د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د واټس اپ له لارې ټولې نړۍ ته خپرونې کوي

lawangin
30.05.2015

[img:abcf589a79]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/05/Watsapp-taliban-620x330.jpg[/img:abcf589a79]

طالبان د واټس اپ له لارې ټولې نړۍ ته خپرونې کوي
نشرونکی: میرویس بارکزی برخه: افغانستان 2015/05/28

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته په را لیږل شوي برېښناليک کی ویل شوي چې دوی له نوې ټیکنالوژۍ څخه په ګټې غواړي د نړۍ ګوټ ګوټ ته په عربي، انګریزي، دري، پښتو او اردو ژبو خبرونه ولیږي.
طالبانو په رالېږلي برېښنا لیک ویلي چې دوی په خواله رسنيو کې پخپلو همکارو او همفکره ملګرو غږ کړی چې د دې انځورونو په خپرولو سره تر ډېرو خلکو پورې د دوی غږ ورسوي، چې خلکو ته د دوی خپرونې ورسېږي.
طالبانو په خپاره کړيو تصویرونو کې د دوی د نشراتو د څار لپاره په پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو اعلانونه خپاره کړي او له خپلو مخاطبینو يې غوښتي چې د دوی د نشراتو لپاره له دوی سره د واټساپ له لارې ګډون وکړي.
طالبانو په داسې حال کې دغه پراخ پوښښ لرونکی ګام اخیستی، چې څه موده وړاندې د ګډ حکومت د جمهوري ریاست ویاند د طالبانو د خپرونو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ویل چې په خواله رسنیو کې د طالبانو پراخ رسنیز پوښښ دوی ته سرخوږی جوړ کړی دی.
تر دې وړاندې هم د طالبانو د تبلیغاتو اړوند ویل شوي و، چې ډېری ځوانان د طالبانو له لیکو سره د هغوی د رسنیز فعالیت تر اغېز لاندې ملګري شوي دي، چې غږیزې ترانې، ویډيو فلمونه، مجلې او تقریرونه يې د یادونې وړ دي.
وړاندې داسې هم ویل شوي و، چې ډېري هغه افغان عسکر چې پر بهرنیانو یا خپلو ملګرو يې د ټوپک شپېلۍ ور اړولې دي، په تلیفونونو کې يې د طالبانو ترانې، لنډ فلمونه او تقریرونه لیدل شوي دي.
سره له دې چې د طالبانو د رسنیز فعالیت پر اورېدلو، لیدلو او لوستلو کلک دولتي بندیز لګېدلی، خو د هېواد په پلازمېنه کابل کې ډېری ځوانان پخپلو موبایلونو کې د طالبانو له لوري جوړې شوې ويډيوګانې ګوري.
د شنونکو په اند طالبان په دې وروستیو کې د ګډ حکومت له خپل منځي ناندریو په ګټې توانېدلي دي، چې خپل غږيز، انځوریز او انټرنیټي تبلیغات لا پياوړي کړي.
طالبان په چاپي برخه کې، شهامت، څرک، مورچل، الصمود، حقیقت او شریعت پر نامه په پښتو، دری، عربي او اردو ژبو مجلې لري، په انځوریزه برخه کې منبع الجهاد، الهجره، الاماره، او توره بوړه سټوډیوګانې لري چې وخت پر وخت د طالبانو بریدونه، د سرتيري بریدګرو پېژندنه او وصیتونه او پر حکومت تبصرې پخپلو ويډيو فلمونو کې رانغاړي خو د دې ټولو نشراتو لپاره يې وروستی اقدام د پوښښ ساحه لا پراخوي.

pattang


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more