tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د شهیدانو ارمان!

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
عبدالواحد سنګ



دغړيتوب نېټه: 24 سپتمبر   2014
ليکنې: 16

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جنوري   29, 2016 12:46 am    عنوان   : د شهیدانو ارمان! Reply with quote

ګرانو هیوادوالو،
استقلال پخپله اصلی معنی کې د دین، او وطن ساتنه ده د سیاسی، او فرهنګی یرغل څخه نو اوس فکر وکړي چې افغانستان په کومه برخه کې د منافقو خلکو څخه خوندی پاته شوي ده.
الله (ج) له مونږه څخه هم واقعی مجاهدین جوړ کړي چې د الله تعالی په دین ننګونه وکړو.
آمین.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جنوري   29, 2016 3:38 am    عنوان   : Reply with quote

ګران او مکرم عبدالواحد سنګ صاحب ، پسله د زړه د څا څخه راوتلو سلامونو ، د احترام د منا تر سیوري لاندي تاسو ته عرض لرم

ستاسو سیاسي دریځ ته احترام لرم ، اما! تاسو دغه استقلال نه لرئ ، چه
چه د استقلال معنیٰ او مفهوم ته تغیر ورکې ، هو استقلال ډیر جامع مفهوم لري

اقتباس:
استقلال پخپله اصلی معنی کې د دین، او وطن ساتنه ده
نه دا معنی په هیڅ قاموس کي نشته ، خپل سیاسي دریځ مخته وړه ، اما مفاهیم کلی او معناوو ته نوي لباسونه مه ور کوه ، لغتونه
باید مقدس پاته وي ،

که چا د ( وتواصوا بالحق) حق نه وي درنه اخستئ ، نو صاحب د استقلال ئې ، او که څوک په خپل ځان کي د (تواصوا بالحق) قدرت ونه لري ، نو ویلای سم چه شیطان ئې ضابط دي

څوک چه د خپل ځان پخپله ضابط وي ، نو د استقلال څښتن وي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 574

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   جنوري   30, 2016 11:34 am    عنوان   : Reply with quote

ع کريم حليمي ليکلي:
ګران او مکرم عبدالواحد سنګ صاحب ، پسله د زړه د څا څخه راوتلو سلامونو ، د احترام د منا تر سیوري لاندي تاسو ته عرض لرم
ستاسو سیاسي دریځ ته احترام لرم ، اما! تاسو دغه استقلال نه لرئ ، چه چه د استقلال معنیٰ او مفهوم ته تغیر ورکې ، هو استقلال ډیر جامع مفهوم لري
اقتباس:
استقلال پخپله اصلی معنی کې د دین، او وطن ساتنه ده
نه دا معنی په هیڅ قاموس کي نشته ، خپل سیاسي دریځ مخته وړه ، اما مفاهیم کلی او معناوو ته نوي لباسونه مه ور کوه ، لغتونه باید مقدس پاته وي ،
که چا د ( وتواصوا بالحق) حق نه وي درنه اخستئ ، نو صاحب د استقلال ئې ، او که څوک په خپل ځان کي د (تواصوا بالحق) قدرت ونه لري ، نو ویلای سم چه شیطان ئې ضابط دي
څوک چه د خپل ځان پخپله ضابط وي ، نو د استقلال څښتن وي



حلیمي صيب زما په اند په منطقي او تاريخي ډول عبدالواحد سنګ ډيرمعقول تعريف ازادي ته
ورکړی او هغه نه يواځې د سنګ صيب اختراع بلکې له فرهنګي تاريخي قاموس نه یې اخیستی
ده چې د استقلال کلمه په (فردی او ټولنيز ) ډول پکښې نغښتې دي !

تاسو دقاموس خبره کړې !! او سنګ صیب د (دین او وطن) خبره !!

د قاموس خبرې ډېر وخت زور واکې تاريخي دي! که دديموکراسي قاموس ته راشو نو دصليب
اشغالګرو له خوا کېښودل شوې ديموکراسي په افغانستان کې چې دوه رئيس جمهوره لري به زاړه
قاموس کې نشته خو اشغالګرو قاموسي کړې ده ! اشغالګر دالر ورکوي او د شلغمکو ملا يانو
سرونه کښته اچولي پردۍ مرداري خوري !!

د دين کلمه ډېره جامع ده يعني په دین کې ټولې خپلواکۍ (ځانګړې او ټولنزې) تړلې دي
ددین کلمه هم يواځې په اسلام پورې نده تړلې بلکې هر اسماني دین او هغه نورمادي او خيالي
دینونه به پرېږدو ځکه چې د سنګ صیب مقصد اسماني دينونه دي !

