د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دکا جي بي پيژندنه

سیف الله هلمن
12.12.2015

د KGB لنډه پېژندنه
لیکنه : سیف الله هلمند.
کا جي بي دشوري اتحاد د استخباراتي او جاسوس سازمان رسمي نوم دي. چې، د روسي ژبې ( Komitite Gosudarstevennoy Bezopansnosti)
کومیتیت ګاسوداني بیزاپاسونیستي له کلمې څخه اخیستل شوېده او دولتي امنیت کمیټې ته ویل کېږي. دا سازمان د بلشونکي انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته په ۱۹۱۷ م کال کې د (لینن) په وخت کې راجوړ شو، چې هغه مهال یې د (فلیکس ادموند زرزینسکي) په نوم یو شخص یې دریاست چارې پرمخ وړلی، دا سړی په خټه دلهستان (پولنډ) د اشرافو له کورنۍ څخه وه، له نوموړي سره په ظلم او زیاتي کې هیڅچا ډغره نشوه وهلي او تردې بریده افراطي وو، چې داسې ویلي دي (که ځینې وخت زموږ دتورې څوکه د یو بېګناه سړي پر ککره (سر) هم ولږیږي، کومه خبره نده خو باید موږ دخپل انقلاب څخه دفاع وکړو). نوموړی دانقلابي کمونیزم له مخکښو پلویانو څخه وو.
زرزینسکي د بلشویکي انقلاب او کا جي بي د بریالیتوب لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې کړېدي، همدا یې لامل وو، چې تر وروستیو پورې د کاجي بي اصلي مقر او ځای د زرزینسکي په نوم یادیده. پټه دې نه وي چې شوري اتحاد استخباراتي سازمان دخپل عمر په اوږدو کې په بېلابېلو نومونو او جامو کې دجاسوسۍ دنده مخې ته وړېده. د بېلګې هرکله چې د روسیې بلشونکي انقلاب بریالیتوب ته ورسېده نو کا جي بي دچکا تر نوم لاندې په فعالیت لاس پورې کړ، چکا هم روسي کلمه ده چې، د (انقلاب ورانۍ او غیر مشروع نفوذ پر وړاندې دفوق العاده کمیټې نوم وو). او لاندې دندې یې پر غاړه وې.
 دورانکارو او انقلاب ضد ډلو دفعالیت او کړنو مخه نیول.
 د انقلابي محاکمو میز ته دهمدغو پورته کټګورېو اشخاصو راکش کول.
 له همدغو اشخاصو څخه لومړنۍ پوښتنې او ګرویږنې کول.په تېره بیا هغه وخت چې کله یې دیو فرمان په ترڅ کې برته له کوم قانوني مجوزه زنداني کولو او پانسې کولو واک ترلاسه کړ. په ۱۹۱۹ م کال کې شوري اتحاد دکمونیسټ ګوند دنهمې کنګرې په ناسته کې دچکا نوم بدلولو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې نور دشوري اتحاد د دښمنانو زور ناست دي، رژیم ته کوم نیغ په نیغه ګواښ متوجه ندی، نو هماغه وو، چې په ۱۹۲۲ م کال دچکا جاسوسي نوم په (GPO) بدل شو. جي پي او د دولت دسیاسي ادارې نوم وو، چې د ډېر لږ وخت لپاره یې په دې نوم جاسوسۍ کول او له یو څه وخت وروسته یې په ډېر اندک توپیر سره نوم په (OGPU) بدل کړ، چې دمتحده دولت سیاسي ادارې او جي پي یو ویل کېږي. د ۱۹۲۴ م کال چې کله ستالین دجاسوسي سازمان په مټو دواک پر ګدۍ کیناست، نو د واره یې دخپلو مخالفینو په له منځه وړلو لاس پورې کړ، څه باندې دلینن او سټالین په وسیله ۱۹ میلیونه وګړي دانقلابي کمونیزم دمفکورې ښکار شول.
کله چې په ۱۹۵۳ م کال کې دمارچ په څلورمه نېټه د سټالین اوږده واکمني پایته ورسېدل او نیکټا خرسچوف د شوروي دولسمشر په توګه رامیدان ته شو، نو نوموړي دشوروي دامنیت سازمان او ساسي پولیس یې بو بل کې مدغم کړل او اضافه څانګې یې لغوه اعلان کړې. اوهم یې دشوري د جاسوسۍ شبکۍ نوم یې رسمآ کا جي بي (KGB) کېښود. دا سازمان هم ډېرې ادارې لري چې دلته به یې څلور عمومي ادارو څخه یادونه وکړو.

