د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

«له آی ایس آی سره د تفاهم لیک پر سر اویا میلیونه ډالر اخیستل شوي»

lawangin
21.06.2015

«له آی ایس آی سره د تفاهم لیک پر سر اویا میلیونه ډالر اخیستل شوي»
نشرونکی: عبد الله برخه: افغانستان 2015/06/21

[img:22a19cb08c]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/06/farooq_wardak-620x313.jpg[/img:22a19cb08c]

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د آی ایس آی ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک په تړاو د پوهنې پخواني وزیر نوي رازونه سپړلي.
فاورق وردګ وايي، په ارګ کې ناستو جګ پوړو کسانو په دوبۍ کې له پاکستان سره د امنیتي تفاهم لیک پر سر اویا میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. وردګ د دغو کسانو له نوم یادولو ډډه وکړه.
د پوهنې پخواني وزیر له کابل نیوز ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: «چا چې پیسې اخیستي هم پېژنم، نومونه یې اوس نه افشا کوم». ښاغلی وردګ د پاکستان له استخباراتي ادارې سره لاسلیک شوی تفاهم لیک د افغانستان خرڅول بولي. ډاکټر فاورق وردګ زیاتوي: «زه ژوندي اسناد او شواهد لرم. څلوېښت میلیونه یوه جناب اخیستي، شل میلیونه بل اخیستي او لس بل». وردګ وايي د دې پیسو په مقابل کې افغانستان خرڅ شو او د ګندومک معاهده یې امضا کړه.
ولسمشر اشرف غني کندهار ته د سفر پر مهال د دغه تفاهم لیک امضا رد کړې وه. خو تېره اوونۍ ویسا ورځپاڼې داسې سند په ډاګه کړ، چې ښيي دغه سند لاسلیک شوی.
ډاکټر فاروق وردګ په ارګ کې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په دسیسو جوړولو تورنوي او زیاتوي چې د کمونیستانو د واکمنۍ د مهال جګړه اوس هم روانه ده: «نن هم زما و ستا په وطن کې هغه جنګ چې د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان او د مجاهدینو او اسلامي تنظیمونو ترمنځ د ۱۳۵۷ له کودتا وروسته شروع شو، نن هم ادامه لري».
فاروق وردګ د کمونیستانو د واکمنۍ پر مهال د سیاسي جګړې ته د اشارې پر مهال د کوم چارواکي نوم نه اخلي؛ خو د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر یو له هغو لوړپوړیو چارواکیو څخه دی، چې کمونیستي مخېینه لري او د مجاهدینو پر ضد یې جګړه کې خپله پښه هم له لاسه ورکړې ده.


آدم خان۱
21.06.2015

داسې اوریدل کیږي چې وردګ ماما پخپله هم په کجاو ډالرې د کتابونو ،مکاتبو جوړولو او دمعلمانو ،مامورینو او مستخدیمینودمعاشونو نه وهلی ، اوس به دی څه ټر په پر پټوي! وايی : ګوشت خر دندان سګ ....


larghonay laraway
06.07.2015

دغسې معامله سړی کوي.
پتنګ لالا هسې دې په څو کلدارو په ای ايس ای ځان خرڅ کړی دی.
هغه هم چې په المان کې کلدارې بدلې کړې خدای خبر څه به ترې جوړ شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more