د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

فدايي محاذ ادعا کوي چې ملا عمر ۲ کاله پخوا وژل شوی دی

میرویس
24.07.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
فدایي محاذ چې د طالبانو یوه پخواني معتبر قوماندان جوړ کړئ ؤ، ادعا کړې چې د ملا عمر د وژنې په باره کې کره رپوټ او مؤثق اسناد لري چې هغه دوه کاله مخکې وزل شوئ ؤ.
همدغسې هم د داعش مشر ملاعمر غوندې د عامه او خپلو پیروانو د انظارونه غیب شویدئ. کیداشي چې هغه هم وژل شوئ وي. دغه دواړې ډلې چې د جهاد نارې سورې وهي، بیا دوی دواړه یو دبل د سر وهلو ته ناست دي. طالبانو داعشیان په فراه کې تس نس کړل او په ننګرهار کې یې هم د شرمونکې ماتې سره مخامخ کړل.
طالبان پخواني کفن کشان دي، او داعشیان بیا نوي کفن کشان شول.
====
فدايي محاذ ادعا کوي چې ملا عمر ۲ کاله پخوا وژل شوی دی
• پنجشنبه, 23 جولای 2015 7:49
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- فدايي محاذ، چې د طالبانو انشعابي ډله ده، ادعا کوي چې د طالبانو د تحریک مشر ملامحمد عمر اخوند وژل شوی دی.
د فدايي محاذ ویاند قاري حمزه رسنیو ته په یوه لنډ برېښنالیک کې ویلي چې فدايي محاذ موثق راپور او ثبوت لري چې د طالبانو مشر د اختر محمد منصور له لوري وژل شوی دی:« محاذ یو کره، مؤثق او باثبوته راپور تر لاسه کړئ چې امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د نن څخه څلورویشت میاشتې وړاندې د ملااختر محمد منصور د امارت اسلامي نايب او ګل آغا د امارت اسلامي مالي مسؤل له خوا په بې رحمۍ سره په شهادت رسیدلی دی.»
د ملا محمد عمر اخوند د مړینې خبر څه باندې دوه کاله وړاندې یو شمېر لوېدیځو رسنیو خپور کړ خو طالبانو د هغو راپور رد کړ، ویې ویل چې ملا عمر ژوندی دی.
ډیلي بیسټ لیکلي و چې ملا عمر د پاکستان د استخباراتو له لوري په محبس کې وژل شوی دی.
د فدايي محاذ له لوري د ملا عمر د وژل کېدو راپور په داسي وخت کې خپرېږي چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د لومړي ځل لپاره د جولای په اوومه مخامخ خبرې وکړې او په راتلونکو څو ورځو کې بل پړاو خبرو ته تیاري نیسي.
ویل شوي چې ملا اختر منصور، چې د طالبانو سیاسي مشري په غاړه لري، د سولې د خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د یو شمېر لا سختدریځو له مخالفتونو سره هم مخامخ شوی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more