د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

اوس هغه وخت راغلی چې فاسدین یې هم زور، اسلاميت او عدالت مني !

lawangin
14.12.2015

اوس هغه وخت راغلی چې فاسدین یې هم زور، اسلاميت او عدالت مني !

[img:098401d8a1]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2015/12/2104.jpg[/img:098401d8a1]

چهار در ه پل پر پل / عزيز احمد تسل

MONTAG, 14. Dezember 14.51 Uhr zum Jahr 2015 خپرونکی: تاند تبصره ولیکئ
2
خپروونکی: تاند
http://www.taand.com/archives/59639
د ښار لویديځ لور ته, موټر تاو شو, سل متره لانه وو تللي چې, په سپین بيرغ مو سترګې ولګېدې.

ژر مې شاته وکتل چې ګنې عسکر مو په نښه نه کړي, پوخ سړک طالبانو بند کړی و, په یوه فرعي سړک تاو شولو, اسمان کې الوتکې د بمبار په نيت ګر ځېدلې شېبه لا نه وه تېره شوې چې زموږ څنګ ته کلي کې د بم دوړه پورته شوه, څو قدمه وړاندې مو په دریشي کړو طالبانو سترګې ولګېدې چې د ملي اردو څخه د نيول شوي ټانګ نه يې غالبا د الوتکې پر لور د دهشکې فير وکړ.

دلته زموږ هم رنګونه الوتي وو, لار هم رانه ورکه وه, خپل ایلچي ته مو زنګ ووهئ چې موږ لار ورکه کړې څه وکړو? هغه بيا هماغه پخوانۍ ادرس تکرار کړ چې موږ يې په پيدا کېدو پسې ساعت مزل کړی دی.

د مر میو له باران او هوايي بمبار سره سره وتوانيدلو چې چهار درې ته ننوزو, د سړک پر غاړه د یوه نړيدلي کور څنګه ته ولاړ وو چې ګرد وهلي ستړي طالبان تقریبا له صفر کيلومتر ایلکس موټر څخه را کښته شول دا هغه موټر وو چې د کندوز په جنګ کې طالبانو د یوناما له دفتر څخه را وستلی و, ټولو د سرحدي پولیسو د دریشيو په رنګ په ځانګړي سټایل جامې اغوستې وې, د افغان ملي اردو تر ځواکونو دوي پر وسلو او مهماتو سمبال ښکارېدل, زموږ پر لور يې قهر جن ګاومنه را اخیستل, دوی همدا نن سهار د جنګ له کر ښې راغلي وو, د لاس اوغېږ ې له روغبړ وروسته یوه غټ سترګي په تنه ټیټ قومندان د ایډي کارت او اجازه لیک پوښتنه وکړله, ماهم ددوی دقناعت لپاره د طالبانو د ویاند زبیح الله مجاهد شميره ډايل کړله; خو د هغه شېمره ګول وه.

اوس دا کلی په چهار دره ولسوالۍ کې د طالبانو ستر مر کز وو; خو یو وخت د اربکیانو د ټوپک په زور تنکي ځوانان د جنسي غریزو سړلو په موخه د همدې کلي د اربکیانو له لوري ځو ول کيدل, دغه سيمه له کندوز ښار څخه نیږدې لس کيلومتره ليرې پرته ده.

له همدا سې یوه هلک سره مخ شوم, چې تازه يې برېت راغلي وو, د ږيرې سره تارونه يې پر ګلابي مخ خال خال مالومېدل او د چهار درې اصلي اوسیدونکی وو.

دغه ځوان 17 کاله عمر در لود, نوم سيد ولي, نوموړی وايي درې مياشتې کیږي چې طالبانو ته يې پنا ور وړې, دی د اربکیانو د نفرت کيسه کوي:

((ښوونځی مې په نيمه پرېښود, دلته په قريه قصاب کلي کې اربکيانو پر موږ ډير ظلم کول, زه به چې ښوونځي ته تلم, پولیسو به له بایسکل نه کښته کړم, د تلاشۍ په بهانه به يې پر ځيګر او ملا لاسونه را تيره ول , یوه ورځ ونه درېدم, ډز يې راباندې وکړ, زه ډير ويرېدلی وم, له ځان سره يې پوستې ته بوتلم, تر غرمې پورې ور سره بندي وم, بدې خبرې به يې کولې, پر مخ به يې لاس را کش کړ, بس هماغه ورځ شوه چې بیا ښوونځي ته ولاړ نشوم, په لسم ټولګي کې مې ښوونځي پرې ښود, اوس د طالبانو سره یو ځای شوی یم, خپل غچ اخلم خوشاله هم يم))