سنګ صیب مسلمان دی الحمدلله مقصد یې شرعي قاموس دی چې ( الدین ودوله ) ترې مقصد
دي !
نو زه نه پوهيږم چې ستاسو ولې د سنګ صيب دازادي تعریف نه خوښېږي ؟؟
هو د صليبي اشغالګرو لپاره د سترګو غېشی دی خو ديوو افغان کاکړ ملا لپاره ولې دمنلو وړ
ندی ؟ ایا دې کاکړ ملا صيب هم لکه دافغانستان د اولسي او مشرانو د جرګې د ملايانو
په څېر خپل ايمان او ناموس په دالرو خر ح کړی دی ؟؟؟

پتنګ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جنوري   31, 2016 7:03 am    عنوان   : Reply with quote

درنو او محترمو لوستوونکو ، السلام علیکم ور حمة الله و برکات

سر دار عالم او اشرف الانبیا(ص) فرمایلي چه : أنتم أعلم بأمور دنياكم

دا جهان دوه طرفه لري یو مادي او بل معنوي
او په دغه جهان کښي علم تجربه (عقل) لرو او بل امر اسماني (نقل)

زمونږ د ژوند اجتماعي شؤونات هم دوه دي ( أمور دنیوي ، عبادات )
عبادتونه مو ! بغير استثناء او مطلق ډول سره تعقل د مداخلې حق نسته پکښي او همدارنګه په مادي او تجربوي معاملاتو کښي موږ انسانان په مطلق ډول استقلال لرو

پس حکومت کول هم یو تجربوي نظام دی، معنی نظام سیاسي په أمور الدنيوي کښي شامل دي ، او په الأمور الدنيوي کښي موږ استقلال لرو مستقل یوو که شاهي نظام غواړو او که جمهوري او که کوم بل شکل ،،،،،

او حکومت ته لازمه ده چه دوه اصله استخدام کي : یو مقررات الهی ،او بل قانون وضعي

پس هر حکومت چه محکمه ولري او محکمه ئې مستقله وي ، او حکم په مقررات الهی سره تر سره کوي

د داسي حکومت په مقابل کي : په وینو لړلې مبارزه ناروا عمل دي

دا د بنا حسن خبري (دین و دولة ) د نن عصر له پاره نه دي ، ګورو به کېوخت وو او ژوندي وو بیا به خبري پر کوو
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 574

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   فروري   03, 2016 10:56 am    عنوان   : Reply with quote

بازي بازي بازهم به کلام خدا بازي !!

له دغو لاندېنويو الفاظو او جملو داسې څرګنديږي چې ملا حليمي یو سیکولر نظام
دغربيانو په دود غواړي!!
عقیده یې خپله ، دبيان ازادي یې هم خپله ! خو واقعات بايد برمنډ شي!!
زوړ پتنګ


ع کريم حليمي ليکلي:
درنو او محترمو لوستوونکو ، السلام علیکم ور حمة الله و برکات

سر دار عالم او اشرف الانبیا(ص) فرمایلي چه : أنتم أعلم بأمور دنياكم

دا جهان دوه طرفه لري یو مادي او بل معنوي
او په دغه جهان کښي علم تجربه (عقل) لرو او بل امر اسماني (نقل)

زمونږ د ژوند اجتماعي شؤونات هم دوه دي ( أمور دنیوي ، عبادات )
عبادتونه مو ! بغير استثناء او مطلق ډول سره تعقل د مداخلې حق نسته پکښي او همدارنګه په مادي او تجربوي معاملاتو کښي موږ انسانان په مطلق ډول استقلال لرو

پس حکومت کول هم یو تجربوي نظام دی، معنی نظام سیاسي په أمور الدنيوي کښي شامل دي ، او په الأمور الدنيوي کښي موږ استقلال لرو مستقل یوو که شاهي نظام غواړو او که جمهوري او که کوم بل شکل ،،،،،

او حکومت ته لازمه ده چه دوه اصله استخدام کي : یو مقررات الهی ،او بل قانون وضعي

پس هر حکومت چه محکمه ولري او محکمه ئې مستقله وي ، او حکم په مقررات الهی سره تر سره کوي

د داسي حکومت په مقابل کي : په وینو لړلې مبارزه ناروا عمل دي

دا د بنا حسن خبري (دین و دولة ) د نن عصر له پاره نه دي ، ګورو به کېوخت وو او ژوندي وو بیا به خبري پر کوو
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.