د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

*** د كفارو ترور كول


څاروان
29.03.2005

بسم الله الرحمن الرحيم
دوستانو
------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

د ټولو څخه اول د ترور په اړوند خپل نظر ليكلو كې تآخير كولو له وجه معذرت غواړم.
د ټول افغان اسلام اند ليكوال عادل وطنمل په خپله ورستي ليكنه كښې د كفارو ترور كولو مسئلي ته اشاره كړي وه چه د محترم حليمي صيب لخوا پري اعتراض شوي وه خو له هغه ورسته بيا عادل وطنمل د خپل خبري د وضاحت لپاره كومه بله ليكنه نه ده كړي او ما وعده كړي وه چه د دي مسئلي په باره كې به خپل نظر ليكم نو دادي خپله وعده پوره كوم او [color=blue:29b046f388]د اسلام فورم ملاصاحبانو څخه غوښتنه كوم چه د مسئلي نور وضاحت هم وكړي.[/color:29b046f388]او الله پاك دي هغه خبر دروغ كړي چه د عادل وطنمل په اړوند د منطق په فورم كښې نشر شوي او الله پاك دي وكړي چه نوموړي راشي او ګرانو لوستونكو ته د خپل نظر وضاحت وكړي.

د ترور مسئله څو اړخه لري خو زه به ئي فقط د كفارو ترور كولو اړخ باندي د خپل علم مطابق رڼا واچوم.

[color=white:29b046f388]د كفارو ترور كول.[/color:29b046f388]

د خبري د ښه وضاحت لپاره د دغي مسئلي په دري اړخه باندي خبرو كولو ته ضرورت دي.

[color=darkred:29b046f388]1. مستعمرين كفار.
2. هغه كفار چه عهد ورسره شوي وي.
3. هغه كفار چه كوم عهد ورسره نه وي شوي.[/color:29b046f388]

[color=indigo:29b046f388]1. مستعمرين كفار.[/color:29b046f388]

د مستعمرينو كفارو څخه زما مقصد هغه كفار دي چه د مسلمانانو په خاوره، دين او يا ناموس باندي تيري كړي وي.
نو د مستعمرينو كفارو ترور كول په هر مسلمان فرض دي او ددغه كفارو د ترور كولو لپاره هر اړخيزه مبارزه جهاد دي، د خپلي خاوري، دين او ناموس څخه دفاع كول په هر مسلمان باندي فرض دي او كه په دغه لاره كښې مړ شي نو شهيد دي او مستعمرين هيڅكله هم د خبرو او زاريو له لاري وتلو ته چمتو نه وي، د دوي د ترور كولو لپاره د ټولو څخه زياته اثر كونكي لاره وسلواله مبارزه ده او ددي اجازت اسلام وركړي.:
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (الحج39)
[color=white:29b046f388]ژباړه:[/color:29b046f388]
حكم وركړى شوى دى - د قتال- هغو كسانو ته چه قتال ورسره كاوه شي- د كفارو له خوا- په دي سبب چه بيشكه په دوي ظلم شوي دي، او بيشكه چه الله په مرسته- مدد- د دوي خامخا ښه قادر دي.

فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (البقرة194)
[color=white:29b046f388]ژباړه:[/color:29b046f388]
هر چا چه تيري وكړ پر تاسي باندي نو تاسي هم تيري كوئ! په هغوي باندي په شان د هغه چه تيري ئي كړي ؤ پر تاسي باندي او وويريږئ له الله څخه ! او پوه شئ! چه بيشكه الله له پرهيز ګارانو سره دي - په علم او نصرت سره-

[color=darkblue:29b046f388]رسول عليه السلام[/color:29b046f388] په خپل وخت كښې د دين وطن او ځان څخه دفاع كړي او د همدي كار لپاره ئې وسلواله مبارزه هم كړي د ثبوت په توګه د بدر، احد، خندق، تبوك، حنين، موته او ...غزا ګاني ئي ترسره كړي. چه د احد په غزا كې مسلمانان د يرغلګرو كفارو سره د مقابلې لپاره ميدان ته وروتل او د خندق په غزا كې د جنګې تدبير په اساس مسلمانانو د يرغلګرو قواو مديني منوري ښار ته د ننوتلو څخه د دفاع په صورت كې رامنځ ته شوه او د تبوك غزا د هغه خبرونو له مخي چې ويل كيده چه عيسويان غواړي په مدينه باندي حمله وكړي نو مسلمانانو د رسول عليه السلام په قيادت كې دا پريكړه وكړه چه دغه كفري يرغلګر بايد د هيواد په حدودو كې ودرول شي چه په هماغه اساس د رسول عليه السلام په قيادت كې اسلامي لښكر د مديني څخه د تبوك پر لوري ئې حركت وكړو او د حنين غزا د مكې څخه تښتيدلي او ورسره مناصر كفري قوتو په خلاف رامنځ ته شوي چه پدي اساس رسول عليه السلام غوښتل چه د كفارو قوت په منطقه كې له پښو وغورځوي او د موته غزا خو معلومه خبره ده چه د رسول عليه السلام د سفير په وژولو رامنځ ته شوه نو د يرغلګرو كفري ځواكونو ځپل او د خپلي خاروي څخه دفاع كول د رسول عليه السلام په قيادت كې مسلمانانو په هغه لومړي وختو كې هم ترسره كړي.
نور به لري نه ځو خپل هيواد افغانستان په اړوند به وغږيږم په ګران هيواد باندي د كفري مستعمرينو په خلاف چه علماو كومي فتواوي وركړي زما د پورتني خبري د ثبوت لپاره همغه كافي دي.
د [color=darkred:29b046f388]روسانو [چه كفري مستعمرين وه] [/color:29b046f388] د افغانستان څخه د ترور كولو فتوى علماء وركړي وه لكه څنګه چه د اوسني صليبي مستعمرينو خلاف ئي وركړي خو

پاتي



څاروان
29.03.2005

په تير پسي

خو پدي خبره پوهيږو لكه څنګه چه كمونيستان د روسانو د ترور كولو په خلاف د وركړي شوي فتوى مخالف وه او نه ئي منله او دغه كار ئي د اسلام څخه خلاف او د هيواد په ضرر ګڼلو او په دغه فتوى عمل كونكي ئي د [color=white:b170039392]اشرار[/color:b170039392]و په نوم نومول همدغسي د اوسني صليبي مستعمرينو ترور كول فتوى ددي مستعمرينو انډيوالانو ته هم د قبول وړ نه ده او دغه فتوى د اسلام په خلاف ګڼي او پري عمل كونكو ته [color=white:b170039392]ترورستان او ارهابيان [/color:b170039392]نومونه وربښي. نو [color=darkblue:b170039392]د كفري مستعمرينو او انډيوالانو په نظر كښې د پروني اشرارو او نني ارهابيانو او ترورستانو په منځ كښې هيڅ فرق نشته [/color:b170039392].د اسلامي نړۍ څو هيوادونه د كفري مستعمرينو لخوا مستعمره شوي او په خلاف ئې مبارزه كونكې د ترورستانو او ارهابيانو په نوم نومول كيږي نو اوس صليبي كفري مستعمرين په افغانستان او عراق كښې ددوي خلاف مبارزه چلونكې او د خپلي خاروي ، دين او ناموس څخه دفاع كونكې ترورستان او ارهابيان ګڼي لكه څنګه چه د چيچينيا مجاهدين د روسان په هنداره كې دي او همدغه صورتحال د كشمير او فلسطين كښې هم دي.او د هند ګجرات خبره هم په نظر كې نيول غواړي خو له بلي خوا څخه مسلمانان پوهيږي چه د كفري مستعمرينو خلاف مبارزه چلونكې مجاهدين دي او د كفري مستعرينو لخوا پري د ترورستانو او ارهابيانو نومونو ايښودلو سبب هم دادي چه دوي كفري مستعمرين او انډيوالان ئې د خپلو هيوادونو څخه ترور كول او شړل غواړي او د كفري مستعمرينو ترور كول د اسلامي خاوري څخه پر مسلمانانو فرض دي.[color=white:b170039392]اسلام د جنګې سامانونو د تياري امر كوي او سبب ئې د كفارو او منافقينو ترهيب[ويرونه] ښودلي:[/color:b170039392]
وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ [color=brown:b170039392]تُرْهِبُونَ [/color:b170039392]بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمْ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ (الأنفال60)
[color=white:b170039392]ژباړه:[/color:b170039392]
او تياروئ - اي مؤمنانو- لپاره - د جنګ- د دغو - ماتوونكو د عهد يا د مطلق كفارو- څومره چه توانيږئ - جمع كولي شئ- تاسي له قوت - اسباب د جنګ- او له روزل شوو ساتل شوو آسونو -لپاره د جهاد- چه ويروئ تاسي په دغه - قوت او تياري- سره د ښمنان د الله او دښمنان ستاسي او نور كسان بي له دوي نه چه نه پيژنئ تاسي هغوي الله عالم دي په - عداوت د- هغوي، او هر هغه څه چه نفقه كوئ - لګوئ- تاسي له يوه شي په لاره د الله كښې - لپاره د ترقي د دين- پوره - بدل د هغه- به دركړ شي تاسي ته حال دا چه پر تاسي به ظلم ونه كړي شي - د ثواب په لږوالي او دعذاب په ډير والي-

[color=blue:b170039392]كه د كفري مستعمرينو ترور كول د اسلامي خاروي څخه ناروا عمل وي او اسلام ددي اجازه نه وركوي نو پدي خبره د عقيده لرونكو څخه هيله كوم چه خپل دلائل راميدان ته كړي.[/color:b170039392]

[color=white:b170039392]2. هغه كفار چه عهد ورسره شوي وي.[/color:b170039392]

هغه كفار چه د مسلمانانوپه خاوره كښې اوسيږي او عهد ورسره شوي وي نو د هغوي په خلاف هر اړخيزه مبارزه چلول د اسلام خلاف دي ځكه اسلام په عهد وفا كولو باندي ډير زور كړي او عهد باندي نه وفا كول د منافقينو له علامو څخه ښودلي.
خو [color=darkblue:b170039392]كه كفارو خپل عهد مات كړو او د مسلمانانو خلاف ئې كارونه شروع كړل نو پدي صورت كښې اسلام مسلمانانو ته د لاس تر زني كيناستو امر نه كوي بلكې ورته وايي:[/color:b170039392]
وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ (التوبة12)
قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمْ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ (التوبة14)
ژ[color=white:b170039392]باړه:[/color:b170039392]
كه مات كړل دغو – كافرانو- قسمونه خپل وروسته له عهد تړلو د دوي - له تاسي سره- او پيغورونه در كړل - عيبونه ئي ولګول- په دين ستاسي كښي نو وجنګيږئ تاسي له – دغو- مشرانو د كفر سره - او وئ وژنئ- بيشكه نشته قسمونه دوي ته - او قسم ئي له سره قسم نه دي- له پاره د دي چه دوي واوړي - له پيغور يا د عهد له ماتولو يا له شركه-
وجنګيږي تاسي له دغو – كفارو- سره - اي مؤمنانو- چه په عذاب كړي دوي الله په لاسونو ستاسي - په قتل سره- او رسوا كړي دوي - په مغلوبيت او مقهوريت سره - او مرسته - مدد - به دركړي تاسي ته پر دغو – كفارو- باندي او شفاء به وركړي – زخمي- سينو د قوم مؤمنانو ته.
[color=darkred:b170039392]دعهد ماتونكو كفارو ترور كول د مسلمانانو د خاروي څخه رسول عليه السلام په خپله هم كړي[/color:b170039392] او د دي خبري د ثبوت لپاره د يهوديانو دري قبيلو [color=white:b170039392][بني مصطلق ، بني قريظه، بني نظير][/color:b170039392]ترور كول د مديني منور څخه د رسول عليه السلام په وخت كښې ښه ثبوت دي چه كله د يهوديانو دغه دري قبيلو خپلو عهدونه مات كړل نو مسلمانانو د رسول عليه السلام په قيادت كښې له مديني منور څخه ترور كړل . د زيات تفصيل لپاره د تاريخ كتابونو ته مراجعه وكړي.

