د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

داسلام او انسانیت پر خلاف نه بښونکئ جنایت!

میرویس
04.02.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
خود کوزه ګر، خود کوزه، خودکیل کوزه، خود عاشق بر کوزه و خود خریدار کوزه.
داعش چې پخپل سر ځان خلافت او د عراق او شام دولت اعلان کړئ او فکر کوي چې یوه ترورسته او د اسلام او انسانیت پرخلاف ترورسته جنایت کاره ډله نده، نو ولې بیا دخلافت او یوه دولت په لاره نه ځي.

آیا چا اوریدلي دي چې اسلامي خلافت دې د جنګي اسیر سره داسې سلوک کړئ وي، لکه داعش چې اردن پیلوټ ژوندئ وسیزه او ویې واژه؟

آیا ددولتونو د جوړښت په تاریخ کې کوم دوږلت د داعش په څیرد جنګي اسیر په مقابل کې دغسې نه بښونکئ عمل کړیدئ؟

که داعش چې په سر کې یې ښامار ابوبکر بغدادي قرار لري د اسلام او اسلامیت دعوې کوي، نو بیا ولې د اسلام په مقابل کې اشد جنایتونه کوي؟ په اسلام کې د جنګي اسیرانو حقوق خوندي دي، او په اسلام کې د الله جل جلاله نه پرته بل چا ته اجازه نشته چې په اورباندې د سیزلو جزا ورکړي.

آیا ابوبکر بغدادي چې ویل کیږي ددین زده کړه یې هم کړیده، قصداً د الله جل جلاله د احکامو خلاف ورزي کوي، او ځان ته دا حق ورکوي چې هفه امتیاز چې الله جل جلاله یې لري دئ یې پخپله قبضه کړي؟
استغفرالله!
آیا ابوبکر بغدادي څه فکر کوي چې هغه څوک دئ؟ آیا هغه یو بشر دئ اوکه که مافوق د بشر نه کوم بل مقام لري؟
====
داعش اردنی پېلوټ په ژوندوني وسوځاوه
• چهارشنبه, 4 فبروري 2015 0:45
• خپرونکی: تاند
• 2 تبصري

• Category: سیمه او نړۍ
• permalink
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د اسلامي دولت یا داعش تروریستي ډلې په انترنیټ کې د اردوني پېلوټ ویدیو خپره کړه. په دې ویدیو کې د داعش له لوري اسیر شوی اردنی پېلوټ ښودل کېږي چې په ژوندوني اور ورته کېږي او ژوندی سوځېږي.
په ویدیو کې دغه پېلوټ، چې معاذ الکساسبه نومېده، په یوه وسپنیز قفس کې اچول شوی او اور پرې بل دی.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې دا ویدیو خپره کړې خو لا هم څه نه شي ویلی چې هغه به حقیقي وي او که نه وي.
خو نورو رسنیو او د اردن حکومت ویدیو تایید کړه.
د معاذ الکساسبه کورنۍ هم وویل چې د اردن حکومت ورته ویلي چې وسله والو سختدریځو معاذ وژلی دی.
نوموړی د تېر میلادي کال د دسمبر په میاشت کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ته وروسته له دې په لاس ورغی چې الوتکه یې وویشتل شوه او ده ځان په پراشوت کې وغورځاوه.
د ده په دې ډول وحشیانه وژنې په نړۍ کې د مسلمانانو دښمنانو او د اسلام پر ضد تبلیع کوونکو ته یوه بله پلمه په لاس ورکړه چې ګواکي اسلام د تشدد او بې رحمۍ دین دی.
دې ډلې د سې شنبې په ورځ د یوه جاپاني خبریال د سر پرې کولو ویډیو خپره کړې وه.
د اسلامي دولت وسله واله سرزورې ډله د عراق او سوریې د خاورو پر پراخو برخو، چې مساحت یې د بریتانیا هومره دی، واکمنه ده.
د دوی له کنټرول لاندې سیمو څخه اکثره خلک نورو سیمو ته مهاجر شوي دي.
http://www.taand.com/archives/40273


lawangin
04.02.2015

که د يوارې دې د امريکایې تروريستانو اعمال او چټل اهداف په نړۍ کې هم داسې غندلي وی
نو مونږ به بشر دوست او نه دالر دوست نوم درکړی وو !
دداعش عمل دامريکایې جنايتکارو دکارونو عکس العمل په عربي نړۍ او عراق کې دی !
شرف خرڅول لويه بې نا موسي ده!

pattang


میرویس
04.02.2015

لونګین پتنګ صاحب. اسلام علیکم
لکه چې بیا دې د افراطیت، بدعت، اسلامیت او افغانیت ضد پیریان را کټیدلي دي. لکه چې داسلامي ارشاداتو پر بنسټ ولاړ منطق سره دې دډغرو وهلو همت د لاسه ورکړ او هسې خوښئ انپړ، بیړا او شوده وختلې.
که پخپله په اسلامیت او افغانیت نه پوهیږې، نو دنورو استدلال مه جوټه کوه. پر ځای ددې چې اپلتې وولې، پدې کې به دې خیر وی او د لوستونکو احترام به هم درجلب کړې چې اعتراف وکړي چې د داعش په حصه کې زما خبرې ټولې د اسلامي ارشاداتو سره سمون لري.

