lawangin ستوري

دغړيتوب نېټه: 27 ميئ 2006 ليکنې: 579
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اکتوبر 21, 2015 9:32 pm عنوان : چوپړا جنګي جنايتکارانو ته مدالونه ورکوي |
|
|
چوپړا جنګي جنايتکارانو ته مدالونه ورکوي!
http://www.tolafghanistan.com/%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D8%AF%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%D9%8A-%D9%85%D8%B1%D8%B3%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D9%84-%D8%B2%D8%A7%D9%85%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%85%DA%89%D8%A7%D9%84%D9%88%D9%86%D9%87-%D9%88%D8%B1%DA%A9%DA%93%D9%84/
ولسمشر اشرف غني دلومړي مرستیال زامنو ته مډالونه ورکړل
دولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر خپل فیسبوکپاڼې لیکلي دي: داکتر محمد اشرف غني نن مازدیګر بابر دوستم او مصطفی دوستم خپل حضور ته منلي ، له دښمن څخه دفاریاب دتصفیې له کبله یې دواړو ته د اتلولۍ مډالونه ورکړي دي.
د مډال له تسلیمولو وروسته هر یو بابر دوستم او مصطفی دوستم له ولسمشر سره ژمنه وکړه ،چې دافغانستان دنورو سرتیرو په څېر به هره شېبه دافغانستان په هره سیمه کې له دې خاورې څخه دفاع کوي.
دمډال دورکولو په مراسمو کې دولسمشر لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشیددوستم، دامنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم ګډون درلود.
جنرال دوستم زیاتوي دوه میاشتې وړاندې فاریاب او سرپل ولایتونه له ترهګرو څخه پاک شویدي.
دیادونې ده ولسمشر اشرف غني،چې په کومه ورځ د جنرال دوستم غبرګو زامنو ته مډالونه ورکول په هماغه ورځ مخالفو وسلوالو دفاریاب غورماچ ولسوالي نیولې وه.
دسیاسي چارو کارپوه سعید کریمي وايي: ولسمشر غني لګیا دخپلې بقاء او څوکۍ لپاره هر چا ته باج ورکوي ، کنه په داسې شرایطو کې دمډال ورکول څه مانا؟ هماغه ولایت چې څو میاشتې وړاندې په کې دجنرال دوستم ملیشو دطالب په نوم ځانګړی قوم سپک کړ ، کریمي وايي: احمدضیاء ته صلاحیت ، میر امان الله ګذر دپولیسو دقومندان ، دیونس قانوني زوی امنیت شورا ته راوستول ددې باج ښې بېلګې دي.
راپور : روهي |
|