[color=white:b170039392]۳. هغه كفار چه كوم عهد ورسره نه وي شوي[/color:b170039392]

هغه كفار چه د مسلمانانو لخوا ورسره كوم عهد نه وي شوي نو تر څو چه پر مسلمانانو تجاوز ونكړي نو اسلام پري د تجاوز امر نه كوي خو كه كله پر مسلمانانو ئې تجاوز وكړو بيا مسلمانانو ته د ځان څخه دفاع كول لازم دي او د دي خبري لپاره د اسلامي تاريخ څخه د ثبوت په ډول يو وركوټي مثال وړاندي كوم او هغه د محمد بن قاسم په قيادت كښې د مسلمانانو فوځونو راتګ سند ته دي نو له ګرانو لوستونكو څخه هيله لرم چه اسلامي تاريخ وه ګوري چه ترڅو د محمد بن قاسم د راتګ اسباب سند ته په ښه ډول وپيژني.
الله پاك فرمايي:
... فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (البقرة194)
[color=white:b170039392]ژباړه:[/color:b170039392]
هر چا چه تيري وكړ پر تاسي باندي نو تاسي هم تيري كوئ! په هغوي باندي په شان د هغه چه تيري ئي كړي ؤ پر تاسي باندي او وويريږئ له الله څخه ! او پوه شئ! چه بيشكه الله له پرهيز ګارانو سره دي - په علم او نصرت سره-

پاتي



څاروان
29.03.2005

په تير پسي

دلته د يوي خبري يادونه كوم او هغه دا چه [color=white:e3e46fd3af]اسلام هغه اخرني اسماني دين [/color:e3e46fd3af]دي چه تر ورځ د قيامت پوري راتلونكو انسانانو لپاره ئي د ژوند د تيرولو اصول ايښي دي. او د اهدافو څخه ئې غټ هدف دادي چه انسانان هغه څه ته متوجه كړي د كوم لپاره چه پيدا شوي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِي (الذاريات56)
[color=white:e3e46fd3af]ژباړه:[/color:e3e46fd3af]
نه دي پيدا كړي ما پيريان او انسانان مګر لپاره د دي چه عبادت وكړي دو ځما.

تر قيامت پوري بل نبي راتلونكې نه دي نو ددي دين د نشر كار الله پاك د مسلمانانو په زمه كړي :
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمْ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمْ الْفَاسِقُونَ (آل عمران110) لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمْ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ (آل عمران111)
[color=white:e3e46fd3af]ژباړه:[/color:e3e46fd3af]
يئ تاسي - اي محمدي امته!- خير - بهتر د هر هغه- امت چه ايستلي شوي دي د پاره د خلقو. چه حكم كوئ تاسي - هر چاته- په معروف – نيكئ- سره. ا منع كوئ تاسي - هر څوك- له منګر – بدئ- ځني او ايمان لري په الله باندي - په دوام او ثبات سره- ،
او كه ايمان راوړي وي اهل د كتابونو - په قرآن او محمد نو- خامخا به ؤ - دا ايمان راوړل بهتر- خير دوي لره، ځيني له دوي څخه مؤمنان دي. او زيات د دوي فاسقان دي - نافرمانان متمردان په كفر-.

وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنْكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران104)
[color=white:e3e46fd3af]ژباړه:[/color:e3e46fd3af]
او وي دي – تل- له تاسي يوه ډله چه بولي – خلق- په طرف د خير – اسلام- او امر – حكم- كوي - خلكو ته - په معروف – نيكي- سره او منعه كوي – خلق- له منكر – بدي- نه او دغه - آمرين بالمعرو ناهين عن المنكر- هم دوي دي په مراد رسيدلي.
پدي مسئله كښي د زيات تفصيل لپاره په احكام القرآن كښي د ابوبكر رازي رحمه الله عليه وينا وه ګوري.
[color=indigo:e3e46fd3af]كه په دنيا كښې ددغه دين د نشر كولو په مخ كې څه خنډ كيږي نو د خنډونو د ختملو اجازه الله پاك مونږ ته راكړي.:[/color:e3e46fd3af]
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنْ انتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ (البقرة193)
[color=white:e3e46fd3af]ژباړه:[/color:e3e46fd3af]
جنګ كوئ تاسي له دوي سره تر هغه پوري چه پاتي نشي فتنه او شي دين – حكم- خاص الله لره، پس كه چير وګرځيدل دوي نو نشته هيڅ تير مګر پر ظالمانو باندي.

[color=white:e3e46fd3af]اخرني ټكي:[/color:e3e46fd3af]

ګرانو لوستونكو ستاسي توجه يو بلي خبري ته هم راړول غواړم او هغه دا چه د فقه په كتابونو كښې په بعض مسئلو كښې [color=darkred:e3e46fd3af]قاضي ته اختيار وركړي شوي دي چه يو مجرم د مصلحت په بنياد د سزا وركولو څخه ورسته د خپل كلي څخه د څه وخت لپاره ترور كړي[/color:e3e46fd3af] د مثال په ډول د زنا په مسئله كښې كه زاني واده نه وي كړي نو د دورو وهلو څخه ورسته قاضي كولي شي د څه وخت لپاره ئې د خپل كلي څخه ترور كړي.

[color=darkblue:e3e46fd3af]زما په نظر [/color:e3e46fd3af][نور الله عالم دي] د عادل ورور مقصد به د كفري مستعمرينو ترور كول د مسلمانانو له خاروي څخه وي. او ددي كار په فرضيت كښې كوم شك نشته.

د هيواد څخه د صليبي ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور كولو په هيله

-------------- يوسف څاروان



ع کريم حليمي
30.03.2005

د قدر وړ ځارانه او درنو لوستنکو سلام !
ځاروانه وروره ! ډېره رنګارنګ ليکنه تاسو کړې ٠ او ډير مبارک اياتونه مو ليکلي
يو ايات مي هم په سترګه نسو چه د ترور امر پکښې وي ٠

[quote:445d9860ca]د مستعمرينو كفارو څخه زما مقصد هغه كفار دي چه د مسلمانانو په خاوره، دين او يا ناموس باندي تيري كړي وي. [/quote:445d9860ca]
او بيا تاسو ليکلي چه :
[quote:445d9860ca]نو د مستعمرينو كفارو ترور كول په هر مسلمان فرض دي[/quote:445d9860ca]
ايا د کفارومستعرين او مسلمان مستعمر ته جلاجلا اصول سته ٠ ؟؟؟؟؟
او که بن لادن مستعمر ته خاص مقام ور کوې ؟؟؟؟
بن لادن ، ISI ته مستعمرونو په سرګه نه ګوړې ٠ خالق العاده قدرتونه دي ٠
او خداي د استعمار اجازه ورکړې ده ٠ او قرأن د دوۍ زده دي ٠ او د اياتونو تطبق د دوئ په لاس دي ٠ کله چه فرمان صادر کړي چه : ترور بس نو ترور په مرګ شروع
بېله محکمې لکه دا٢٥ کاله چه په نامه دمعلم ،مدير،پوليس ، جلبي عسکر
چي مو ترور کړه ٠
په داسي حال کښي ليکل کيږي چه :
[quote:445d9860ca]نو د مستعمرينو كفارو ترور كول په هر مسلمان فرض دي او ددغه كفارو د ترور كولو لپاره هر اړخيزه مبارزه جهاد دي[/quote:445d9860ca]
جهاد او ترور فرق نه سره لري ؟؟ ٠ ايا جهاد او ترور عيني تعريف لري ؟؟؟؟
موږ داسي پوهېدلي چه Assassination يعني ترور او holy war معنا جهاد

اوبيا ليکۍ چه :
[quote:445d9860ca]د خپلي خاوري، دين او ناموس څخه دفاع كول په هر مسلمان باندي فرض دي [/quote:445d9860ca]
پر خاوري يا ملک باندي جنګ ته جهاد ويل کيږي ؟؟؟؟ لويه خطا ده
جهاد يوازي کلمه الله (لااله الا الله ) لپاره ٠ نه د ملک يا خاوري لپاره ٠
که داسي وي ٠ نو که د چا په باغ دعوا وسوه ٠ نو محکمې ته حاجت نشته ٠ بلا نوفورأ
جهاد شروع ٠ هم داسي واياست ؟؟؟
اوبل د جنګ او جهاد فرق څشي دۍ ٠ هر جنګ ته تاسو جهاد واياست ؟؟؟
او بل د کوم ناموس لپاره جهاد فرض دۍ ؟؟؟؟
دا هم اول ځل لپاره مي ولوستل چه پر خاور او ناموس جهاد فرض دۍ
کوم حديث يا ايات به تاسو ته معلوم وي ممکن ، يا يوه نوې فتوا ٠
شايد موږ سره به دا پوهه نوي

[quote:445d9860ca]وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمْ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ (الأنفال60) [/quote:445d9860ca]

په ايات شريف کښي اشاره و في سبيل الله ته سوې ٠ اياستاسو په نظر في سبيل الله
خاوره او ناموس دي ٠ او که کلمه الله ٠ تاسوته يوه چا تر ننه ويلي چه مه وايه چه :
لااله الا الله ٠
او که د يزيد په ډول پاجاهۍ ته ستاسو هوا کيږي ٠
هو د مال حفاظت فرض دي ٠ نه دا معنا چه جهاد ٠ د مال حفاظت نن قانون کوي
د افريقا په دښت (سحارا)کښي که دلس مالدارو کږدۍ وي او يوه کور د بل د کږدۍ څه غلا وکړي ٠ جهاد ، جنک نه شروع کيږي ٠ يوه ملي جرګه ،محلي جوړه لري ٠

دا ښه پوښتنه ده
[quote:445d9860ca]كه د كفري مستعمرينو ترور كول د اسلامي خاروي څخه ناروا عمل وي او اسلام ددي اجازه نه وركوي نو پدي خبره د عقيده لرونكو څخه هيله كوم چه خپل دلائل راميدان ته كړي. [/quote:445d9860ca]
هو که څوک ترور کوي يعني Assassination بېله شکه ترور قتل دۍ ٠
هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ اما جهاد فتوا غغوواړي ٠ شيخ الحديث په کابل تاست دۍ ، تر نن ورځي پوري هيڅ منلي عالم يا امام فتوا نده ورکړي د جهاد
يوه پردي خارجي د سعودي باغي فتوا زه شخصأ نه سمه منلای ٠ که د افغانستان
علما ئې ومني ٠ بيا ماته واجبه ده چه منم به ئې ٠
حدثنا هيثم بن خارجة، حدثنا رشدين بن سعد، عن عبد الله بن الوليد، عن ابي حفص، حدثه انه، سمع انس بن مالك، يقول قال النبي صلى الله عليه وسلم ان مثل العلماء في الارض كمثل النجوم في السماء يهتدى بها في ظلمات البر والبحر فاذا انطمست النجوم اوشك ان تضل الهداة‏.‏

حدثنا محمد بن يزيد، انا عاصم بن رجاء بن حيوة، عن كثير بن قيس، قال قدم رجل من المدينة الى ابي الدرداء وهو بدمشق فقال ما اقدمك اي اخي قال حديث بلغني انك تحدث به عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال اما قدمت لتجارة قال لا قال اما قدمت لحاجة قال لا قال ما قدمت الا في طلب هذا الحديث قال نعم قال فاني سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من سلك طريقا يطلب فيه علما سلك الله به طريقا الى الجنة وان الملائكة لتضع اجنحتها رضا لطالب العلم وانه ليستغفر للعالم من في السموات والارض حتى الحيتان في الماء وفضل العالم على العابد كفضل القمر على سائر الكواكب [u:445d9860ca]ان العلماء هم ورثة الانبياء [/u:445d9860ca]لم يرثوا دينارا ولا درهما وانما ورثوا العلم فمن اخذه اخذ بحظ وافر حدثنا الحكم بن موسى حدثنا ابن عياش عن عاصم بن رجاء بن حيوة عن داود بن جميل عن كثير بن قيس قال اقبل رجل من المدينة فذكر معناه‏.‏

ولي جه علم په مثال د سپوږمۍ دي ٠ او طالبي حزب په مثال د ستورو ٠ نو چه سپوږمۍ وي ٠ د ستوري ړنا هيڅ شئ هم نه ده ٠ او طالباب نو کښي علما نسته د نامه
څه ئې معلوميږي ٠ علما ټوله په کابل کښي ناست دي ٠ تر طالب وکيل احمد ، عبدالحکيم مجاهد پوري ٠
او علما وارث د انبياوو دي ٠ ستاسو علم څوک دۍ ٠ قاضي حسين احمد هم ويل چه طالبان زما زامن دي ٠ هغه هم پر خپلو زامونانو ږغ کړي دۍ چه جنګ بند کړي ٠
که چيري جهاد واي ٠ او د جهاد د بنديدو ږغ ئې کړي وای نو بيا دئ په فاسقانو کښي حسابيدۍ ٠
چه يو عالم او قاضي ږغ کړي جه هلکانو جنګ بند کړي ٠ نو بېله شکه چه بيا نو ترور
دۍ ٠ اوهر څوک چه په افغانستات کي جنګ کوي قاتلان دي ٠

داشېرينه ده چه ليکي

[quote:445d9860ca]هغه كفار چه د مسلمانانوپه خاوره كښې اوسيږي او عهد ورسره شوي وي نو د هغوي په خلاف هر اړخيزه مبارزه چلول د اسلام خلاف دي ځكه اسلام په عهد وفا كولو باندي ډير زور كړي او عهد باندي نه وفا كول د منافقينو له علامو څخه ښودلي[/quote:445d9860ca].
عهد لاتور بولې که سپين ٠ د ملت شيخ الحديث شينوار،کرزي ،سياف ،رباني ،حاجي دين محمد ،پير خرابات شيرزی ، پير صاحب کېلاني ،٠٠٠٠٠٠٠٠٠

[quote:445d9860ca]دلته د يوي خبري يادونه كوم او هغه دا چه اسلام هغه اخرني اسماني دين دي چه تر ورځ د قيامت پوري راتلونكو انسانانو لپاره ئي د ژوند د تيرولو اصول ايښي دي. او د اهدافو څخه ئې غټ هدف دادي چه انسانان هغه څه ته متوجه كړي د كوم لپاره چه پيدا شوي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِي (الذاريات56) [/quote:445d9860ca]
متوجه کوې ئې او که ترتېغ ئې باسې وروره ٠
زور مه کوه ٠ لا اکراه في الدين ٠ شاباس ٠ متوجه کوه ئې خپل تبلغ کوه او بس ٠

[quote:445d9860ca]ګرانو لوستونكو ستاسي توجه يو بلي خبري ته هم راړول غواړم او هغه دا چه د فقه په كتابونو كښې په بعض مسئلو كښې قاضي ته اختيار وركړي شوي دي چه يو مجرم د مصلحت په بنياد د سزا وركولو څخه ورسته د خپل كلي څخه د څه وخت لپاره ترور كړي د مثال په ډول د زنا په مسئله كښې كه زاني واده نه وي كړي نو د دورو وهلو څخه ورسته قاضي كولي شي د څه وخت لپاره ئې د خپل كلي څخه ترور كړي.

