د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان هم د صلحې هڅې کوي او هم قتلونه!

اتل
04.03.2015

السلام علیکم.
طالبان له یوې خوا د صلحې په لاره کې منډې ترړې وهي، چین، پاکستان، دوبۍ، قطر، عربې اماراتو، ناروې او اروپايې ملکونو ته سفرونه کوي، سلګونه دروازې ټکوي، خو له بلې خوا انتحارې دماکې کوې، د اسلام خلاف عمل کوي او قتلونه کوي. طالبان د خپل منافقت نه لاس نه اخلي. د طالبانو یوانتحاري په کندهار کې په ځان پورې د تړلو بمونو د چولو او مسلمانانو د قتل نه مخکې ووژل شو.
=====
د هیواد سویل کې د يوه خونړي ځانمرګي بريد مخه نيول شوې
چهارشنبه ١٣ کب ١٣٩٣ ساعت ١٦:٢٦
د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په کندهار ښار کې پوليسو موخې ته له رسېدو وړاندې ځانمرګى بريدګر وژلى او د يوې خونړۍ پېښې مخه يې نيولې ده.
د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په کندهار ښار کې پوليسو موخې ته له رسېدو وړاندې ځانمرګى بريدګر وژلى او د يوې خونړۍ پېښې مخه يې نيولې ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ د امنیت امر جنرال رحمت الله اطرافي، د پېښې په ځای کي خبریالانو ته وویل، دغه ځانمرګى بريدګر تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار ختيځ ته د شپږمې امنيتي حوزې امريت ته نږدې د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته وژل شوى دى.
نوموړي زياته كړه، ياد بريدګر په خپل موټر كې ۲۰۰۰ کيلو ګرامو چاودېدونكي توكي لېږدول، چې موټر يې د تخنيکي ټيم له خوا شنډ شوى دى.
اطرافي خبریالانو ته وویل، چې ځانمرګي بريدګر غوښتل د منډيګک ماڼۍ، هندوستان سفارت او کندهار محبس څخه يو په نښه کړي.
امنیتي چارواکي وايي، دوى له وړاندې څخه په دې اړه راپور درلود او د پولیسو ترتعقیب لاندې و.
د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د کندهار ښار په دوراهي سيمه کې د کابل اډې مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې یوه ښځه ووژل شوه او د ملي اردو څو تنه ملکي کارکوونکي ټپيان شول
http://www.bokhdinews.af/pashto/internal-news/10913


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more