د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د داعش هلي ځلي په افغانستان کې

Hashmat Kahn
26.08.2015

داعش تروریستی ګروپ په افغانستان کې د نویو غړیو په لټه کې دي او غواړي په افغانستان کې څانته د پښو ځای پیدا کړي خو افغان امنیتی ځواکونه شپه او ورځ زیار باسې چې ددوي هلي ځلي په اوبو لاهو کړي. څو مودي مخکې د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش یو کلیدي غړي چې په فیس بوک کې یې غړي استخدامول ونیوه. یقینآ چې داسي لاسته راوړنې پرته د ولسي وګړو له مرستې ناشونې دي.خو دیادونې وړ ده چې افغان امنیتی ځواکونه په نه ستړې کیدونکې توګه زیار باسي تر څو د داعش او نورو تروریستی ګروپونو فعالیتونه شنډ کړي او د ولسي وګړو څخه هم غواړي تر څو ددغو کسانو په پیژندلو کې ورسره مرسته وکړي.

ستاسو په اند د مشکوکو فعالیتونو خبر ورکول افغان امنیتی ځواکونو ته څومره اړین دي؟

په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


م . ق
28.08.2015

السلام علی عباد الله الصالحین

لوستونکو او گرانو لیکوالو باید خبر شی چی داعش هم د طالبانو او القاعده به رنگ د امریکا او بریطانیا او اسرایلو دریمه بروژه/ براجیکت دی ترسو اسلامی ملکونه وران ویجار او غارت کری مسلمانان لا خوار او زار او محتاج کری او د اسرایلو د وسعت لباره لار هواره کری
داعش ولی به اسرایلو حمله نه کوی؟ ولی حماس ته تهدیدونه ورکوی؟ ولی به افغانستان او عراق کی امریکایان نه وژنی؟ ولی د اروبا او برطانیه نه خارجیان رازِی او ورسره یوزای کیژِی؟
دومره تیکنالوژی او بیسی له کومه کوی
مرده باد امریکایان او انگریزان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more