ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
د ښخې په اړه د طالبانودنظربدلون حقیقي دئ؟
اتل
04.06.2015
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
. د ښځو په نسبت دطالبانو په ناسته پاسته کې د مځکې نه تر آسمانه توپیر راغلئ.
طالبانو د امارت په وخت کې دنا محرمو ښځو سره خو ناسته پاسته پر ځای پریږده، حتی پورته یې ورته کتلئ هم نشو، خو ددوحې په غونډه کې یوه مشز طالب د یوې افغانې ښځې کیسه د زړه په غوږو واوریده او ورته ویې وژل.
اوس چې د ناروې په اوسلو کې د طالبانو او افغان مدني ټولنو او پارلماني غړو دترمنځ په غونډه کې څلور سرغنه افغانانې هم شاملې دي، طالبان به د خویندو میندو په شان ورسره ناسته پاست لري او بیا به د ښڅو د تعلیم او کار په حصه کې د دوحې دغونډې ژمنې وسرسره تازه کړي.
الله جل جلاله دې وکړي چې دغه نیک راشه درشه په ملک کې د صلحې او امنیت د ټینګیدو سبب شي. طالبان چې کومه خبره کوي باید عمل هم پرې وکړي، او دصلحې پهمذاکراتو کې د ځان د موقف د پاوړي کولو دپاره قتلونه بند کړي او د الله جل جلاله او ولس سره دښمني ختمه کړي. طالبانو په دوحه کې وویل چې د معارف حمایه کوي، بې ګناه خلک نه وژني، خو دهغې راهیسي یې خپل تعدات په ډیره ظالمانه توګه مات کړي.
په درناوي.