د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان درمسال ته خټې کوي

اتل
26.06.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
وسله والو طالبانو د نورستان وانت وايګل ولسوالي ونيوله.
داکار طالبانو ته څه ګټه کوي؟ طالبانو خو پخوا هم ګڼ شمیر ولسوالۍ نیولې، خو ساتلې یې ندي. د کندز د چار درې، د بدخشان د یمان، جرم او دغسې نورې ولسواليۍ یې نیولې، ځان، حکومتي قواوو او ولسي خلکو ته یې تلفات اړولي، د خپلو نیابتي بادرارانو د خوشحالولو پرته یې هیچا ته ګټه نده کړې، بلکې د الله جل جلاله او ولس سره په دښمنۍ کې طالبان کیوتي دي.

طالبانو د نورستان وانټ ویګل دولسوالۍ ودانۍ او د استوګنې کورونو ته اور ورته کړی، ملکي او پوځي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

آیا طالبان ددې دپاره ولسوالۍ نیسي چې، موجوده حکومت ناوړه، بې کفایته او بد دئ، واس ته خدمت نشي کولای، باید چې طالبان دوانټ ویګل خلکو ته اوس خد مت وکړي؟
که داسې وی نو ولې یې خرڅه وران کړل؟ نه طالبان ځي ځان وژني، مسلمان افغانان وزني، د کونډېو یتیم بیت الکال تباه کوي، ملک ورانوي، تباهيي راولي، او خپل نیابتي بادران خوشحاله کوي؟.
الله جل جلاله دې دوی په صراط مستقیم روان کړي.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/06/26/

[size=18:33e1cbee71][/size:33e1cbee71]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more