د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکابل په پلس ميلمستون حمله د حقاني کار ؤ

اتل
04.06.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د کابل په پلس میلمستون باندې حمله کونکي نیول شویدي. دوی اعتراف کړئ چې د حقاني دترورستي ډلې غړي دي.
دحقاني ترورسته ډله چې افغاني هویت او پښتونولي یې بایللې ده، نور افغانستان خپل ملک، پښتون خپل ولس او زدران خپل قوم نه ګڼي، ځان یې د افغانستان پر دښمن خرڅ کړئ، په خارج کې ژوند کوي، د خارج نه په افغانستان کې دننه مسلمانان قتل کوي، او نیابتي جنګ پر مخ وړي:

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دوه تنه یې پر «پارک پالاس» مېلمستون باندي د برید په تړاو نیولي دي. پر دې مېلمستون باندي په بريد کې تيره مياشت ۱۴ کسان ووژل شول.

د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي، د دغو دوو تنو نومونه غلام عزیز چې په صلاح الدین مشهور دی او عبدال وکیل ښولي دي. عبدال وکیل په کابل کې د مديرا مرستندویه سازمان غړی دی.

صدیقي ویلي دي چې دغه دواړه کسان د حقاني ترهګري ډلي فعال غړي وو، او د ملي امنیت ادارې د کارکوونکو له خوا د کابل په سنګ نویشته کې نیول شوي دي.

دغو دواړو کسانو د می میاشتې پر ۱۳مه نېټه برید کوونکي ته جعلي کارت او د مېلمستون نقشه ورکړې وه.

هغه د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «نیول شویو کسانو د برید په پلانولو او هغه ته د چمتوالی په نیولو کې پر خپلي ښکیلتیا اقرار کړی دی.»

د ملي امنیت ادارې له خوا په یوه خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د برید چمتوالی په پیښور کې د حقاني شبکې تر نظارت لاندي شوی وو.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د حقاني شبکې یو غړي چې قاري عبدالله مشهور په انس دی، د دغه برید پلان جوړ کړی وو او پر هغه یې څارنه کوله.

د مدیرا مرستندویه سازمان چارواکو په دې اړه چې آیا عبدال وکیل له هغوی سره کار کاوه او که نه، څه نه دي ویلي.

مديرا يوه فرانسوۍ خيريه ټولنه ده چې له ۲۵ کالو راهيسي په افغانستان کي فعاليت کوي.
http://www.dw.de 0620125 /


مسعود افغان
09.06.2015

دروغ فایده نه لري بلکه دروغ د ایمان زیان دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more