د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

داعش، که دطالب لوی غلیم؟

اتل
05.02.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
طالبان وايي، هیڅکله به له داعش سره سوله ونه کړي.
آیا طالبان رښتیا وايي؟
که رښتیا وايي، وجه یې څه ده؟
===
د بلومبرګ خبري کانال د راپور له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې طالبان به په افغانستان کې د داعش د نفوذ مخه ونیسي.
مجاهد وویل، طالبانو له داعش سره د سولې اوپخلاینې لپاره له ټولو امکاناتو او انتخابونو کار واخیست، خو د داعش پلویان په منطق نه پوهېږي او له هغوی سره سوله او خبرې ممکنې نه دي..
د طالبانو ویاند وویل چې داعش په افغانستان کې څوک منلی نه شي ځکه چې د دې ډلې غړي شوکماران، اختطافچیان او داړه ماران دي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره په خلکو کې وېره او ترهه رامنځته کوي.
===
دداعش پرخلاف له تیکې نه دطالب را ایستلې توره څټ او مخ خوړل کوي. دطالبانو نطاق رښتیا وايي چې داعش په تعقل او منطق نه پوهیږي، د جاهل سره دوستې نشي کیداي.
خو دطالبانو دتورې څت طالبان هم خوری، ځکه چې طالبان خو دېته حاضر وو چې دداعش سره سوله وکړي، دوی یې د سولې جوګه بلل، خو چې داعش سوله ورسره ونکړه، هغوی جاهلان شول، که یې سوله ورسره کړې وای عاقلان به وو. یعنې طالبانو د پالسۍ او عقایدو پر اساس داعش سره مخالفت ندرلود.

طالبان چې وايي افغانان داعش نه مني، او داعش شوکماران، اختطافچیان او داړه ماران دي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره په خلکو کې وېره او ترهه رامنځته کوي.
که دطالبانو سره داعش ملګرئ شوئ واي، افغانو بیا منل، او دا نورعیبونه یې هم نلرل؟
محترمانو:
اصلي خبره داده چې طالبان د خپلې بې وسۍ او ناعلاجۍ له امله اوس دغسې ډمامې غږوي، په حقیقت کې څه چې داعش کوي، په کم توپیر طالبانو مخکې کړیدي.
دطالب او داعش تر منځ جګړه د منابعو د کنترول، یعنې د اراضي، او ګټو وټو په سر ده، نه د جهاد، یا خلافت او امیرالمؤمینیت پر سر.
دواړې ډلې دافغان، افغانستان، اسلام او انسانیت ډښمنې ډلې دي، دواړې د پردیو نانځکې دي.
دوی ته پکار دي چې دجنایاتو نه لاس واخي د اسلام او افغان لمن ونیسي.
من الله توفیق.
http://www.taand.com/archives/62988

Re: داعش، که دطالب لوی غلیم؟

lawangin
08.02.2016

[quote:b1cf8ebd8a="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم!

http://www.taand.com/archives/62988[/quote:b1cf8ebd8a]

دا پاڼه خو دلنډغرو هېواد فروشو پاڼه ده هرڅه چې دغرب خوښيږي لکه د طلوع او لمر
تلويزونونه ډ غربيانو دخوشالي لپاره کارونه کوي!
ګور ه که څه ليکې نو بې درواغو منطقي یې وليکه ! که نه دلودګانو په لست کې به راشې !!

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more