د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دیني عالمان او پوځ، دتروریزم په مقابله کې!.

میرویس
19.02.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
دیني عالمانو کابل کې د افغان پوځیانو رونیز مرکز کې له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او د هېواد دامنیت ټینګښت کې یې د دوی مبارزه جهاد وباله. دغوعالمانو ټینګار وکړ چې ترهګر به پرحق بریالي نشي، له منځه به ولاړ شي.
د ملي دفاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو مرستیال عبدالله خان وویل:که په افغانستان کې د ترهګرو اصلي مخالفت د خارجي ځواکونو سره دی؛ نو ولي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له کمښت سره جګړه کمه نشوه؟ دا ټولې پلمې،او دطالبانو دبادارو خارجي استخباراتو دسیسې دي، او موږ خپل امنيتي پلانونه د خپلو مشرانو او دیني عالمانو په لارښوونه مخې ته وړو."
دیني عالمانو وویل، یو شمېر کسان د ملا او مولوي په نامه له جوماتونو او منبرونو ناسمه ګټه پورته کوي او د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد فعالیت کوي، دوی د دغه ډول کسانو پر پېژندلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اړتیا په صورت کې به دوی هم په پوځي جامو کې د جګړو لیکو ته ولاړ شي.
دطالبانو تش به نامه جهاد، نیابتی جنګ، او د مخدره موادو، دقاچاق، او ګڼو جنایاتو یوه مرکبه مافیاده .
http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/23837-ulema-call-afghan-forces-fight-jihad


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more