زما په نظر [نور الله عالم دي] د عادل ورور مقصد به د كفري مستعمرينو ترور كول د مسلمانانو له خاروي څخه وي. او ددي كار په فرضيت كښې كوم شك نشته. [/quote:445d9860ca]
دغه جملې دي ليکلي چه د ګوريخت لار ځانته پيدا کړي ؟؟؟٠ ترور او د وطنه فرارول
دوه جلا حالته دي ٠ هو حکومت حق لري چه فاسق له وطنه فرار کړي ٠
دا د ترور لغت دي بيا ولي دفراره کولو په معنا کارولې دۍ ٠
ترور يوار په جهاد ترجمه کوې بيا ئې په فرار کولو ترجمه کوي ٠


نقاد
31.03.2005

سبحن الله ، ما شأالله ، حليمي صاحب سلام پر تاسې و رحمت الله و برکاته !
څاروان صيب چې ظاهرأ د طالب جان ځای ناستې ته کانديد او بډوهلی ښکاري،
ليکتوګه او استدﻻل يې هم ډير ورته بريښي، د طالبانو په دوديزه توګه د جنګ جګړې او ترهګرۍ اور ته د جهاد په نامه لمن وهي ، زيار باسي له جنګ ، ترور او جهاد څخه د بوسو ، پروړې او شفتلو ګډوله جوړه کړي اود څاروان په توګه يې په خپلو څارويو باندې وخوروي . د جګړې اور ته د هغه پر لمن وهلو باندې نن تاسو ډيرې سړې اوبه واړولې، جهاد، موله ترهګرۍ او د جنګ جګړې له نورو ډولونو څخه په روښانه توګه بيل کړ اودا هم په ډاګه شوه چې ددې بيلو شيانو ګډول بي غرضه نه دي . الله تعالی دې تاسو ته ددغه علمي جهاد ډيره ډيره مجرا درکړي .
ايمان مو نصيب، جنت الفردوس مو په برخه ، صحت مو ښه، بچي مو لوی او کور مو ودان حليمي صاحب .



څاروان
31.03.2005

3۱-3-2005

حليمي صيب د غرونو قدر سلامونه درليږم خداي دي وكړي چه د وعليكم السلام په ويلو دي خوله پري وه شوري
روروه دا[color=darkred:f22ec5ba0b] بن لادن او القاعدي [/color:f22ec5ba0b]موضوع ته د صليبي مستعمرينو او مريدانو لخوا هوا وركړي شوي او په دنيا كې هر ټكه چه وشي نو د همده په سر ورتپل كيږي خو د تعجب خبره دا ده چه د دنيا اكثر ملكونه د امريكايانو څخه بيريږي او امريكايان بيا د يو داسې چا څخه ويره لري لكه د پيريانو په شان نه ئې څوك ليدي شي او نه ئې چا ته د وګړو او حكومتې تشكيل په اړوند معلومات كيږي او په دنيا كې د صليبي ښكيلاكو ځواكونو لپاره د مرګ هيولا ده.
حليمي صيب [color=white:f22ec5ba0b]زما ليكنه د بن لادن په اړوند نه وه بلكې د كفارو ترور كولو په اړوند وه نو د بن لادن موضوع منځ ته را اچولو د بحث اورګاډي د خپلي پټلي څخه اړوي[/color:f22ec5ba0b] نو زه ئې په اړوند نور څه ليكل نه غواړم.

حليمي صيب ستا په ليكنه كې ډيري زياتې پوښتني دي چې اكثره ئې په پدي بحث پوري هيڅ تړاو نلري خو بيا هم يو څه مختصر شانته ليكنه به وكړم.

وروره كه زما ليكنه وه ګوري نو [color=indigo:f22ec5ba0b]ترور پكې د شړلو او استلو معنې وركوي [/color:f22ec5ba0b]نو د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو د مسلمانانو له خاوري څخه ئې ترور كول [شړل او ايستل] پر مسلمانانو فرض دي لكه څنګه چه د انګريزانو او روسانو ايستل د افغانستان څخه پر مسلمانانو فرض وه او همدارنګې د يهودوهغه دري قبيلي ايستل د مديني منوري څخه چې د رسول عليه السلام په وخت كې شوي، په تاريخ كې تر اوسه كفارو د مسلمانانو ځمكې په خوښه نه دي پريښودلي بلكې د مسلمانانو لخوا د وسلوالي مبارزې مجبوره كړي چه ووځي او همدا مبارزه كونكو باندي د مستعمرينو او مريدانو لخوا مختلف نومونه ايښودل شوي چه د اوسني عصر صليبي ښكيلاك او مريدانو ئې د [color=darkred:f22ec5ba0b]تروريستانو او ارهابيانو[/color:f22ec5ba0b] نومونه ورته غوره كړي لكه څنګه چه روسانو د چيچينا او اسرائيلو د فلسطين او هندوانو د كشمير مجاهدين پري نوموي نو په [color=brown:f22ec5ba0b]وسلواله مبارزه كې حلوا نه ويشل كيږي [/color:f22ec5ba0b]مړي او جنګ پكې ضرور وي. او [color=darkblue:f22ec5ba0b]همدغي جنګ ته زه جهاد وايم خو كفري مستعمرين او مريدان ئې وحشت بولې[/color:f22ec5ba0b] كه هغه په افغانستان كې دي او كه په عراق كې او كه په فلسطين كې او كه په چيچينيا او كشمير كې.
[color=indigo:f22ec5ba0b]حليمي صيب كه د خپلي خاوري، دين، او ناموس څخه دفاع كولو جهاد نه وي نو د روسانو په خلاف جنګ ته به تا هم په زرګونو ځله جهاد ويلي وي. هغه ولې [/color:f22ec5ba0b]؟؟كه هغه وخت جهاد بلل كيده او اوس كومه نوي وحي درته شوي او دا پكې منسوخ شوي.؟؟
[color=darkred:f22ec5ba0b]راځم ستاسي مبارك لخوا د ذكر شو خلكو خوا ته.[/color:f22ec5ba0b][color=white:f22ec5ba0b]شينواري ملا صيب:[/color:f22ec5ba0b]
[color=blue:f22ec5ba0b]حليمي صيب چه ته نن د شينواري ملاصيب خبره مني نو ايا د روسانو په وخت كې د ببرك لخوا جوړه شوي د علماء د شورى پريكړي دي هم منلي؟؟[/color:f22ec5ba0b] او كنه فقط د نني بادارنو لخو د جوړي شوي شورى پريكړي درته د سر په سترګو قبولي دي.
[color=white:f22ec5ba0b]كرزي او شيرزي:[/color:f22ec5ba0b]
حليمي صيب له اوسه دي پوهوم چه ز ما د ماما كورني قندهارينا دي نو دغه څيري ډير ښي پيژنم چه[color=darkblue:f22ec5ba0b] عمده پلرني كسب ئې سګوانې وه[/color:f22ec5ba0b]. د ۲۰۰۲ عيسوي كال د ۱۲ مياشتي په شروع كې د كوچني اختر ورځي وي زه په قندهار كې وم او د شيرزي صيب ميلمستون ته ورغلو خو [color=darkred:f22ec5ba0b]شيرزي د هغه سپو د جنګ په ننداره مصروف وه[/color:f22ec5ba0b] چه د پاكستان د كوټي د چمن، پشين او سرخاب څخه [color=darkred:f22ec5ba0b]د والي صيب په بلنليك قندهار ته راغلي وه.[/color:f22ec5ba0b]
[color=white:f22ec5ba0b]كرزي[/color:f22ec5ba0b] صيب هغه تصوير خو ډير مشهور دي چه د [color=white:f22ec5ba0b]المانيانو سره يوځاي د شرابو څښلو [/color:f22ec5ba0b]په وخت كې ترينه ايستل شوي نو[color=darkblue:f22ec5ba0b] د كوم هيواد حاكمه ډله په خپله حرام كارونه تر سره كوي په هيواد كې به اسلامي قانون څنګه ومنې.[/color:f22ec5ba0b]
دلته يوه كيسه راياده شوه چه د سعودي پاچا فيصل ته د يو اسلامي هيواد ولس مشر راغلو او د مدد غوښتنه ئې ترينه وكړه فيصل په جواب كې ورته وويل په هيواد كې د اسلامي قانون حاكم كړه چه څه غواړي زه به ئې دركړم خو د هغه هيواد ولس مشر ورته وويل چه دا كار ممكن نه دي ځكه [color=white:f22ec5ba0b]زه بيا په چپ لاس خط نه شم ليكلي.[/color:f22ec5ba0b]
كرزي صيب او څه نور هم هر وخت [color=darkred:f22ec5ba0b]چوكۍ[/color:f22ec5ba0b] ته دا لنډي زمزمه كوي:

[color=darkblue:f22ec5ba0b]ملنګ دې وې فقير دې وې كچكول مې ګرځولى چې ته وي راسره
په كلي په كوڅو كې مې خيرونه ټولولې چې ته وى راسره[/color:f22ec5ba0b]

[color=white:f22ec5ba0b]سياف او رباني:[/color:f22ec5ba0b]
ټولو افغانانو ته دا خبره ددي دوه څيرو په باره كې ښه ثابته ده چه دغه دواړه په خولو كې څو ژبې لري او په ميدان كې د هغه چا لوري ته ورځي چه پيسي وركوي كه پرون د عربانو په لمونو كې پراته وه نن د صليبي ښكيلاكو په مخ كې لاس په نامه ولاړ دي او سبب ئې يو دي چه هغه ددوي د زړونو ارام ((پرون ريال او نن ډالر)) او دوي خو [color=darkred:f22ec5ba0b]اوس د تيري ورځي ياروانو [عربانو] ته داسي وايې:[/color:f22ec5ba0b]
[color=indigo:f22ec5ba0b]اوس په دې يو كلي كې نه ځايږو دواړه
تانه مرور يمه مه راكوه غاړه[/color:f22ec5ba0b]

[color=white:f22ec5ba0b]دين محمد:[/color:f22ec5ba0b]
روڼو دين محمد هغه شخصيت وه چه يو وخت د پښتونخوا د شمشتو په كيمپ كې د يو شينواري ډريور د غوږونو تودولو څخه ئې ورسته د سوكانو او څپيړو باران پدي سبب پري جوړ كړو چه د سندرو كيسټ ئې غږوله چه ورسته بيا حاجې صيب د نوموړي د ټيپ څخه هم د خان ګل خولي جوړه كړه خو [color=brown:f22ec5ba0b]د اوسني صليبي ښكيلاكو او مريدانو ماليشونو [/color:f22ec5ba0b]حاجې صيب دومره نرم كړي چې د غربي انجوګانو كې كاركونكو جينكو سره په يو ميز ډوډي خوړل او پداسي حالت كې ورسره عكسونه اخيستل چې د حاجې صيب په چپه اوږه د يوي محترمي لخوا تكيه شوي وي او حاجې صيب ورته داړي جنګې كړي وي خو دا كارونه ورته كوم جرم نه ښكاري لكه څنګه چه د كفري مستعمرينو سرغنو ته پټګې تړل ورته كوم جرم نه ښكاري . پوهيږو چه دا كار د دوي په فكر هيڅ كوم جرم نه دي لكه څنګه چه د هيواد د جالي بابا لخو د كفري مستعمرينو په سينو د ازادي نيشانونه ورټومبل كوم جرم نه دي.
[color=darkred:f22ec5ba0b]بله دا چه نومړي شخصيت د خالص بابا د جيب پوچ كارتوس دي، [/color:f22ec5ba0b]خالص بابا د خپلو داسي ملګرو په اړوند داسي وايې:

