د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

نو پاڅه او دعوت یې ومنه!

مساپر
08.07.2015

ګرانو هېوادوالو السلام علیکم،

کله چې زمونږ ټیلفون زنګ وهي، نو پوه شو چې یو څوک در سره اړیکه نیسي.
همداسې کله چې آذان ویل کېږي، نو پوه شه چې د انسانانو خالق (پیدا کوونکی) او پالونکی الله جل جلاله در سره اړیکه نیسي!
نو پاڅه او دعوت یې ومنه!

والسلام،


ډاکتر وطنمل
24.07.2015

هو !
په کایناتو کې د نامحدودو مخلوقاتو څخه دا اړیکه یواځې ستا له پاره ده نو
که په پښو نشې تلای په خاپوړو ځان مسجد ته ورسوه او د ملایکو د صفونو
غوندې د نورو مؤمنانو ورونو سره په یوه صف کې د کائناتو د خالق په
حضور کې ودریږه ! او تر څو چې دې سلام نه وي ګرځولی د خشوع او
خضوع درزا دې په زړه کې مه بس کوه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more