د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

که دملا عمر د ژوند ثبوت رانکړئ، داعش ته ورځو.

میرویس
10.07.2015

کرانو لوستونکو، السلام علیکم
تیره هفته دافغانستان دعالمانو په نمایندګې د ابو طالوت خراساني په نامه یوه شخص پدې باب چې طالبان، افغانستان ته نه، بلکه پردیو ته وفادار دي ډیرې لکنې کړې وي، او طالبانو ته یې وخت ورکړې ؤ چې دملا عمر ژوندي توب ورته ثابت کړي، که دده په خبره طالبان به داعش ته واوړي. ضرب الاجل پوره شو خو د ملا عمر د ژوند د ثبوت څرک ونه لګیی.
د ازبکستان اسلامي حرکت هم دې ته ورته غوښتنې کړیدي، او وایي چې طالب مشرانو هغوی دوکه کړي، او دوه ځله يې د ملا عمر جعلي لیک ورلیږلئ دئ.
=======
له تېرې اونۍ راهسې د (افغانستان علماء) په نوم ډلې له طالب مشر ملا محمد عمر څخه غوښتي دي،چې دویديويي پیغام له لارې دې دخپل ژوند په اړه سپیناوې وکړي. که چیرې نوموړی دا کار ونه کړي موږ به له داعش سره بیعت وکړو.
د (ولایة خراسان ) یو مخکښ طاهر جان وايي : دابو بکر البغدادي په مشرۍ داعش وړاندې له دې،چې خلافت اعلان کړي، طالبانو ته لیک استولی و او ورڅخه یې غوښتي وو،چې دملا محمد عمر دژوند او مړینې په اړه سپیناوې وکړي ، که ژوندی وې راڅرګند دې شي،چې داعش ورسره دمسلمانانو دخلیفه په توګه بیعت وکړي، خو طالبانو دې لیک ته کوم ځواب ورنه کړ .
په ازبکستان کې دحرکت اسلامي ډلې امیر عثمان غازي وايي : موږ دملا محمد عمر داوږدې پټیدنې څخه ناخوښه او تنګ شوي یو، نوموړی وايي : طالب مشرانو موږ دوه ځلې تیر ایستي یو موږ له دوی څخه غوښتي وو،چې دملا محمد عمر په اړه مالومات راکړئ ، موږ غواړو ورسره اړیکې ونیسو ، په بلاد ما وراء النهر کې موږ ورته سخته اړتیا لرو ، خو طالب مشرتابه دوه ځل راته جعلي لیک را استولې و او دا یې ښودله،چې ملا محمد عمر لیکلي دي.
دیادونې ده، چې (ولایة خراسان) په افغانستان کې دطالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ډېر پرمختګ نه دی کړې ان ویل کیږي،چې طالبانو له خپلو سیمو شړلي هم دي. ځکه د دوی او طالبانو ترمنځ دملا محمد عمر دژوند او مړینې په اړه اختلافاتو سر راپورته کړې و.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more