ماوي چه باز دى خو ټپوس وختو
په دوسانو كې دوس وختو
د امريكا په ډالر ونڅيدو
د خداي له مرستي نه مايوس وختو
په جهادي هدف ئې لوبي وكړي
د خداي له مرستي څخه مايوس وختو
خالص د بل چا نه ګيله نه لري
پوچ ئې د خپل جيب نه كارتوس وختو

حليمي صيب اوسني صليبي ښكيلاكو ځواكونه او مريدان ئې [color=blue:f22ec5ba0b]له تيري دريو كلو راهيسي په هيواد كې د ډيموكراسۍ ډانډس ډزوي خو زمونږ د سترګو دربينونه او د غوږو رادارونه لا دومره نه دي ويجاړ شوي[/color:f22ec5ba0b] چه ددوي حقيقي څيري او اوازونو په پيژندلو كې لاره وركه كړي.
[color=white:f22ec5ba0b]هره كورني ناوي كورته په ډيره خوشحالي راولي خو د څو كلو په تيريدلو سره كه د ماشوم زيږندنه منځ ته رانه شي اود شنډ طرف تشخيص هم نه په ګوته كيږي نو سړي د بل واده په فكر كې شي نو ګرانو لوستونكو همدغه حال زمونږ په هيواد كې هم دي خو د چا سر پدي نه خلاصيږي چه كوم طرف شنډ دي، ډيموكراسۍ او كه خاوندان ئې.[/color:f22ec5ba0b]

او [color=darkred:f22ec5ba0b]حليمي صيب يوه پوښتنه لرم [/color:f22ec5ba0b]او هغه دا چه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور كول [شړل او ايستل] د مسلمانانو له خاوري څخه روا عمل دي او كه ناروا كه روا وي نو د اوسني صليبي مستعمرينو دملاتړل څخه بايد لاس واخلي.او كه ناروا وي نو په درناوي درڅخه غوښتنه كوم چه خپل دلائل راميدان ته كړي.
حليمي صيب يوه خبره بايد ياده ولري چه د بحث شروع ددي موضوع د جواز او عدم جواز په اړوند ده چه د كفارو ترور كول [شړل او ايستل] د مسلمانانو له خاوري څخه نه د بن لادن او طالبانو په اړوند نو خبره به د اوس كو نه د پرون د طالبانو په اړوند تاريخ خپله پاڼه اړولي او اوس د صليبي ښكيلاكو ځواكونو او مريدانو كارنامي ثبتوي.

د ګران هيواد افغانستان څخه د صليبي ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور كولو په هيله

يوسف څاروان



ع کريم حليمي
31.03.2005

ځاروانه وعليکم دي سلام پسله سلامه
دغه د فقي ماده چه تاسو ليکلې چه :
((ګرانو لوستونكو ستاسي توجه يو بلي خبري ته هم راړول غواړم او هغه دا چه د فقه په كتابونو كښې په بعض مسئلو كښې قاضي ته اختيار وركړي شوي دي چه يو مجرم د مصلحت په بنياد د سزا وركولو څخه ورسته د خپل كلي څخه د څه وخت لپاره ترور كړي د مثال په ډول د زنا په مسئله كښې كه زاني واده نه وي كړي نو د دورو وهلو څخه ورسته قاضي كولي شي د څه وخت لپاره ئې د خپل كلي څخه ترور كړي. ))
په نن عصر کيږي کار نه ترې اخستل کيږي ٠ او امکان هم نه لري ٠ چه تطبيق شي
ولي چه نن سرحدات سته پاسپورټونه سته هيڅ ملک د بل ملک مجرم او غله ته
ځاي نه ور کوي ٠ دا فقه دي بلا صلاصه ده ٠ عمل نه په کيږي٠
او فقها وو چه فقه را ايستلې ايات شريف ئې دغه دۍ ٠ صغه دامر نسته پکښې
او د ترور (assassination ) لغت هم نسته پکښې
بسمه تعالی ٠ إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَاداً أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ [color=brown:4bcb82c7d8]أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ [/color:4bcb82c7d8]ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
دلته ترور چيري دۍ ٠
قران ته دي نوې قاموس پيدا کړي دي ؟؟؟؟
مقدس جنګ ته جهاد ويل کيږي ٠ که چيري د لمانځه او داسه او د لااله الا الله مخه
څوک ونيسي ٠ نو مقدس جنک شروع کيږي ٠
نوري خبري نسته چه تر څو داثابته نه کړې ٠ چه په کوم ايات تاسو ترور فرض کړي
دي ٠ ستا د خداي په کتاب کښي لاس وهنه کړې ٠ چه دا پخپله يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ
کښي راځي ٠ و دي شړي چيري ٠ او د ترور حق څوک نه لري ٠ چه ترور دي کړي ٠



ع کريم حليمي
31.03.2005

ډېر قدرمن او ښاغلې نقاد صاحب سلامونه او ښې هيلي
خدای دي غم مه راکوه کور دي ودان ٠ او مننه ستاسو د ښه حسن نيت څه
تاسو وينۍ چه حضرت څاروان اصولو کښي لاس وهنه کوي ٠ د قرأن او فقي په اصولو بازي کوي ٠
موږ او تاسو اخلاقأ نشو کولې چه داسي کار وکړو ٠ ولې چه اصول اجازه نه راکوي
او يا لغاتونه داسي ترجمه کړو ٠ چه زموږ خوښه وي ٠
د خپل يوه ډالر د کټي لپاره د بل سل مليونه ور برباد کوو ٠ چه لوی خيانت دې
تخت سليمان که بر باد مې رفت ٠ اخر بر باد رفت
نو چه سليما د تخت او بخت سره خاوري سوو ٠ ډيره لويه سادګي به وي چه څوک
اصول خرابه وي ٠ د داکوتا ژوند لپاره ٠
ستاسو د خوشخاله او ارام ، ژوند په هيله (په دې دنيا او عقبی )



ع کريم حليمي
01.04.2005

څاروان وروره سلام

اول دي وليکل چه :د الله او د مؤمنانو دښمنانو ترور كول د هر مسلمان فرض دي ٠
اوس بيا ليکې چه پر خاوره او ناموس جهاد روا بولې ٠
سند او حوواله راوړه ٠ نور زهمت مه کاږه يو ايات شريف موږ لوستونکو ته وليکه
زه سل په سل کښي پوهېږم چه ايات نسته
زما درته سلام دۍ ٠ نو ځان تيار که د الله او دالله د رسول وجنګ ته !
يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ ٠ د ټول افغان د پاڼي قاضي حق لري ٠ چه و دي باسي د دې پاڼي څخه ٠ ولي چه تاسو جنګ دالله او د رسول سره کوۍ

[quote:5579021fb2]حليمي صيب كه د خپلي خاوري، دين، او ناموس څخه دفاع كولو جهاد نه وي نو د روسانو په خلاف جنګ ته به تا هم په زرګونو ځله جهاد ويلي وي. هغه ولې ؟؟كه هغه وخت جهاد بلل كيده او اوس كومه نوي وحي درته شوي او دا پكې منسوخ شوي.؟؟ [/quote:5579021fb2]
روس د اسلام سره جنک وو ٠ ترکي اسلام په خوله هم نه منلۍ ٠ چه کمونيسټ نه وای
حربي کيدالې نشواي ٠ روسان ملحدان وه او افغاني ملګري ئې هم اکثره ملحدان
وه ٠ نو جهاد وو٠ پر خاور ه مي جهاد نه وو اعلان کړي ٠ پر خاور سياسي جنګ کيږي
نه جهاد ٠ خاور زموږ مال دي او د مال ساتل فرض دي ٠ د افغان خاوره د 2800000
افغانانو په شراکت ده که په سلو کښي 51 د جنګ اعلان وکړي ٠ زه ئې هم ملګرئ
يم ٠ او يوازي د طالب ، يوه نامعلومه سړي (څاروان )په خوله وطن نه خرابه وم
از دوز ګرفتم پالبن بورد٠ د کرزي څخه ئې واخلم لادن ته ئې ورکم ٠ وهوا

[quote:5579021fb2]راځم ستاسي مبارك لخوا د ذكر شو خلكو خوا ته.شينواري ملا صيب:
حليمي صيب چه ته نن د شينواري ملاصيب خبره مني نو ايا د روسانو په وخت كې د ببرك لخوا جوړه شوي د علماء د شورى پريكړي دي هم منلي؟؟ او كنه فقط د نني بادارنو لخو د جوړي شوي شورى پريكړي درته د سر په سترګو قبولي دي. [/quote:5579021fb2]
که دشيخ الحديث ونه منم ٠ نو تاسو و منم ٠ که شيخ الحديث ږغ نه لري ٠
ستاسو ولي نعرې دي ٠ په دا کوچنۍ شمله
که تر شيخ الحديث ستاسو ايمان قوي وي ٠ بيانو څرنګه د شيرزي مهمان خانې ته
ځې او دهغه داحرامه ډوډۍ په کېډه کښي اجوي ٠ چه دغه حرامه غذا دوږخ ته ځي او تاسو به هم ورسره ځۍ ٠ د خېټي په خاطر ٠ مزاحمان امريکايانو چه د طالبانو پر نواميسو حملي کړي ٠ او ته ئې په مهمان خانه کښي [color=cyan:5579021fb2]شراب او طعام[/color:5579021fb2] خورې (أكل و شرب )



څاروان
02.04.2005

2-4-2005

حليمي صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

ما خپل نظر د ترور په اړوند په خپله لومړي ليكنه كې په ګوته كړي او په دوهمه ليكنه كې مې دا خبره هم په ګوته كړي چه زما په تيريه ليكنه كې ترور د شړلو او ايستلو په معنى دي خو چه تاسي تر اوسه هم د احساساتو په پيدرو باندي روان يې زه څه وكړم؟
[color=darkred:f64052e3a6]زما د تيري ليكنې خلاصه خبره دا وه[/color:f64052e3a6] چه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور [شړل او ايستل] د مسلمانانو له خاوري څخه په مسلمانانو فرض دي او په مختصر ډول د دليل په توګه مې د افغانستان څخه د انګريزانو او روسانو ترور [شړلو او ايستلو] فتوى او د مديني منوري څخه د يهودو دري قبيلو (بني نظير، بني قريظه، بني مستطلق) ترور [شړل او ايستل] د نبي عليه السلام په وخت كې ورته اشاره كړي وه چه تاسي ته د منلو وړ نه دي ځكه [color=white:f64052e3a6]هر سړي په خپلو انډيولانو خپه كيږي او پر خلاف ئې هره خبره له برداشت څخه بهر بولي.[/color:f64052e3a6]

ستاسي ليكنه پر دي دلالت كوي چه د كفري مستعمرينو خلاف وسلواله مبارزه ستاسي په فكر وحشت او د اسلام خلاف كار دي خو مستعمرين په هر وخت كې په مستعمره شوي قوم كې دي فكري ته دعوت كونكې له وړاندينه ئې تربيه كړي او كوي ئې. چه تر څو دعام وګړو نظر واړوي.

[color=darkred:f64052e3a6]حليمي صيب په ټول افغان كې د جهاد په اړوند ستاسي ليكنه [/color:f64052e3a6] مې لوستي ده او ستاسي علميت او زړورتيا او د مجاهدينو په اړوند نظر مې له همغي ليكني معلوم كړي او هغه موضوع دلته نه راسپړم خو دومره درته وايم چه ورځ د قيامت شته او هر سړي به د خپلي ليكني جواب وركړي ځكه زمونږ هر كړه ثبتيږي:
[color=white:f64052e3a6]مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (ق18)[/color:f64052e3a6]
حليمي صيب په ليكنه كې دي د ډيرو خبرو ترڅنګ پدي خبره هم سترګې پټي كړي چه [color=indigo:f64052e3a6][[[حليمي صيب چه ته نن د شينواري ملاصيب خبره مني نو ايا د روسانو په وخت كې د ببرك لخوا جوړه شوي د علماء د شورى پريكړي دي هم منلي؟؟ او كنه فقط د نني بادارنو لخو د جوړي شوي شورى پريكړي درته د سر په سترګو قبولي دي.]]][/color:f64052e3a6]

او كه دغه مليان هم ملحدان وه. كه ته په همدي فكر وي نو بيا چه د روسانو تر څنګ ناست مليان ملحدان وه نو د صليبي ښكيلاكو ځواكونو مليان ولي ملحدان نه ګڼي سره ددي چه دواړه ډلو مليانانو باداران كفار دي.