د کا جي بي څلور عمومي ادارې:
لومړنۍ عمومي اداره: دا اداره دشوري دپلو بهر دپټو فعالیتونو او کړنو دنده پرمخ وړي، لومړنۍ عمومي اداره بخپل ګېډه کې پنځه کوچنۍ ادارې لري، چې په لاندې ډول دي:
د ناقانونیانو اداره: د ادارۍ ته ځکه دناقانونیانو ادارې نوم ورکړل شوېدی، چې د یو شمېر هغو پټو مامورینو لپاره جعلي سندونه جوړوي، چې دشوروي د پولو بېرون په فعالیت بوخت دي، دا په دې مانا چې ددې ادارې غړي دمتعارفو او ډیپلوماټیکو قوانینو څخه پرته په بهر کې په فعالیت بوخت دي، ویلیم فیشر او رودلف ابل دهمدې ادارې غړي ول، چې په امریکا کې دجاسوسۍ په تور ونیول شول، خو له یو څه وخت وروسته د یو امریکایې سره چې په شوروي کې بندي وو تبادله شول.
فني او علمي اداره: نوموړې اداره غیر نظامي ټکنالوژۍ، علمي او فني رازونو، کمپیوټریزو پرمختګونو او په ټوله نړۍ کې دنویو صنعتي طریقو په اړه دمعلوماتو راټولولو دنده پر غاړه لري.
دعمومي افکارو د غلطولو اداره: دعمومي افکارو دمنحرفولو ادارې د کا جي بي او په نهایت کې دشوروي اتحاد د پالیسۍ په جوړولو کې ستر نقش او رول لوبولی دی، د دې ادارې اهمیت په دې کې دی، چې د درواغو خبرونه خپروي او دشوروي دکارونو او پروګرامونولپاره لاره هواروي، د بېلګې په توګه ( فدرو ویچ ګوربایکوف) چې په ۱۹۷۰ م کال په ترکیه کې دشوروي اتحاد سفیر او دکاجي بي له وتلو غړیو څخه وو، نوموړي دترکیې دبهرنیو چارو وزارت ته داسې اطلاع ورکړه، چې په یونان کې واکمن نظامي حکومت غواړي په قبرس کې یوه کودتاه پرلاره واچوي، تر څو داجزیره چې دترکیې دخاورې برخه ده دخبلې خاورې مل کړي، سفیر ترکیه پر دې قانع کړه چې یونان په قبرس کې دیوې کودتاه په هڅه کې دي، د ترکیې چارواکي چې له یونان سره دقبرس پر سره زوړ تربګنیو په ویره کې اچولي وو، د رسنیو او مصاحبو له لارې یونان او امریکا په مکرر ډول په قبرس دهر ډول اړودوړ دمنځته راتللو مسول وګڼل. مګر یوناني او امریکایي چارواکو د اتورونه یوه سیاسي توطیه وګڼل او په کلکه یې ردول.
داجرئیوي عملیاتو اداره: دا ادراه تل د دې په هڅه کې وو، چې پټه پاته شي، دا اداره دسیاسي ترورونو دنده پر غاړه لري. دسیاسي ترورنو پر مهال دعجیبه او نا اشنا ډول اسبابو او وسلو څخه کار اخلي، دبېلګې په توګه: دقلم دنوکې په وسیله ځینې قتلونه سرته رسوي. هغه داسې چې هر کله د کا جي بي یو مامور دکوم شخص دترورولو قصد او اراده ولري نو دمراکراتو دمیزپر سره دخپل قلم نوک د نظر وړ شخص په لور برابروياو دقلم دسر په تاوولو سره په اوږده ضربه او ټیټ اواز مرمۍ فیر کوي، پداسې حال کې چې اوسمهال دلویدیځ جاسوسۍ شبکې تر دې پرمختللي وسیلې په واک کې لري.