هغه صفتونه دې چې ماته لیکلي، هغه چاته راجع کیږي، چې د حقایقو د منلونه بیزار وی، د حق نه د لوستونکوپام عبث ګفتار ته اړوي او کوښښ کوي چې اسلامي ارشاداتو او الهي احکامو ته شا واړوي او ټر په پر د پټولو ناکام کوښښ وکړي.
الله جل جلاله دې هدایت درته وکړې، زړه مې درباندې خوږیږي.
په الله دې سپارم.


lawangin
05.02.2015

منافقه له اسلامي ارشاداتو خبرې کوې خو دصليبي اشغالګرو چوپړ وهې او په دالرو خېټه
پړسوې ! ستا هغه ځينې مجاهدي چې له اسلامه نارې وهي نن په دولت او پارلمان کې ناست
د cia دالر وهي او خپله خېټه پرې ډکوي نو په اسلامي ارشاداتو خو تاسې ټول حرام خورۍ او
ناموس خرڅوۍ ! نو ددې لپاره چې خپله مرداري پټه کړۍ دداعش موضع او نورې مردارې
خبرې منځته راوړې ترڅو چې اولس غلط کړۍ !
هو يو حقيقت ليکې او هعه دادی چې صليبي اشغالګرو او فاسذ رژيم ته دوفادارمذدور په دود
پروپاګنده کوې !!

انپړان خو ستا سو هغه مذدور/ مشران دي چې جامې یې ککړې دلودګي ،بېکاري،تنبلي،بېناموسي او بېغیرتي بوی ترې خېخي !!!

که دنړۍ اکسريت اولس ستاسو غوندې فاسد شي نو زه به د انسان په نوم وشرمېږم !!

pattang

[quote:f1d551a407="میرویس"]لونګین پتنګ صاحب. اسلام علیکم
لکه چې بیا دې د افراطیت، بدعت، اسلامیت او افغانیت ضد پیریان را کټیدلي دي. لکه چې داسلامي ارشاداتو پر بنسټ ولاړ منطق سره دې دډغرو وهلو همت د لاسه ورکړ او هسې خوښئ انپړ، بیړا او شوده وختلې.
که پخپله په اسلامیت او افغانیت نه پوهیږې، نو دنورو استدلال مه جوټه کوه. پر ځای ددې چې اپلتې وولې، پدې کې به دې خیر وی او د لوستونکو احترام به هم درجلب کړې چې اعتراف وکړي چې د داعش په حصه کې زما خبرې ټولې د اسلامي ارشاداتو سره سمون لري.

هغه صفتونه دې چې ماته لیکلي، هغه چاته راجع کیږي، چې د حقایقو د منلونه بیزار وی، د حق نه د لوستونکوپام عبث ګفتار ته اړوي او کوښښ کوي چې اسلامي ارشاداتو او الهي احکامو ته شا واړوي او ټر په پر د پټولو ناکام کوښښ وکړي.
الله جل جلاله دې هدایت درته وکړې، زړه مې درباندې خوږیږي.
په الله دې سپارم.[/quote:f1d551a407]


میرویس
06.02.2015

لونګین پتنګ صاحب، بیا اسلام علیکم
تاسې ولې د مسئلې د اصلي ټکو نه ګریز کوئ، او وایاست چې [دداعش موضع او نورې مردارې خبرې منځته راوړې]. پدې اعتراف کوئ چې دداعش مشر ابوبکر بغدادي چې ملا عمر جاهل او بې اعتباره جنګ سالار بللئ دئ، ستاسې په نظر مردارې خبرې دي. ما د همدې دپاره دخائن او کودن اابوبکر خبرې را نقل کړې چې مسلمانان یې په منافقت پوه شي، او دغه راز هغه د دروغو جعلي جهاد چې ملا عمر او بغدادي یې د مسلمان او اسلام پر خلاف د یوې حربې په توګه کاروي رسوا شي.

تاسې ولې دا خبرې نه تائید کوئ، څه چې داعش کړي او کوي يې د اسلام او الله جل جلاله د احکامو په مقلبل کې دبربنډ بغاوت نه پرته بل څه ندي، دغه اعمال دشیطنت او طاغوت نه پرته بل څه ندي؟
په رب دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more