د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دنیابتي جنګ سرپرستان یې بندوبست کوي!

اتل
11.12.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
پداسې حال کې چې طالبان په دوو ډلو ویشل شوي، د اولې ډلې مشر ملا اختر منصور مړشوئ او یا د ژوند اومرګ په پوله لاس او پښې وهي، دملا عمر دمرګ نه وروسته طالبان دامر او نهیې مشر نلري، په ملک کې دننه د ترورستي کرکجنو قتلونو بندو بستونه څوک کوي؟
لکه څنګه چې دطالبانو مشران په خارج کې دبیګانه نیابتي جنګ د بادارانو په برکت په ناز او نعمت کې ډوب دي، مزې چړچې کوي، خپلو طالب جګړه مارانو او افغان مسلمان ولس ته یې شااړولې، طالبان دخپلو بادارانو په امر موږ وژني، او دطالبانو او حقاني ډلې مشران زموږ په پاکه وینه مزې چړچې کوي.
طالبانو پرون په کندهار هوايي میدان او نن د کابل سرکونه زموږ په پاکو وينو ولړل.
=====
کابل يوې درنې چاودنې ولړزولو
• 9 دقیقې وړاندې
شریک یې کړئ
په کابل کې نن ماښام لويه چاودنه شوې ده . د کورنېو چاو وزارت وياند وايي چاودنه د شيرپور په سيمه کې شوې ده . دى په خپل ټويټر ليکي چې چاودنه يو موټر بم الوزولو سره رامنځ ته شوې. طالبانو د بريد مسوليت په غاړه اخيستى او ادعا کوي چې د بهرنيانو يو ميلمستون يې په نښه کړى دى. تر دې دمه د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
افغان پوليس وايي لږ ترلږ درې وسله وال اوس هم ډزې کوي. سيمه ايزه خبري رسنۍ وايي چاودنه د هسپانې د سفير کور سره نزدې وه.
نور تفصيل څوشيبو کې!
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/12/151211_kabul_blast_iy


lawangin
13.12.2015

منافقه ته یې په دريو ډلو څلورو ډلو وېشل څه کوې ؟؟؟؟؟؟؟
کومه ګټه نلري !!! دهغوی هدف نه جلا کېدونکی دی او هره ډله غواړي :::::
/ دصلیبیانو وتل
/ دګوډاګيانو سره حساب او کتاب !!
/ قاتلانو ، غاصبانو او اخلاقي مريضانو ته جزا !!!

هو پر دې پروپاګنده اولس غلوۍ او په مردارو دالرو نسونه پړسوۍ !!!

تف لانت په مزدورانو !!
پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more