بریالي نشي، له منځه به ولاړ شي.
د ملي دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو مرستیال عبدالله خان وویل:که په افغانستان کې د ترهګرو اصلي مخالفت د خارجي ځواکونو سره دی؛ نو ولي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له کمښت سره جګړه کمه نشوه؟ دا ټولې پلمې،او دطالبانو دبادارو خارجي استخباراتو دسیسې دي، او موږ خپل امنيتي پلانونه د خپلو مشرانو او دیني عالمانو په لارښوونه مخې ته وړو."
دیني عالمانو وویل، یو شمېر کسان د ملا او مولوي په نامه له جوماتونو او منبرونو ناسمه ګټه پورته کوي او د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد فعالیت کوي، دوی د دغه ډول کسانو پر پېژندلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اړتیا په صورت کې به دوی هم په پوځي جامو کې د جګړو لیکو ته ولاړ شي.
دطالبانو تش به نامه جهاد، نیابتی جنګ، او د مخدره موادو، دقاچاق، او ګڼو جنایاتو یوه مرکبه مافیاده .
http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/23837-ulema-call-afghan-forces-fight-jihad


Re: دیني عالمان او پوځ، دتروریزم په مقابله کې!.

lawangin
19.02.2016

هغوی خو صليبيانو يوارې په نس ښه وپړ سول او اوس یې په سوکه سوکه لوږه پرې راوسته !
نود غټې خېټې کمېدل ډېر زور غواړي او بې له طالبه بل څوک یې طاقت نلري !!
نو ګرانه دا ملا تړ له صلیبیانو څخه دی چې دالر په لاس راشي نه له ملي اردو سره!!
دا ملي نه بلکې دصلیبیانو سياسي اردو ده !!!

پتنګ

[quote:eb0a9f50ea="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
دیني عالمانو کابل کې د افغان پوځیانو رونیز مرکز کې له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او د هېواد دامنیت ټینګښت کې یې د دوی مبارزه جهاد وباله. دغوعالمانو ټینګار وکړ چې ترهګر به پرحق بریالي نشي، له منځه به ولاړ شي.
د ملي دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو مرستیال عبدالله خان وویل:که په افغانستان کې د ترهګرو اصلي مخالفت د خارجي ځواکونو سره دی؛ نو ولي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له کمښت سره جګړه کمه نشوه؟ دا ټولې پلمې،او دطالبانو دبادارو خارجي استخباراتو دسیسې دي، او موږ خپل امنيتي پلانونه د خپلو مشرانو او دیني عالمانو په لارښوونه مخې ته وړو."
دیني عالمانو وویل، یو شمېر کسان د ملا او مولوي په نامه له جوماتونو او منبرونو ناسمه ګټه پورته کوي او د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد فعالیت کوي، دوی د دغه ډول کسانو پر پېژندلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اړتیا په صورت کې به دوی هم په پوځي جامو کې د جګړو لیکو ته ولاړ شي.
دطالبانو تش به نامه جهاد، نیابتی جنګ، او د مخدره موادو، دقاچاق، او ګڼو جنایاتو یوه مرکبه مافیاده .
http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/23837-ulema-call-afghan-forces-fight-jihad[/quote:eb0a9f50ea]


میرویس
22.02.2016

ګرانه پتنګه، السلام علیکم!
ورورجانه، اصلي خبر خو داده چې ته پخپله داعش چې دطالبانو په مقابل کې جنګیږي، ترورستان ګڼې، او طالبان او داعش چې دواړه د اسلام، اومسلمان افغان ولس په وړانې، په کم توپیر یو شان جنایات کوي، دطالب بدعتي نیابتي جنګ جهاد بولې. آیاد دداعش او طالب دتروریزم په مقابل کې د اسلام او مسلمان افغان ولس دفاع جهاد نه ګڼي؟
په مولا دې سپارم.


lawangin
22.02.2016

طالب خپل امتحان ورکړی ! جنګي جنایتکاران یې له کلابه تېر کړل خو متاسفانه د cia
په ټانګ او طياره کې بېرته راغلل او هېواد خرڅ او چور که !!
دمځکو غاصبين ، دښځو غاصبین ، د ددالرو غله ، ناپوهه غله او جنګي جنيتکاران!!

پتنګ

[quote:100465556b="میرویس"]ګرانه پتنګه، السلام علیکم!
ورورجانه، اصلي خبر خو داده چې ته پخپله داعش چې دطالبانو په مقابل کې جنګیږي، ترورستان ګڼې، او طالبان او داعش چې دواړه د اسلام، اومسلمان افغان ولس په وړانې، په کم توپیر یو شان جنایات کوي، دطالب بدعتي نیابتي جنګ جهاد بولې. آیاد دداعش او طالب دتروریزم په مقابل کې د اسلام او مسلمان افغان ولس دفاع جهاد نه ګڼي؟
په مولا دې سپارم.[/quote:100465556b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more