د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دداعش نومول شوی والی ملی امنیت ته تسلیم شو

Hashmat Kahn
29.10.2015

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی دداعش ډلي د نومول شوی ولسوال، امنیه قوماندان، پوځې مسوول، ښاروال او د یوې ۲۰ کسیزي ډلي قوماندان دافغانستان ملي امنیت لوي ریاست ته په ننګرهار کې تسلیم شول.

قاری محمد رفیق مشهور په قاری یاسر د کوټ ولسوالی دداعش نومول شوی ولسوال وایې: « له حقیقت څخه سترګی نه شو پټولي په کوټ ولسوالی کې په دوکاندارانو په قصابانو باندی مو ظلمونه کول، ملکې وکړي به مو په ناحقه دستګیرول. کله مو چې دا غیر انسانی کړنې ولیدلی له خپل ځان سره مو وویل چې موږ خو اسلامی قوانین غواړو او هغه څه چې موږ کوو د اسلام سره په ټکر کې دي له همدي کبله موږ د افغانستان له حکومت سره یو ځاي شوو.»

نورالحق د آدم خان زوی مشهور په ملا ورک د کوټ ولسوالی دداعش ولسوال وایې: « موږ بی ګناه ولسي وګړي او قومی مشران به مو په ناحقه دستګیرول ،کړول او بیا به مو وژل، ماینونه به مو ښخول، ښونځې به مو تړل، کلینکونه به مو تړل او سوزول. کله مو چې دا غیر انسانی کړنی ولیدلی نو له ځان سره مو وویل چې دا خو خلافت ندي او د افغانستان له حکومت سره یوځای شوو. »
پدی کې کوم شک نشته چې داعش د نه ویلو جرمونه او غیر انسانی کړنی په ولسی وګړو کوي خو ددي تروریستی ډلي په ضد افغان ولس باید یو موټې شې او کله چې کوم مشکوک فعالیتونه وینې خپلو امنیتی ځواکونو ته ژر تر ژره خبر ورکړي.

په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


Re: دداعش نومول شوی والی ملی امنیت ته تسلیم شو

lawangin
29.10.2015

کاشکې ستا فاسد ینکي بادار او سي ای اې هم داسې دمسلمانانو له وژنې لاس واخلي !!
بیا مو څه چل جوړکړی ؟؟

[quote:d2c7017ee9="Hashmat Kahn"]د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی دداعش ډلي د نومول شوی ولسوال، امنیه قوماندان، پوځې مسوول، ښاروال او د یوې ۲۰ کسیزي ډلي قوماندان دافغانستان ملي امنیت لوي ریاست ته په ننګرهار کې تسلیم شول.

قاری محمد رفیق مشهور په قاری یاسر د کوټ ولسوالی دداعش نومول شوی ولسوال وایې: « له حقیقت څخه سترګی نه شو پټولي په کوټ ولسوالی کې په دوکاندارانو په قصابانو باندی مو ظلمونه کول، ملکې وکړي به مو په ناحقه دستګیرول. کله مو چې دا غیر انسانی کړنې ولیدلی له خپل ځان سره مو وویل چې موږ خو اسلامی قوانین غواړو او هغه څه چې موږ کوو د اسلام سره په ټکر کې دي له همدي کبله موږ د افغانستان له حکومت سره یو ځاي شوو.»

نورالحق د آدم خان زوی مشهور په ملا ورک د کوټ ولسوالی دداعش ولسوال وایې: « موږ بی ګناه ولسي وګړي او قومی مشران به مو په ناحقه دستګیرول ،کړول او بیا به مو وژل، ماینونه به مو ښخول، ښونځې به مو تړل، کلینکونه به مو تړل او سوزول. کله مو چې دا غیر انسانی کړنی ولیدلی نو له ځان سره مو وویل چې دا خو خلافت ندي او د افغانستان له حکومت سره یوځای شوو. »
پدی کې کوم شک نشته چې داعش د نه ویلو جرمونه او غیر انسانی کړنی په ولسی وګړو کوي خو ددي تروریستی ډلي په ضد افغان ولس باید یو موټې شې او کله چې کوم مشکوک فعالیتونه وینې خپلو امنیتی ځواکونو ته ژر تر ژره خبر ورکړي.

په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم[/quote:d2c7017ee9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more