[color=white:f64052e3a6]كه روسانو د اسلام خلاف جنګ كولو[/color:f64052e3a6] نو اوسني صليبي ښكيلاك ځواكونه په لسګونه طريقي د اسلام د ختمولو لپاره استعمالوي او همدي جنګ ته خو بوش لعين خپله هم صليبي جنګ ويلي همدارنګې كه د روسانو خلاف جنګ جهاد وه نو د اوسني ښكيلاكو كفري ځواكونو خلاف جنګ هم جهاد دي، هر كس پوهيږي چه څنګه د روسانو انډيوالانو د خپلوبادارانو خلاف جنګ ته وحشت ويلو او كونكو ته ئې اشرار ويل همداسي د اوسني صليبي ښكيلاكو ځواكونو انډيوالانو ددوي د بادارانو خلاف جنګ ته وحشت وايي او كونكو ته ئې ترورستان او ارهابيان وايې. او مجاهدين د كفري مستعمرينو د ترور كولو او ويرولو لپاره خپله مبارزه په هر وخت كې چلولي او چلوي به ئې.

حليمي صيب [color=brown:f64052e3a6]د شيرزي هجري ته زما ورتګ [/color:f64052e3a6]د څه هدف لپاره وه؟؟ دا ځانته سوال دي. او [color=white:f64052e3a6]د پرديو په حرامه ډوډيو خيټه ډكول[/color:f64052e3a6] د كفري مستعمرينو د تالي څټونكو او ددوي نه دفاع كونكو كار دي نه د هغه چا چه د وخت دجال ته د سر كښته كولو پر ځاي د ځان لپاره د عزت مرګ غوره ګڼي. كه وخت راغي نو د صليبي ښكيلاكو ځواكونو تالي څټونكو وحشي كارنامو ډير ثبوتونه به درته په مخ كې كيږدم. چه دغو خلكو خپلو بادارانو ته د محبوب كيدو په خاطر تر سره كړي.

حليمي صيب ليكي: (((مزاحمان امريکايانو چه د طالبانو پر نواميسو حملي کړي)))
حليمي صيب چه خپله پري قانع ئې چه دغه وحشيانو د طالبانو پر ناموسونو تيري كړي نو بيا ولي د همدغي وحشيانو څخه دفاع دي پرځان واجب ګرځولي؟ [color=darkblue:f64052e3a6]ولي دي د زړه د سترګو په مخ كې ببرڅټي ولاړ دي؟؟ [/color:f64052e3a6]
د اوسني صليبي ښكيلاكو ځواكونو ختمول الله پاك ته هيڅ سخت نه دي او زما دا يقين دي چه الله پاك به داقوم هم ختم كړي لكه څنګه چه نور جابر قومونه ئې ختم كړي:
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِنْ مَحِيصٍ (ق36) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ (ق37)

[color=blue:f64052e3a6]په اخر كې حليمي صيب فقط د يوي پوښتنى جواب په مختصر ډول راكړه:[/color:f64052e3a6]
[color=white:f64052e3a6]د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور [شړل او ايستل] د مسلمانانو له خاوري څخه د اسلام له نظره جواز لري او كنه؟[/color:f64052e3a6]

هدايت حق ته د الله پاك په لاس كې دي:
قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلْ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَمَّنْ لَا يَهِدِّي إِلَّا أَنْ يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ (يونس35) وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنْ الْحَقِّ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ (يونس36)

د ګران هيواد افغانستان څخه د صليبي ښكيلاكو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

څاروان



څاروان
02.04.2005

[color=white:f74e859843]نقاد[/color:f74e859843] وروره له سلامونو څخه ورسته

وروره د كومي [color=darkred:f74e859843]ډيموكراسۍ ډانډس[/color:f74e859843] چې تاسي ډزوي او په ليكنو كې فقط د يوبل ستاينه كوي نو يو شاعر چه په داخل د افغانستان كې اوسيږي د دغه ډيموكراسۍ ستاينه داسي كوي:

چې هېڅ ويلى نشو همدغه مو بې وسي ده
ښايسته ديموكراسۍ ده او ښايسته ديموكراسۍ
احساس دلته غلام دى او ضمير دلته غلام
خندا دلته غلامه ده او وير دلته غلام
لښكر دلته غلام دى او امير دلته غلام
[color=indigo:f74e859843]مريد به خود غلام وي چې وي پير دلته غلام
دا يو او بل چې ستايو همدغه مو پاليسي ده
ښايسته ديموكراسۍ ده او ښايسته ديموكراسۍ [/color:f74e859843]

[color=white:f74e859843]حقيقت دي چه پير غلام وي نو مريد به ئې ضررو غلام وي او مريد بايد د پير ستاينه وكړي[/color:f74e859843].

د ګران هيواد افغانستان څخه د صليبي ښكيلاكو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

څاروان


نقاد
06.04.2005

څاروانه وروره سلام !
څنګه چې ترور شړلو او ويستلو ته نه وايي، دغسې ملي او اسلامي اولسواکي هم امريکايي او يا اروپايي ديموکراسۍ ته نه ويل کيږي .متل هم وایی چې هر سور ږیری ملاشاګل نه دی، دغسې نه د اولسواکۍ ملي خصلت ، نه اسلامي خصلت او نه هم دهغې خپل آزادانه خصلت د پردیو واک او واکمنۍ ته په هیواد کې اجازه ور کوي . نو بیخي بیځایه ده چې تاسو د ملي او اسلامی ولسواکۍ غوښتنې ته د لیبرالې لویدیزې دموکراسۍ ډانډس ووایاست او یا له هیواد څخه په زوریا سوله ییزه توګې سره دیوه افغان یا بهرنیانو ویستلو ته د هغه ترور کول وایاست. له هیواد څخه ویستل پخپله یو روښانه مفهوم (پوهیځ) دی ، نو دې ته څه اړتیا لرئ چې هغه ته ترور ووایاست؟ البته د روښانو مفاهیمو محتوا لکه اوبه خړل ول مو د ماهیانو دنیولو هدف څرګندوي، څو د ترور او ورانکارۍ چټلې اوجنایتکارې څیرې ته د هیواد د آزادۍ یا جهاد بڼه ورکړئ؟ [color=blue:0ac16f9dbc]څاروانه وروره که د ملي آزادۍ او اسلامي جهاد له شکل سره داولسواکۍ غورځنګ د محتواپه تو ګه مل او غاړه غړۍ نشي، نو د طالب او تظیمونو دا منځتشې وړۍ به موهيڅکله هم شړۍ نشي ![/color:0ac16f9dbc]


م ن غروال
16.04.2005

محترم استاد ښاغلئ عبدالکريم حليمي صاحب او محترم ورور ښاغلئ نقاد صاحب احترامات او انېکې هيلې او سلامونه ستاسو حضور ته په عرض رسوم٠
نه پوهيږم ځاروان دی او که څاروان اما ليکنه يي تاسو داسي ځواب کړې ده چې د ويلو ممکن نور څه پاته نشي اما بيا هم غواړم ستاسو په اجازه يو څه وليکم٠

ځاروان خانه وروره سلامونه ومنئ
تر ټولو لومړۍ پدې مه خواشينۍ کيږئ چې محترم نقاد صاحب د حليمي صاحب ستاينه کړې ده٠ محترم حليمي صاحب چې څومره د ستاينې وړدی هغه ممکن زمونږ قلم هم حتی عاجز وي٠ ستاسو او د ستاسو له استادانو سره به هم د حليمي صاحب د يوې کلمې ځواب نه وي هسې د غرو سرو له نيولو څه نه جوړيږي٠ خو بيا هم زما دا دوې درې جملي درته په عرض رسيږي٠
د اسلام د مقدساتو دومره ناوړه ګټه پورته کول (لکه تاسو چې په پورتنۍ خپله ليکنه کي کړې ده ) د يوه مؤمن ايمان کاملاً له منځه وړي٠ ستاسو هدف دلته د ترور څخه دا دي چې په افغانستان کي بايد د اوسني حکومت پر ضد جګړه وشي٠ او ترور ته د اسلام د مجاز حق ورکوئ او دجهاد هم ترجمه٠ لکه څنګه چې په ډير فصاحت سره محترم استاد حليمي صاحب درته په ډيره خوږه نرمه ژبه ليکلي دي نو نور د دلايلو تاسو ته د علم له مخې هيڅ هم نه پاتې کيږي٠ احياناً که ترور ته د وتلو ترجمه هم ورکړئ بيا هم ستاسو مقصد د ترور څخه هماغه ډول وژل دي کوم چې اسلام يي منع کوي او مؤمنان هم يي غندي٠
د افغانستان خلک مسلمانان دي او ننې کفري لښکرو ته ضرورت لري٠ که دا لښکرې همدا نن ووځي نو بيا به له خيره هغه د وينو ويالې وګورئ لکه چې مونږ او تاسو ټولو د سر په سترګو وليدل٠ د آنجناب حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم په وخت کي کومې غزاوې او جهادونه او جګړې چې تېرې شويدي هغه له اوسني وخت او نني د جهاد قوماندن صاحابانو او امير المؤمنينو او د افغانستان له شرايطو سره د قياس وړ نه هم دي او نه به يي څوک وکولائ شي سره په يوه تله کي واچوي٠
افغان مسلمان ملت پدې ډير ښه پوه دي چې نه جهاد شته او نه هم دحضرت عمر فاروق (رض) په شان ثاني هم کوم بل عمر! افغانستان نور د جګړې او د اسلام مدعيانو د اسلام چيغو او بغارو لپاره د اوريدو غوږونه نلري٠ دوئ خپله شاه کاري پدې څو کالو کي ملت ته وښودله نوره يي څوک نه مني٠
او پاتې شو عادل وطنمل، نو هغه وروره تاسو پخپله ياست خاطر مو آرام او جمع ولرئ٠ زما په نظر تاسو اصلاً د يوه ملي جرم مرتکب کيږئ دا چې تاسو او يا هر بل څوک چې نن سبا په ګران هېواد افغانستان کي د جګړې پلوي کوي او يا جګړې اور ته لمن وهي او بيا ستاسو په شان مفتيان چې ترور ته هم (نعوذو باالله) د جهاد لقب ورکوي، هم ملي او هم اسلام جرم تر سره کوي چې طبعيتاً انساني کار نه دي٠
زما په اند مخکي لدې چې ځان ملا ملا کړې غوره به دا وي چې لومړۍ يو څه زده کړئ او لااقل د ترور په اصطلاح ځان پوه کړئ٠ ترور يوه زشته او منفوره کلمه ده بد عمل دي انساني اخلاق يي نه مني٠ تاسو يي هم بايد ونه منئ٠ په هر حال که غواړو په ريښتيا د خپل هېواد واکې پخپله ولرو او د ورورګلوۍ ګډ ژوند ولرو او افغانستان د نور هېوادو په څير هم يو هېواد چې حد اقل د ملګرو ملتنو په کرسيو کي يي ځاي نه وي خالي، او حد اقل له خپلو ګاونډيو هېوادو سره يي وکولاي شو سيال کړو او.... او.... نو معقوله به دا وي چې جګړه و غندو او پر ځاي يي کار وکړو او د خپلو زرګنو يتيمانو کونډو او ګدايانو غم وخوروکه ستاسو او ستاسو د ملګرو په علم دا عمل د اسلام له نظره کوم ممانعت ونلري٠ والسلام او په درناوې
غروال



څاروان
17.04.2005

17-4-2005

غروال وروره سلامونه ته د وعليكم السلام او زما لخوا ئې هم قبول كړه.