دوېیمه عمومي اداره: دا اداره دشوري دپولو دننه خپله دنده پرمخ وړي او کوښښ کوي، چې دشوروي په دننه کې بهرنیان تر څارنې لاندې ونیسي، هرکله، چې یو بهرنی دمخکېنۍ برنامې پرته دشوروي له کوم تبعه سره اړیکه ونیسي، نو هغه بیا تر پوښتنې لاندې نیول کېږي او که بیا هم دشوروي اتحاد جاسوسي سازمان پر کوم بهرني تبعه شک راولاړ شي، نو دهغه داوسېدو پر ځای کې پرمختللي میکروفونونه و کوچني لرلیدونه (دوربینونه) نصبوي.
درېیم د پولې دګارډانو ادراه: د سرحدي ګارډانو اداره په ۱۹۱۸ م کال کې دلینن په وختونو کې راجوړه شوه، دروزل شویو سپو او الکټرونیکي وسایلو په مرسته له سرحدي ځایونو څخه محافظت او ساتنه کوي او په هغه ځای کې چې اوبه پوله جوړوي، نو په دغه سواحلو کې دتلو راتلو په وسایلو باندې هم څارنه کوي.
څلورم: داوروستۍ اداره ده: چې په کال ۱۹۶۹ م کې دسیاسي مخالفینو د له منځه وړلو او دخلکو دکنټرول لپاره رامنځته شوې وه. د دې ادارې سترې دندې دا دي:
 د روڼ اندو او زده کړیالانو (محصلینو) څارنه او کنټرول.
 په شوروي اتحاد کې دمذهب کنټرول او څارنه.
 دملت غوښتنې داحساساتو نسکورول او دنژد پالنې پر وړاندې مبارزه.
 په مطبوعاتو کې دغیر مجاز او نامشروع مطالبو دخپرېدو مخنیوی.
 د یهودو له مهاجرت څخه مخنیوي کول.
په دا ډول ادارو سربیره د کا جي بي ګڼ شمېر مامورین هغه مهال په بهرنیو هېوادونو کې دشوروي اتحاد په سفارتونو کې ځای پر ځای شوي ول او د ډيپلوماټ او نورو سیاسي مامورینو په جامه کې به یې خپلې جاسوسي دندې یې پرمخ وړلې.
که څه هم د کاجي دمامورینو په اړه دقیق معلومات نشته خو بیا هم د کا جي بي دیو مامور د خولې خبره ده، چې ویلي یې دي دکاجي بي سازمان یوازې پنځه ویشت زره روسي مامورین لري، چې لوړې تنخواګانې ورته حواله دي، لویدیځو کارپوهانو بیا داشمیر نیم میلیون اټکل کړېدي، مګر دشوروي اتحاد دهغه فراري ډیپلوماټان او افسران، چې لویدیځ ته یې پنا اخیستې وه بیا وایي، چې دکا جي بي کورنیو او بهرنیو کارکوونکو په شمول دوه سوه رسمي غړي او مامورین لري، په هر پورته مو دکا جي بي دنومونو بدلون ته اشاره وکړه، چې هرکله به دشوروي چارواکي او مقامات په دې پوه شول، چې دجاسوسۍ سامان نوم یې رسوا شوېدی، نو ترهرڅه لومړی به یې داستخباراتي ادارې نوم ته بدلون ورکاوه. پر همدې بنسټ دشوروي اتحاد په ټوټه کېدو، دبرلین دیوال په نړیدو او دسړې جګړې په پایته رسېدو سره دکا جي بي نوم هم بدل شوی او اوسمهال د روسیې داستخباراتي ادارې نوم (FSB) دي، اف اس بي هم له روسي ژبې څخه اخیستل شویدی، چې بشپړ نوم یې (Federalnaya Slugba Bezapansoti) دي چې د فدرالي ادارې د امنیت خوندیتوب ته ویل کېږي او دامریکا داستخباراتي ادارې یعنې تور سازمان او دسیمې دنورو استخباراتي ادارو سره دیوویشتمې پېړۍ سړه جګړه وړاندې وړي.


lawangin
13.12.2015

وروره دغه مالوماتي/ تاريخي مضمون په دې فوروم کې څه کوي ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more