د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

عراق/شام/افغان داعش ځانکندن!

اتل
05.02.2016

محترمو لوستونکو، سلامونه!
د اسلامي خلافت یا داعش د مشر ابوبکرالبغدادي وراره له ۸ تنو مرستيالانو سره ووژل شو.
د الخالديه ښار د شورا رييس علي داود تيره ورځ خبر ورکړی، چې د عراق د هوايي پوځ په بريد کې د داعش ډلې د مشر ابو بکر البغدادي وراره ابو احمد السامراني له ۸ تنو مرستيالانو سره يوځای وژل شوی دی.
علي داود خبري رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې دغه کسان د الخالديه په ټاپو کې چې د الرمادي په ختيځ کې دی، په هغه ودانۍ کې وژل شوي، چې د شرعي محکمې نوم ورکړل شوی.
ددې نه مخکې ددې ډلې جلاد جهادي جان، او ګڼ شمیر غټ قاتل مشران هم وژل شویدي. ددې ډلې مالي منابع مخ په وچیدو دي، اوس دهرې غیراسلام او غیر انساني طریقې نه د پیسو لاس ته وروړلو هځې کوي. داعش هلته ښارونه، او مهې ستراتیژکې سیمې دلاسه ورکړې، او ورځ تربلې د مرګ کومي ته لویږي.

پهعراق او شام کې دداعش کمزورې کیدل ددې ډلې په نورو نیابتي ډلکیو مسقیم اثر لري، او دداعش نیابتي ډلې چې دښامار د لکۍ حیثت لري، قطع کیدل پخپله دښامارد تدریجي مرګ اسباب برابروي.

زموږ په ملک کې دداعش اصلي مرکط چې دننګرهار په سرحدي ولسوالیو په خاص ډول په اچپن کې ؤ، په بمباریو او پوځي عملیاتو کې بالکل تباه شوئ، په سلګونو جګړه ماران یې وژل شوي، او تبلیغاتي منبع د خلافت په نامه رادیو ستیشن یې له منځه تللې دئ. منابع وایي چې داعش اوس په ننګرهار کې د کومې غلچکي حملې نه پرته دبل شي جوګه ندئ.
داعراق/شام/افغانستان او نورې داعشي ډلې دځایي مسلمانانو او اسلام دپاره دزهرو حیثیت لري، او کاملاً منزوي شويدی، چې د زمانې په تیریدو به یې ولسونه کاملاٍ دشر نه نجات ومومي.
انشالله.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=43471


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more