[[د اسلام د مقدساتو دومره ناوړه ګټه پورته کول (لکه تاسو چې په پورتنۍ خپله ليکنه کي کړې ده ) د يوه مؤمن ايمان کاملاً له منځه وړي٠]]
غروال صيب زه افسوس كوم چه تاسي هم د تعصب نسوار اچولي او پري مست ئې. كه زما ليكنه يوځل بيا ولولي نو[color=white:0f75d042ef] پوه به شي چه څاروان ځان د ايمان څخه خلاص كړي او كه د كفري صليبي ښكيلاكو ځواكونو پښي ټينګونكو. [/color:0f75d042ef]يوه خبره شته چه ستاسي د غربي ډيموكراسۍ په دوربين كې به زه د ايمان څخه خلاص يم. كه نن ما ستاسي په څير د كفري صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه دفاع په ځان فرض عين ګڼلي وايي او د قرآن كريم احكامو ته مې شا كړي واي نو ستاسي په تله به زه هم نن د ايمان له پلوه پوره وايي.
[color=darkred:0f75d042ef]غروال ليكي:[/color:0f75d042ef]
[احياناً که ترور ته د وتلو ترجمه هم ورکړئ بيا هم ستاسو مقصد د ترور څخه هماغه ډول وژل دي کوم چې اسلام يي منع کوي او مؤمنان هم يي غندي٠]
غروال صيب ما په خپله ليكنه كې دا ثابته كړي چه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو ترور كول – شړل او ايستل- د مسلمانانو له خاوري څخه روا دي او د دغه كار لپاره له ټولو څخه زياته مؤثره لاره وسلواله مبارزه ده چه د دليل په توګه مې په افغانستان كې د روسانو او انګريزانو په خلاف د علماء شوي فتوى ته اشاره كړي وه او د عهد ماتونكو كفاره د ترور كولو جواز لپاره د دليل په توګه د مديني منوري څخه د يهودو دري قبيلي شړل پيش كړي نو اوس [color=white:0f75d042ef]كه ستاسو په نظر د كفري مستعمرينو ترور – شړل او ايستل- د مسلمانانو له خاوري څخه د وسلوالي مبارزي له لاري حرام وي نو مهرباني وكړه دلائل دي راميدان ته كړه[/color:0f75d042ef] كنه نو فقط د شنو چايو د بنډار خبري دي هيچا ته هم د منلو وړ نه دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د كفري ښكيلاكواو مستعمرينو كفارو او عهد ماتونكو كفارو وژل اسلام نه دي منع كړي .
فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (البقرة194)
وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ (التوبة12)
[color=white:0f75d042ef]نو غروال صيب كه ته په مخالف نظر وي نو د دليل په توګه څه لوستونكو ته پيش كړه.[/color:0f75d042ef]

[color=darkred:0f75d042ef]غروال ليكي:[/color:0f75d042ef]

[د آنجناب حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم په وخت کي کومې غزاوې او جهادونه او جګړې چې تېرې شويدي هغه له اوسني وخت او نني د جهاد قوماندن صاحابانو او امير المؤمنينو او د افغانستان له شرايطو سره د قياس وړ نه هم دي او نه به يي څوک وکولائ شي سره په يوه تله کي واچوي٠]

ګرانه زما ليكنه يوځل بيا ولوله كوم تشبيه چه زما په تيرو ليكنو كې ده هغه د افرادو ترمنځ نه بلكي د عمل ترمنځ ده او ددي خبري روښانه كول پكي مطلب دي چه رسول عليه السلام د كفارو سره څه كول او مونږ ورسره څه كوو.
[color=darkred:0f75d042ef]غروال ليكي:[/color:0f75d042ef]
[او پاتې شو عادل وطنمل، نو هغه وروره تاسو پخپله ياست خاطر مو آرام او جمع ولرئ٠]

غروال صيب فكر كوم چه ډير وخت ورسته ټول افغان ته دي سر راښكاره كړو خير زه به دي خبر كړم. روره ستاسي په څير ډيرو نورو راپسي نور نومونه هم تړلي لكه جلالزي، صابر ننګرهاري، طالب جان، عادل وطنمل، لړمون خوړيني او حتي هوتك صيب د عادل وطنمل په نوم ليكنو باندي دعوه وكړه خو هغه وخت مې هم دغه خبره كړي وه اوس ئې هم كوم چه ګوړه ګوړه وايي خوله به مو خوږه وي او تكړه شي خپل نفس ته همدي تكيه وركوي چه په ټول ټول افغان كې يوكس ستاسي مخالف دي خو ياد لره چه د خلكو د خولو څخه د زور لاسونه ايسته شول بيا ئې ګوره.

پاتي



څاروان
17.04.2005

په تير پسي:

[color=darkred:c2aa6b90e5]غروال صيب ليكي:[/color:c2aa6b90e5]

[زما په نظر تاسو اصلاً د يوه ملي جرم مرتکب کيږئ ... او بيا ستاسو په شان مفتيان چې ترور ته هم (نعوذو باالله) د جهاد لقب ورکوي، هم ملي او هم اسلام جرم تر سره کوي چې طبعيتاً انساني کار نه دي٠]

غروال صيب د غربي ډيموكراسۍ د ډانډس دزونكو انډيوالانو په څير دي ستاسي فيصلي هم د انصاف څخه ډكې دي.
ګرانو لوستونكو فكر وكړي د غروال صيب د انصاف څخه په ډكه فيصله كې [color=white:c2aa6b90e5]څاروان پدي د يو ملي جرم مرتګ او د انسانيت څخه بهر دي چه د كفري صليبي ښكيلاكو ځواكونو ترور – ايستل او شړل- له هيواد څخه روا بولي او دوي پدي ښاغلي دي چه په هيواد كې د كفري مستعمرينو پښي ټينګوي او ددغه خړ سيلاب په مخ كې خنډ شوي بندونه ورانوي. [/color:c2aa6b90e5]
[color=indigo:c2aa6b90e5]كه چا تله د انصاف په لاس كې دركړه
خپل ټټو د بل اس به برابر كړي[/color:c2aa6b90e5]
غروال صيب ياد لره چه دا غربي كاكا به دي د شرقي كاكا په لاره ځي خو معلومه نه ده چه به زر ځي او كه په كلاره. خو د بوش د مريدانو حال به د ليلن د مريدانو څخه ډير بد وي. كه تاسي هم لكه د نورو په شان د نني صليبي ښكيلاكو ځواكونو له قدرت څخه ويريږي نو ياد لره چه د الله پاك قدرت له دوي څخه زيات دي او الله پاك د دوي په شان ډير طاغوتي قومونه هلاك كړي:
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِنْ مَحِيصٍ (ق36) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ (ق37)
[color=white:c2aa6b90e5]غروال صيب كه ته ځان په التحاكم الى الطاغوت په كار كولو مجرم نه ګڼي نو زه ئې په ختمولو مجرم نه يم:[/color:c2aa6b90e5]
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (النساء60)

[color=darkred:c2aa6b90e5]غروال صيب ليكي:[/color:c2aa6b90e5]
[معقوله به دا وي چې جګړه و غندو او پر ځاي يي کار وکړو او د خپلو زرګنو يتيمانو کونډو او ګدايانو غم وخوروکه ستاسو او ستاسو د ملګرو په علم دا عمل د اسلام له نظره کوم ممانعت ونلري٠]

[color=white:c2aa6b90e5]غروال صيب زما له نظر د هيوادوالو خدمت له اسلام سره خلاف نه دي بلكي د صليبي مستعمرينو تولي او نصر زما له نظر د اسلام سره خلاف دي او دليل پري دا قول د الله پا ك دي:[/color:c2aa6b90e5]
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)
[color=white:c2aa6b90e5]نو اوس دي خپله خوښه چه د كفري صليبي ښكيلاكو ځواكونو تولي او نصر كوي او كه د دوي تولي او نصر كوي:[/color:c2aa6b90e5]
وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمْ الْغَالِبُونَ (المائدة56)

په پاي كې د خپلي ليكني خلاصه خبره كوم چه غروال صيب زما ليكنه يوځل بيا ولوله او دغه د تعصب د نسوارو كومه چونډي چه دي د شنډي لاندي ايښي دا لومړۍ وغورځوه. او د هغه ورسته كه بيا هم زما له نظر سره مخالف وي نو ددغه پوښتنو جواب راكړه:
1. د مسلمانانو له خاوري څخه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور – شړل او ايستل- كه حرام كار وي نو مهرباني وكړه دلائل دي راميدان ته كړه.
2. ترور په هغه معنى چه زما په ليكنو كې ئې يادونه شوي ستاسي په نظر كه غيري شرعي او حرام كار وي نو دلائل راميدان ته كړه په تيره ليكنه كې دي هيڅ كوم دليل پدي خبره نشته.
3. ستاسي له نظره جهاد څه شي دي او د چا په مقابل كې روا دي؟؟

د هيواد څخه د صليبي ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان


mahboob
17.04.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه او ښې چاري .
كه ريشتيا ووايم نو ځاروان صاحب ميدان مو يووړ ,دانور دديموكراسي مينان بيچارګان خو كوم شرعي دليلي نلري ځكه خو يي هم د قرآني آياتونو دنه ليكلو لپاره دمنطقو فورم را وايست چي په حقيقت كي له منطقه پرته هر څه (شكنځاوي) پكي شته .
هيڅ مسلمان به هم دشرعي نظام په مقابل كي دديموكراسي ملاتړ ونكړي ,دتعجب ځاي خو دادى چي ديموكراتان ديموكراسي هم غواړي او بيا دنقاد صاحب په شان خلك خو يي (نعوذ باالله ) شرعي هم بولي نه پو هيژم چي دا دوي دكوم شريعت خبري كوي چي ديموكراسي كفري نظام روا او داسلامي نظام مخالفت ته يي ملاوي تړلي ؟
خبره ښكاره ده له هيچا نه هم پټه نه ده چي اوسني حكومتي چارواكي چي په اصل كي عيسايي تالي څټي, يهودي ګوډاګيان ,دلويديځ لاسپوڅي, امريكايي ټوك خواره ,صليبي نانځكي او دپرديو غلامان به ډير ژر دهمدې ملت دقهرمانواو په ازادي مينو اصلي بچيانو له لوري دهمدې جهاد په ترڅ كي له هيواده ورك شي او بيا به دهمدې كفارو په غيژ كي پراته او دافسوس لاسونه به مروړ ي .
داسي كسان دي بيغمه نه كشيني !!!!!!! .


م ن غروال
17.04.2005

ښاغلۍ څاروان ورور وروسته له سلامو
د قرأن الکريم آيات شريف په هغه وخت کي هغه منافقينو ته او مشريکنو ته خطاب دي کوم چې د نبي الکريم (ص) له احکامو به يي سر غړونې کولې او له مشريکينو او کفارو سره به يي د اسلام مقدس دين پر ضد عمليات کول٠
د اسلام مقدس دين شرايط او د خلکو وضع او حالت په پام کي لرلۍ دي او احکام يي علمي دي يعني وروسته د غور او پلټنې تر سره شويدي او ترسره کيږي٠ مونږه افغانستان ته نه مستعمره ويلۍ شو او نه هم نا خپلواکه! سره د ټولو نيمګړتياؤ او ستونزو بيا هم د ښاغلي کرزي انتخابيدل د ولس لخوا د افغانستان ملي هويت څرګندوي٠ او ټوله دنيا يي په رسميت پيژني٠ او همدا ډول ټول اسلامي هېوادنه يي رسماً او عملاً ملاتړ کوي٠
مونږه هم نه غواړو چې کوم پردۍ پوځ زمونږ د هېواد ساتنه وکړي٠ مونږه هم نه غواړه دا نني پردي پوځيان راته هلته پراته وي اما مونږه خپله د نجيب سقوط وروسته هغه ناروا او غير اسلامي اعمال تر سره کړل چې سارۍ يي حتی په دوهمه نړېواله جګړه کي هم نه ليدل کيږي٠ مسلمان افغان ملت نن له دغو د اسلام په نامه له ګوندو يا تنظيمو څخه سپيږمو ته راغلي دي او که همدا نن دا پوځيان نن ووتل (لکه څنګه چې مې مخکي هم درته ليکلي دي او تاسو يي ځواب ندې ليکلئ) بيا به د تېر په شان په هېواد کې د وينو ويالې روانې شي او کورنۍ جګړه به وي٠
دا پوځيان نن ټول افغان مسلمان ملت غواړي٠ که مونږه په ريښتيا يوه اسلامي نړۍ درلودای لومړۍ خو به په هېواد کي زمونږه کورنۍ جګړه دومره پايښت نه مونده او بيا به لکه غرب چې د بن لادن د نيولو په پلمه افغانستان ته راننوتل نو اسلامي پوځيانو به د دوئ په شان مداخله کړې وای او زموږ ستونزه به يي حل کړې وای٠ اما له بده مرغه مونږه مسلمانان له دغه پلوه تش لاسي يو٠ او مونږه افغانان بله هيڅ چاره نه درلوده٠ همدا اسلامي هېوادونه لکه پاکستان او ايران او نور عربي حکومتونه وؤ چې زموږ د کورنۍ جګړې اور ته يي لمن وهله او هيڅ يوه اسلامي هېواد هيڅ ډول کومه داسي مرسته چې د جګړې د ختميدو او يا د هغې ممانعت او بنديدو لپاره څه يي کړي وي ، ونه کړل٠
مونږه يواځي دا په پام کي نشو نيولای چې ګواکي پوځيان کافرين دي او زمونږ په هېواد يرغلګر دي او افغانستان هم يوه مستعمره ده٠ هو! د حکومت واکې او چارې به کاملاً دومره هم خپلواکې نه وي لکه چې د داود خان په وخت کي يي چې خپلواکي درلوده٠ اما سره لدي بيا هم ننې وضع د د تېر په تناسب زمونږ لپاره خورا د مناسب وړ ده٠ که مونږه له دغې وضعې درسته او سمه ګټه پورته کړه او وتوانيدای شوؤ چې ملي اردو جوړه کړو او پوليس وروزو او مطبوعات مو آزاد وي او مالياتي سيستم مو صحيح کړ او ورور په ورو مو ملي اقتصاد وده وکړه نور به دا پوځيان په خپله مخه ځي او نړېواله ټولنه به د افغانستان غږ اوري او افغانستان به د نورو هېوادو په څېر يو هېواد وي چې خپله ځانته به يوه سياسي غير منسلکه ګړنلاره لري او د اولسواکۍ په مټ به د خپلو کورنيو او باندنيو چارو پوره د تصميم واکمن وي٠ هله که چا په افغانستان تېرۍ وکړ او يا يي هم يرغل، هغه به هرمرو ځانته وخت وي او ځانته هم خبرې! اما نه اوس! اوس عجب بد بل شرايط دي او بل وخت دي چې افغانستان په حقيقت کي خورا بې چاره دي٠
جهاد پرته له له تاسو غوندې سخت دريځو مسلمانو بل کوم عالم د اسلام په نړېواله کچه چا هم دا د جهاد فتوأ په افغانستان کي منلۍ دي؟ البته چې نه! او د نني جګړه مارو ډلو ټپلو به هيڅ يو اسلامي هېواد هم پلوي ونکړي٠
د ښاغلي محترم حليمي صاحب د شرعي ارشاداتو په قول مونږه د جهاد کوم امام او امير نه لرو٠ د جهاد فرضيت فردي نه بلکې يوه اسلامي علمي فتوأ ته ضرورت لري چې پرته د طالب او د طالب ډوله خلکو نور په نړېواله کچه يي هيڅ يو اسلامي هېواد هم نه منياو نه به يي پلوي وکړي٠
دمبارکو آياتنو ليکل ستاسو لخوا هيڅ وخت په افغانستان کي د جهاد معنی نلري٠ که چيرته دا معني يي درلودای نو نور به څو زره اسلامي علمأ په نړۍ کي حضور ولري چې دا د جهاد فتوأ ورکړي؟ هغوئ هم علمأ دي او وايي چې خپله افغانان دا زمينه مساعده کړه چې غربيان يي خاورې ته په زور او بمباريو ورننوتل او دا همدا افغانان دي چې وروسته له څو ساعته په مکې مکرمه کي سوګند له ياده ووت او د يوه او بل په ويشتلو يي بيرته پيل وکړ، په هر حال!
نو دا ډول دلايل چې تاسو يي غواړئ وړاندې کړئ چې ترور ګواکي اسلامي جواز لري او څرنګه چې په افغانستان کي پردي پوځيان کافر دي له دغه املو تاسو سؤ ګټه پورته کوئ او دا افغان مسلمان ملت او نړېواله اسلامي د علمأو ټولنه يي له سره له تاسوه سره نه مني او نه به يي هم ومني٠
هو! هر هغه افغان چې افغانستان ته پرته له ستونزو او برباديو نور څه نشي ورکولای او هېوادته له هره پلوه زيانمن وي بې له شکه چې ملي جرم به ترسره کوي٠ او بيا څوک چې د ترور غوندې منفور عمل ته د اسلام مقدس دين له کړکۍ د جواز فتوأ ورکوي هغه هم هرو مرو د اسلامي خيانت په جرم متهم کيدای شي٠
څاروانه وروره مونږه دې هم ملګري يو او يو خپلواک اسلامي افغانستان درسره غواړو اما نه په ترور! نه پرته له هر ډول اولسواکۍ! نه پرته د ملت مټ! نه پرته د اسلامي نړۍ! دا ټول به هله که خداي (ج) کول ټول زمونږه او ستاسو ارمان ترسره کيږي چې له اوسني نظام او اقتصادي نړېوالو مرستو معقوله ګټه پورته کړو٠ د ستاسو په دا ډول په نظر وړاندې کولو به هيڅ ډول برۍ د افغان ملت په برخه نشي لکه څنګه چې يي په برخه نشو٠ والسلام
غروال


