د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

داعشیانو چې پنځم طالب حلالاوه، بې پیلوټه الوکې ګړز وهل.

اتل
12.01.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
الله تعالا دې موږ ټول د خوارجو او جاهلانو دغضب نه په امان کې وساتي.
که موږ خپل ځان دهغه طالب په موقف کې واچوو، چې دننګرهار په اچين کې داعشیانو څلور طالبان حلال کړي وو، او د پنځم په ستوني یې، چاړه ایښې وه چې رایې کاږي، پدې نازک وخت کې بی پيلوټه الوتکې ګړز وهل،پر داعشیانو یې بمباري وکړه.
آیا ددې طالب زړه ته به دا نه وي لویدلي، چې په همداسې نازک وخت کې، چې طالبان ولسي خلک ایسار کړي وي، او دسرو مردکو باران وي، بې پیلوټه الوتکې په طالبانو بمباري وکړي، او همدغه طالب غوندې، کلیوال د مرګ د سلګیو نه بچ کړي.
===
د داعش غړیو له ۶ طالبانو سرونه پرې کړل
تاند- د اسلامي دولت یا داعش غړیو په ننګرهار ولایت کې له ۶ وسله والو طالبانو سرونه پرې کړل.
سیمه ییز چارواکي او شاهدان وايي چې د داعش غړیو د جمعې په ورځ د ننګرهار په د اچین ولسوالۍ په پخه سیمه کې له لمانځه لږ وروسته د ګڼو خلکو په مخکې د طالبانو سرونه پرې کړل.
شاهدان وايي چې د طالبانو د سرونو د پرې کولو لیدلو ته د سیمې خلک په زوره حاضر کړای شوي وو.
په همدې منځ کې یوه شاهد وویل چې د داعش غړیو د ۴ طالبانو سرونه پرې کړي ول او په داسي حال کې چې د پنځم سر یې غوڅاوه هوايي بمباري پرې وشوه.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي تایید کړه چې د داعش پر غړیو په اچین ولسوالۍ کې هوايي بمباري شوې ده چې په ترڅ کې یې د داعش لږترلږه ۴ غړي وژل شوي دي.
له بلې خوا د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دولت ۱۹ وسله وال مخالفان وژل شوي. له لاندې خبرپاڼې سره د وژل شویو کسانو عکسونه هم تاند ترلاسه کړي خو تاند د مړو عکسونه نه خپروي.
د ننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی
http://www.taand.com/archives/61302


Re: داعشیانو چې پنځم طالب حلالاوه، بې پیلوټه الوکې ګړز وهل.

lawangin
12.01.2016

دواړه دطالبانو دوښمنان او ديوې مور زامن دي !

[quote:d084046216="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
الله تعالا دې موږ ټول د خوارجو او جاهلانو دغضب نه په امان کې وساتي.
که موږ خپل ځان دهغه طالب په موقف کې واچوو، چې دننګرهار په اچين کې داعشیانو څلور طالبان حلال کړي وو، او د پنځم په ستوني یې، چاړه ایښې وه چې رایې کاږي، پدې نازک وخت کې بی پيلوټه الوتکې ګړز وهل،پر داعشیانو یې بمباري وکړه.
آیا ددې طالب زړه ته به دا نه وي لویدلي، چې په همداسې نازک وخت کې، چې طالبان ولسي خلک ایسار کړي وي، او دسرو مردکو باران وي، بې پیلوټه الوتکې په طالبانو بمباري وکړي، او همدغه طالب غوندې، کلیوال د مرګ د سلګیو نه بچ کړي.
===
د داعش غړیو له ۶ طالبانو سرونه پرې کړل
تاند- د اسلامي دولت یا داعش غړیو په ننګرهار ولایت کې له ۶ وسله والو طالبانو سرونه پرې کړل.
سیمه ییز چارواکي او شاهدان وايي چې د داعش غړیو د جمعې په ورځ د ننګرهار په د اچین ولسوالۍ په پخه سیمه کې له لمانځه لږ وروسته د ګڼو خلکو په مخکې د طالبانو سرونه پرې کړل.
شاهدان وايي چې د طالبانو د سرونو د پرې کولو لیدلو ته د سیمې خلک په زوره حاضر کړای شوي وو.
په همدې منځ کې یوه شاهد وویل چې د داعش غړیو د ۴ طالبانو سرونه پرې کړي ول او په داسي حال کې چې د پنځم سر یې غوڅاوه هوايي بمباري پرې وشوه.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي تایید کړه چې د داعش پر غړیو په اچین ولسوالۍ کې هوايي بمباري شوې ده چې په ترڅ کې یې د داعش لږترلږه ۴ غړي وژل شوي دي.
له بلې خوا د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دولت ۱۹ وسله وال مخالفان وژل شوي. له لاندې خبرپاڼې سره د وژل شویو کسانو عکسونه هم تاند ترلاسه کړي خو تاند د مړو عکسونه نه خپروي.
د ننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی
http://www.taand.com/archives/61302[/quote:d084046216]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more