تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
د بحث فورم څرنګه جوړيږي؟
lewanai
12.04.2005
سلام، د بحث فورم څرنګه جوړيږي؟
یوسفزی
16.05.2005
ليونيه وروره خدای دې روغ کړه!
بحث فورمونه تیار جوړ هم پیدا کیدای شی تاسو په www.google.com کې ولټوئ وبه یې مومئ.
او یا که ستاسو PHP زده وي پخپله یې هم جوړولای شئ.
په درنښت
بښتو فورم
اجمل
09.07.2005
د پښتو فورم جوړول يو څه کار غواړي (خو ممکنه ده)
- نوټ: که د PHP ژبې (دکمپيوټر) سره بلدتيا نلرې نو د پښتو فورم جوړول ناممکنه ده!
اول د http://www.phpbb.com/downloads.php نه د انگلسي فورم راښکته کړه! وروسته له همدې ساېيټ نه د فارسي ژبې فايل راښکته کړه، او بيا هغه په Notepad کې واز کړه. هلته انگلسي لغات سره د فارسي ترجمې شته، هغه فارسي يې په پښتو واړوه!
چې ټول ترجمه شو، فايل وساته او د language په فولډر کې يې واچوه.
phpbb اېنسټال کړه، ډېر شيان به په پښتو شوي وي!
ډېر وخت غواړي!....
وسلام
www.brishna.com