م ن غروال
17.04.2005

ښاغلۍ محبوب ورور وروسته له سلامو!
دا چې د کوم نظر څښتن ياست او څه غواړئ او څه هم کولای شئ وړاندې کړئ هغه البته ستاسو په طرزالفکر او عقيدې او پوهې او ذکاوت اړه لري پر هغې زمونږه کار يا نيوکه نشته منتهی د خبرو او نظرياتو ځواب به د ورورګلوۍ په فضا او د يوه بل د متقابل احترام په نيولو به يي سره ليکو٠
اما ستاسو دا لاندنې ليکل :
((خبره ښكاره ده له هيچا نه هم پټه نه ده چي اوسني حكومتي چارواكي چي په اصل كي عيسايي تالي څټي, يهودي ګوډاګيان ,دلويديځ لاسپوڅي, امريكايي ټوك خواره ,صليبي نانځكي او دپرديو غلامان .......))
ځانته دا حق ځکه مه ورکوئ چې دا مکمل هغه چا ته چې نن په افغانستان کي په رسمي چارو لګيا دي او د نني حکومت او د اولسواکۍ لپاره کار کوي بد او ناخوښوونکي جملات او کلمات دي٠ مونږه نن په ګران هېواد افغانستان کي ډير مسلمان او په وطن مَين مشران لرو چې تاسو هغوئ ته د دا ډول کلمو کارول يو غير ادبي او غير انساني او غير اخلاقي سپکاوۍ دي٠ ممکن تاسو غوندې شخصيتونه يي د پښو خاور سره ډير مسلمان خلک هم ونه تلي٠ زه به صرف ديوه کس نامه د مثال په ډول درته عرض کړم ( محترم استاد ښاغلۍ حبيب الله رفيع)!
هيله من يم چې بل ځل داسي غير مؤدبې کلمې استعمال نکړئ چې د نورو سپکاوۍ د ځان سپکاوۍ دي او په دغه ډول جملو مو شخصيت ته غير اخلاقي او ..... تاوان رسيږي٠
که مؤدب ياست نو لطفاَ مؤدب هم غږيږئ٠ والسلام
غروال[/img][/list][/list][/code][/quote][/url]


م ن غروال
17.04.2005

[quote="غروال"]ښاغلۍ محبوب ورور وروسته له سلامو!
دا چې د کوم نظر څښتن ياست او څه غواړئ او څه هم کولای شئ وړاندې کړئ هغه البته ستاسو په طرزالفکر او عقيدې او پوهې او ذکاوت اړه لري پر هغې زمونږه کار يا نيوکه نشته منتهی د خبرو او نظرياتو ځواب به د ورورګلوۍ په فضا او د يوه بل د متقابل احترام په نيولو به يي سره ليکو٠
اما ستاسو دا لاندنې ليکل :
((خبره ښكاره ده له هيچا نه هم پټه نه ده چي اوسني حكومتي چارواكي چي په اصل كي عيسايي تالي څټي, يهودي ګوډاګيان ,دلويديځ لاسپوڅي, امريكايي ټوك خواره ,صليبي نانځكي او دپرديو غلامان .......))
ځانته دا حق ځکه مه ورکوئ چې دا مکمل هغه چا ته چې نن په افغانستان کي په رسمي چارو لګيا دي او د نني حکومت او د اولسواکۍ لپاره کار کوي بد او ناخوښوونکي جملات او کلمات دي٠ مونږه نن په ګران هېواد افغانستان کي ډير مسلمان او په وطن مَين مشران لرو چې تاسو هغوئ ته د دا ډول کلمو کارول يو غير ادبي او غير انساني او غير اخلاقي سپکاوۍ دي٠ ممکن تاسو غوندې شخصيتونه يي د پښو خاورو سره ډير مسلمان خلک هم ونه تلي٠ زه به صرف ديوه کس نامه د مثال په ډول درته عرض کړم ( محترم استاد ښاغلۍ حبيب الله رفيع)!
هيله من يم چې بل ځل داسي غير مؤدبې کلمې استعمال نکړئ چې د نورو سپکاوۍ د ځان سپکاوۍ دي او په دغه ډول جملو مو شخصيت ته غير اخلاقي او ..... تاوان رسيږي٠
که مؤدب ياست نو لطفاَ مؤدب هم غږيږئ٠ والسلام
غروال



څاروان
18.04.2005

18-4-2005

غروال صيب وعليكم السلام ورحمه الله وبركاته او زما لخوا هم نيكې هيلې او سلامونه قبول كړه.
غروال صيب ليكنه مې دى ولوسته او خپل نظر درته داسي بيانوم.
• [color=white:56e6378827]د قرآني اياتونو په اړوند[/color:56e6378827] زما نظر دادي چه قرآن هغه اخريني اسماني كتاب دي چه ورسته له دي بل اسماني كتاب راتلونكې نه دي او پدي كتاب كې ذكر شوي احكام تر ورځ د قيامت پوري راتلونكو انسانانو لپاره دي نو د احكامو محدودول ئې تر يو عصر پوري غلطه خبره ده، نو كوم احكام چه په هغه اياتونو كې بيان شوي كوم چه ما په مخكينيو ليكنو كې ذكر كړي هغه فقط د رسول عليه السلام په عصر پوري نه دي تړلي [color=white:56e6378827]څوك چه د منافقينو اعمال تر سره كوي كه هغه په هر عصر كې وي نو دغه احكام ورته متوجه دى.[/color:56e6378827]
• غروال صيب د [color=darkred:56e6378827]كرزي انتخاب[/color:56e6378827] د انتخاباتو څخه دمخه شوي وه ، د ولس مشري لپاره د امريكايانو په سيوري كې شوي انتخابات فقط د خلكو په سترګو كې خاوري شنل وه ، د بون غونډي رايګيري به دي ياده وي چه كرزي دوه رايي وړي وي او ستار سيرت يولس خو چه د امريكايانو انتخاب كرزي وه د ستار سيرت يولس رايو د كرزي د دوه رايو په مقابل كې بي اثره شوي. په هغه محدودو خلكو كې د رايګيري د فيصلي پر وخت د انصاف د تلي دا حال وه نو .... څه فكر كوي؟
• روره روسان افغانستان ته د وخت د حكومت په خوښه او بلنه راغلي وه بيا ئې هم انجام څه شو؟ او نني كفري مستعمرين په زور راغلي څه فكر كوي چه انجام به ئې څنګه شي؟ خو [color=white:56e6378827]دي انصاف ته حيران يم چه د افغانستان د وخت حكومت په بلنه راغلي كفار[روسان] مستعمرين مو ګڼل او بل لوري ته هيواد ته په زور ننوتلي كفار[صليبيان] چه تاسي هم پري قانع ئې مستعمرين نه ګڼي.[/color:56e6378827]
• د [color=darkred:56e6378827]اسلامي فوج[/color:56e6378827] په اړوند دي خبره كړي. روره كله چه امريكايانو قواوي سعودي ته ننوتلي نو هغه وخت هم ما دا خبره كوله چه افسوس د مسلمانانو په حال باندي چه تعداد ئې د زرميليونونه اوړي او د خپل مقدس ځايونو د ساتلو لپاره صليبيانو ته دعوت وركوي، خو روره د اسلامي فوج د نه موجوديت سبب د اسلامي هيوادونو غدار حكام دي دوي په خپل عيش او عشرت كې دي د ملت په باره كې هيڅ كوم سوچ نه كوي د پرديو په غلامي كې خپله بقا ګوري، په همدي وجه كفارو د موقع نه په استفادي سره د مسلمانانو طاقت ئې وړو وړو ټوټو ته تقسيم كړي، او د مسلمان ملت علماء د وړو وړو مسلو پر سر په خپل منځ كې مناظري شروع كړي او په ډيرو وړو خبرو يو بل د اسلام څخه د باندي كوي.
• د مسلمانانو كوم ضعف ته چه تاسي اشاره كړي نو غروال صيب كه د تاريخ د كتابونو پاڼي واړو او د تاتاريانو دور ته لاړشو نو هغه وخت هم مسلمانان همداسي ضعيف وه او اسباب ئې هم همدغه وه كوم مې چه ذكر كړه د حكامو په عيش او عشرت كې ډوبيدل، د مسلمانانو طاقت وړو وړو ټوټو ته تقسميدل او د وړو مسلو په وجه په مناظرو كې د علماء مشغولتيا. خو [color=white:56e6378827]د تاتاريانو د طوفان څخه د ځان خلاصولو لپاره بيا مسلمانانو كومه لاره اختيار كړه ؟ [/color:56e6378827]مهربانه وكړه دي سوال ته د جواب مندلو لپاره د تاريخ د كتابونو څوپاڼي واړوه.
• غروال صيب په ليكنه كې دي [color=darkred:56e6378827]ملي اردو او پوليسو[/color:56e6378827] خبره كړي. اوس راڅخه هير دي خو په ټول افغان كې مې په يوه ليكنه كې د څو ليكوالانو ليكني په دي اړه لوستي وي او په هغه بحثونو كې دغه نقطه د پام وړ ګڼم چه فوځ بدني او روحي تربي ته اړتيا لري او زمونږ د هيواد اوسني فوج تربيه صليبي ښكيلاك ځواكونه كوي او كله چه ښكيلاك خپل فوج وباسي نو دغه فوج څخه به بيا كار اخلي كه د هيواد مخكيني فوج ته نظر وكړو نو د هغوي تربيه افغانانو كړي وه خو فقط په نظرياتي جنبه كې د روسانو څخه متاثر وه نو چه كله روسانو په افغانستان حمله وكړه ټول فوج ئې ترڅنګ ودريدو او د هغه فوج چه د افغانستان په خزانه لكه خامار په شان پروت وه د ضرورت پروخت ئې افغانانو ته هيڅ ګټه ونه رسيدله نو د [color=#444444:56e6378827][color=white]هغه فوج څخه چه بدني او روحي تربيه ئې كفري ښكيلاك ځواكونه وكړي هيڅ كله به هم د كفري ښكيلاكو په مقابل كې د مسلمانانو سره ونه دريږي ځكه تاريخ داشي ثابت كړي.[/color:56e6378827][/color]