25 کلن شاهید الله د طالبانو د منتظره ډلې مسؤول دی, او هغه کسانو ته ټرېننګ ور کوي چې تازه د طالبانو لیکو ته ور غلي وي, دی د سيد ولي په اړه وايي:

((تر اوسه مو سیدولي ته ټوپک په رسمي توګه ندی ور سپارلی, لومړی ددوي پر عقیدو کار کوو, چې جهاد پرسته او خدای پرسته شي, او د وسلو ټریننګ زده کړي بیا په جنګ کې هم ترې ګټه اخلو))

شاهید زیاته وي چې دی هر سهار لس نفره سپورټ ته بیا يي, تمرین ور کوي, او له مازیګره ورته د قران کریم ترجمه کوي, له دریو, څلور میاشتو وروسته په جنګ کې هم کار ترې اخلی.

یو مازیګر زه هم د خپلې کمرې سره د قران کریم ترجمې ته کيناستم, پنځلس دقيقې يې د غنیمټ آیاتونه تفسير کړل.

په دغه ولسوالۍ کې ډيرکمې داسې کورونۍ پیدا کېږي چې پر هغوی دې د اربکیانو بيلا بيل ظلمو نه وي شوي او د کندوز د سقوط لوی لامل هم دا وو چې خلک د اربکیانو له ظلم څخه پوزې ته راغلي وو.

د خان اباد ولسوالۍ اوسیدونکی 54 کلن حاجي مبین د اربکیانو د ظلمونو یو لېست در لود, نوموړی په ډيره تونده لهجه د اربکیانو د بيلا بيلو قومندانانو ظلمونه یو یو په ګوته ګړل, مبین وويل:

((د پخسه پران قومندان نفرو, د یوه بزګر زوی, د مور او ميرمنې پر وړاندې په ډزو سوری سوری کړ چې ځمکه يې د قومندان له اجازې پرته په بزګرۍ نيولې وه, په کلي کې به چې چا لور ورکوله باید لومړی يې د قومندان صېب سره مشوره کړې وایی, ډيرې بیناموسۍ يې خلکو ته ور واړ ولې, د خلکو ناو یانو ته بیناموسۍ ور واړه ولې, نر نه وو چې د هغوي پر وړاندې يې خبره کړې وایی))

محمد عمر پخسه پران په کندزو کې د اربکیانو تر ټولو ظالم قومندان دی, او ملګري يې هم د سيمې پر خلکو تر خپله وسه ظلمونه کوي.

د طالبانو یو سيميز قومندان ملا یحيی چې پوهنتون يې په دويم ټولګي کې پرې اېښتي او د اربکیانو ظلم مجبور کړی چې د طالبانو په لیکو کې و دریږي. نوموړی د کندوز د نيولو په اړه وايي: ((موږ ته د کندوز د نیولو تر څنک د استخباراتو اسنادو ته لاس رسی, وسلې نيول, د زندان ماتیدل هم په لومړنیو هدفونو کې راتلل))

همدا رنګه د طالبانو د قضا برخې او د د ولت د بيلا بيلو ادارو څخه د نيول شو اسنادو د برسي یو تن غړي قاضي عبیدالله وويل:

((کله چې د ملي امنیت ریاست څخه لاسته راغلی اسناد برسي شي, بیا به ډيره ګرانه وي چې څوک د ملي امنيت يا له دولت سره کار وکړي, موږ اوس په دې کار کو چې له اسنادو څخه مالوم کړو چې په سيمه کې کومو ملکانو د خلکو د بچيانو ضمانت کړی چې دوی باید له دولت سره کاروکړي))

په چهار دره کې د طالبانو له بیلا بیلې ډلو سره مو مرکې وکړلې, ټول يې د کندوز او په ځانګړې توګه د چهار درې اوسیدونکي وو, د دوي په ډلو کې ډير داسې تنکي ځوانان هم وو چې لا يې ږيرې نه وې راغلې.

د کندوز له جګړې وروسته د طالبانو نوي مشر ملااختر محمد منصور اعلان وکړ چې باید له خپلو ليکو څخه کم عمره ځلميان وباسي; خو څو ورځې وړاندې مې په بدخشان کې د طالبانو په لیکو کې ډير داسې ځلمیان ولیدل چې لا يې عمرونه تر 17 کلنۍ کښته وو.

پای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more