د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان د دجال کته ګندي؟

میرویس
18.12.2015

ګران وطنوالو، سلامونه!
طالبان یې چې ساتلئ نشي، ولی یې په نیولو کې ځان، ولس مسلمان پولیس او عسکر وژني، خپل ملک ورانوي، او بیا چې زور پرې ور شي موږکانو غوندې تښتي. داځکه چې طالبان دخپلې ارادي څښتن ندي، پر دوی باندې دانیابتي جنګ تپل شویدئ.
دطالبانو مشران چې په خارج کې پنډ دي، خارجي یې تمویلوي، که یې په امر نیابتي جنګ ونکړي، یاې یې وزني او یایې بندي کوي، لکه د طالبانو نور مشران چې پدې سرنوشت ګرفتار شول.
طالبانو څو څله خایونه نیولي، بیا یې خوشي کړیدي. دا داسې ده لکه ددجال دخره کته چې نه یې شي ګنډلئ.
======
افغان ځواکونو د خانشین ولسوالۍ بیرته له طالبانو نه ونیوله
د هلمند ولایتي امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت په جنوب کې د خانشین سرحدي ولسوالۍ یې تر یوې سختې جګړې وروسته بیرته له طالبانو نیولې ده.
دا چارواکي وایي د خانشین ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره تیره شپه هوايي او ځمکني عملیات شوي او نن سهار وختي افغان امنیتي ځواکونو ددغې ولسولۍ په مرکز باندې د افغانستان ملي بیرغ بیرته ورپاوه.

دغه راز د واشېر په ولسوالۍ کې سیمه ایز چارواکي وايي چې د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره یې دهوايي ځواکونو په ملتیا دافغان حکومت د مخالفو وسله والو برید ناکامه کړی دی.
د واشېر امنیه قومندان سمونمل رفیق شېر یار وويل چې دوی تیره شپه د ګورا زان او دیزو ۳۵ په نوم سیمو کې یې ۴ پوستې بیرته نیولي دي.
ښاغلي شیریار وویل چې په تیره شپه هوايي بریدونو کې د افغان حکومت ۳۵ مخالف وسله وال وژل شوي هم دي.
http://tkg.af/pashto/afghanistan-news/south/17005


lawangin
18.12.2015

لوده خانه ساتلی یې شي خو هغوی نغواړي چې وئي ساتي هغوی داسې چم کوي لکه بازګی او زهري چمچمار مار چې یو له بل سره جنګ کوي !
تر هغو به دا بازګی مار په سر سر وهي چې ستړی شي او کله چې ستړی شه نو په سر يې
کشېني په تېره مشوکه یې وهي چې دغه سوډر زهري مار بې حرکته شی نو بيا یې خپلو بچو ته
په تېرو منګلو کې دخوراک لپاره ور وړي !!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more