د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

بیشک چې الله (ج) ټولې چارې یې په لاس کې لري!

عبدالواحد سنګ
09.12.2015

ګرانو او قدرمنو هېوادوالو، اسلام علیکم و رحمت الله،
که يې منې چې ستا وجود او ژوند د الله (ج) په لاس کې دی او همغه دی چې تا ته يې بڼه درکړه او جوړ يې کړې، لکه چې الله تعالی په قرآن مجید کې داسې فرمایلی دي:
(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ) (الطور:۳۵)
ژباړه: آيا پيدا کړی شوي دي دوی بې له يو څيز (خالق پخپل سر) يا که دوی پخپله پيدا کوونکي دي د ځآنونو خپلو؟.
پس مجبور یو چې د پيژندګلوۍ لپاره يې کوښښ وکړو او هغه څوک وپيژنو چې د خلقت او ژوند ټولې چارې يې په لاس کې دي.
سبحان الله و الحمدُ لله و اللهُ اکبر.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more