پاتي



څاروان
18.04.2005

په تير پسي:

• هيواد ته راغلي په ميليونو ډالرو اكثريت د چارواكو په عيش او عشرت لږيدلي او په ملت كې د غربت درجه ورځ په ورځ لوړيږي د خوراكې شيانو قيمتونه خيژي او.... تر اوسه خو زه د دي څوكلو په تيردو سره د هيواد د اقتصادي نظام د ښه كيدو په لړي كې كوم د پام وړ خدمت نه وينم.
• [color=darkred:54c8fd73da]تاسي ليكلي[/color:54c8fd73da] [نړېواله اسلامي د علمأو ټولنه] روره كه د دغه ټولني په اړوند لږ معلومات راكړي نو ښه به وي تر څو زه هم پوه شم چه ددغي ټولني مشر څوك دي؟ مركزي دفتر ئې په كوم ځاي كې دي؟ او ...نو بيا به پدي سره وغږيږو چه دغه ټولنه ولي د جهاد فتوى نه وركوي.
• [color=brown:54c8fd73da]تاسي ليكلي[/color:54c8fd73da] [چې د ترور غوندې منفور عمل ته د اسلام مقدس دين له کړکۍ د جواز فتوأ ورکوي هغه هم هرو مرو د اسلامي خيانت په جرم متهم کيدای شي٠]] روره زما غوښتنه هم درڅخه همدغه ده چه [color=blue:54c8fd73da]ترور په هغه معنى چه ما ذكر كړي كه د اسلام له نظره منفور عمل وي نو دلائل پري پيش كړه كنه زه ستا د ذهن پيداوار نه منم.[/color:54c8fd73da]

غروال صيب ستاسي په تيره ليكنه كې ما د خپلو پوښتنو جواپ پيدا نه كړو نو هيله لرم چه جواب ئې راته وواي.
[color=white:54c8fd73da]زما پوښتني دا وي:[/color:54c8fd73da]
1. د مسلمانانو له خاوري څخه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو ترور – شړل او ايستل- كه حرام كار وي نو مهرباني وكړه دلائل دي راميدان ته كړه.
2. ترور په هغه معنى چه زما په ليكنو كې ئې يادونه شوي ستاسي په نظر كه غيري شرعي او حرام كار وي نو دلائل راميدان ته كړه په تيره ليكنه كې دي هيڅ كوم دليل پدي خبره نشته.
3. ستاسي له نظره جهاد څه شي دي او د چا په مقابل كې روا دي؟؟
او پاتي شوه [color=blue:54c8fd73da]د جهاد د امام خبره [/color:54c8fd73da]نو په همغه ليكنه كې ما د حليمي صيب څخه د خبري د وضاحت په بنياد داسي پوښته كړي وه كه تاسي ورته جواب ويلي شي نو بسم الله كړي پري
[color=darkred:54c8fd73da]هلته ما حليمي صيب ته داسي ليكلي وه:[/color:54c8fd73da]
[color=white:54c8fd73da][[حليمي صيب لومړي خو له خبري دي څرګنديږي چه ته هم پدي قانع ئې چه د كفري مستعمرينو خلاف جهاد روا دي خو په اوسني شرائطو كې ستاسي په نظر امام نشته نو ځكه جنګ هم حرام دي.
كه مهرباني وكړي او د دغسي امام په اړوند خبري ته دي لږ ډيوه بله كړي چه پوه سو چه ستاسي په نظر د جهاد د امام لپاره شرائط څه دي او څوك كيدي شي؟؟؟ ]][/color:54c8fd73da]

غروال صيب يادونه درته كوم چه سوال ته جواب مو بايد د شرعي دلائلو سره وي. نه فقط د خپل ذهن پيداوار مو او يا د شين چاي د بنډار خبري.

د هيواد څخه د كفري ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

----------------------------------------------------------يوسف څاروان



څاروان
18.04.2005

۱۸-۴-۲۰۰۵

محبوبه روره
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
وروره د هري ليكنې پر وخت دغه دوه اساسي شيان په نظر كې نيسه.
لومړى د نيت صحيح والي ځكه په هركار كې دخداي له طرفه انسان ته ثواب او يا عذاب د نيت په بنياد وي.
دوهم د ليكني پروخت د الله پاك دغه قول په خپل ذهن كې ساتل:
[color=darkblue:d665e0d7cc]مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (ق18[/color:d665e0d7cc]
ځكه په ورځ د قيامت به مونږ ته عمل نامه راكول كيږي او داسي به راته وويل شي:
[color=white:d665e0d7cc]اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (الإسراء14)[/color:d665e0d7cc]

د كفري مستعمرينو او څخه مو كركه د ستايني وړ ګڼم.

د هيواد څخه د كفري ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان


mahboob
18.04.2005

يو وار بيا مو په سلامونو لمانځم .
غروال او څاروان صاحبانو له جوابونو نه مو مننه .
غروال صاحب : زما په اند هر هغه څوك چي زموژ په هيواد كي دصليبيانو مرسته كوي هغه پردى ګوډاګى دى كه هغه دوخت متبحر هم وي زه او ته يي له ګوډاګي توبه نشو ژغورلاي .شيطان هم دخپل وخت اوچت عالم وو ليكن وګوره چي دخداي جل جلاله لاره يي پريشوده او له الهي احكامو نه يي سر غړنه وكړه نو پاي يي څه شو ؟
دوهم شاغلي غروال ويلي چي : دجهاد حكمونه درسول الله (ص) له زمانې سره تړلي وو نو نه پوهيژم چ دا خبره به تاسي ته كوم ((عالم)) كړي وي , كه هغه جناب تاسي ته ووايي چي لمونځ مه كوۍ دا هم له هغې زمانې سره تړلى وو نو آيا لمونځ به هم پريژدو ؟ او كه ووايي چي كلمه ,زكوة او حج هم مه كوۍ نو آيا داعبادتونه به هم موژ پريژدو ؟
كه مو په نوموړو خبرو كي جواب (نه : يعني دنوموړي عالم دخبرو نه منل وي) نو بيا دجهاد په اړه څنګه دهغه ((عالم)) خبره منۍ ؟؟؟ نو بيا خودكفارو او دهغوي دتالي څټويهودي غلامانو اوعيسايي ګوډاګيانو په خلاف جهاد هم يو الهي امر يوه نبوي وينا ده نو ولي يي تاسي دفرضيت په اړه دتردد شكار ياست ؟؟
څاروان صاحبه له شې مشورې نه مو مننه ,خو دا دصليبيانو غلامان مي ډير بد ايسي او دهغوي دګوډاګيت , غلاميت ,تالي څټتوب ,او نورو ورانكاريو شاهدي به دخداي په وړاندي وركوم . انشاْالله .


م ن غروال
18.04.2005

ښاغلۍ څاروانه وروه سلامونه مې ومنئ!
څاروانه وروره په ليکنه کي مې ستا سو د پوښتنو ځوابونه شته٠ خو سره لدې هم غواړم يو څه عرض کړم :
د بن رايه د سيرت په پلوۍ د يادولو وړ نده لااقل د پښتون په صفت دا خبره د پښتون په خوله کي ښايسته نه ښکاري٠اما د بن رايي وروسته بيا هم هېواد کي انتخابات مه هيروئ٠ اما په هر حال!
ترور؟ ددې کلمي ترجه باندې پوهيږئ؟ د لغت منشۀ درته معلومه ده؟ ددې کلمې عربي لغت چې په قرأن الکريم کي راغلۍ وي شته؟ دا اصعلاح په کومه معنی او هدف ترجمه کيږي او نړېواله ټولنه يي په کوم عنوان پيژني آيا خبر ياست؟ ترور د اسلام لخوا جواز ــ تأثيرات يي کولائ شئ درک کړئ چې نړۍ به کومه اخيستنه ترې وکړي؟ تاسو اګاهانه او شعوراً دا کتاب زمزمه کوئ او که نه هر هغه مو چې خوښه وي ليکئ؟
اسلام وخت شرايط ستونزې او نيمګړتياوې مني، تاسو يي منئ او که نه؟ سوره فيل مني او که نه؟ د هجرت فلسفه پيژنئ؟ تاسو نني د مجاهد او طالب تنظيمونه او قوماندانان او اميران د صحابۀ کرام سره مقايسه کوئ؟ داسې کورنې جګړه د الله اکبر د شعار لاندې چيرته د آنحضرت ( ص) په وخت کې شوې وه؟ چيرته هم مکمل مسلمان ملت داسې له طالبي او تنظيمي حکومتو په توبو توبه ګار شوئ وؤ؟ چيرته هم داسې کوم امام د مجاهد وکړل چې په زرګنو تنکي پتنګان د نامردو د توپک خولو ته ورپريږدي او دۍ جناب شپه په شپه د کندهار له سرحده هم اوښتۍ وي؟
چيرته هم په کېبلو چا دچا ناموس وهلۍ وي؟ چيرته هم د ګيري په لنډۍ پريښودلو چا څوک په څپېړو وهلي دي؟ داسي بيت المال هم چا خرڅ کړۍ دي لکه چې وشول؟
داسې نورې په سلهاؤ پوښتنې شته چې ځواب يي نشته٠
ستا زرګونه طالب جنګيالي چې تقريباً د ټول هېواد واکې يي په لاس کي وې د دوؤ ورځو( بي ٥٢) بمونو طاقت درلود؟ ددوئ په يووالي هم خبر ياست؟ کوم تخنيک لري ــ پيژ نۍ يي او که نه؟ ما او تاته تر ټولو ړومبۍ په کار دا ده چې ځانونه سمبال کړو٠ له يووالي اقتصاد او تخنيک سره يي سيالي وکړو٠ هغه په وطن ريښتيني مسلمان افغان بچيان وروزو چې که هر څوک په هر مسلک وروزي هم، بيا به هم مَين په خپل دين او وطن وي٠ ولې هېره لرو چې دا افغانان به د نورو غلامان شي؟ دا لس کاله د نبي عليه صلاۀ و السلام په وخت کي جهاد امر ؤ؟ ولې کافرون نازله شوه؟
ګرانه وروه عجب بد دلايل وړاندې کوئ٠ ما ټول قرأن الکريم په ترجمه او تفسير لوستۍ دي او له زرو به مې زيات احاديث شريف لوستي او اوريدلي وي خو ستاسو غوندي اسلامي تعبيرات مې له سترګو او غوږو ندي تير شوي٠
که تاسو څوک په وژنه يا له هغه سره د جګړې جواز، شرعي ګڼئ نو بيا د جهاد نوم پرې کيږدئ، نه د ترور! ترور بده او خرابه او منفي کلمه ده٠ ترور له اسلام سره ډير لوئ مغايرت لري٠
بيا وروره که غواړو له دغه مصيبته ځانونه خلاص کړو يوازې جګړه د حل لاره نه ده٠ ځکه چې اوس خورا يوازې يو او خورا هم ملت مو ډير په زړه ژوبل کړۍ دی٠ دا حقيقت بايد ومنئ چې پرته د يو څو محدودو کسانو پرته بل په کورنۍ او نړېواله کچه هيڅ چوک به مو پلوي ونکړي٠ بايد د ژغورلو معقوله لاره ولټؤو٠ د جهاد لپاره هم وسله ډوډۍ او کسانو ته او اسلامي نړېوالې مرستې ته ضرورت شته دا نن مونږه نشو کولائ ولرو٠
وروره زه وايم چې بايد له اوسني شرايطو داسې ګټه پورته کړو چې بالاخره برۍ به زمونږه وي او حتماً به يو خپلواک او اسلامي هېواد ولرو ــ انشأالله تعالی!
او د اسلامي علمأو ټولنه؟ څومره علمأ کرام تشريف لري او څومره ديني رياستونه او ادارې په نړۍ کي شته بل چا هم دا فتوأ ورکړې ده چې يا خو ترور اسلامي جواز لري او يا هم په افغانستان کي جهاد فرض دي؟
که مسلمان په خپله خاوره کي له خپل له دين څخه منع کړای شو او اسلامي علمأو په ګډه د جهاو امر صادر کړ جهاد فرض دي که نه نور ستاسو به د تل لپاره شخصي نظر وي٠ والسلام
غروال


م ن غروال
18.04.2005

محبوب خانه وروسته له سلامو
ستاسو د قلمي بې ادبي پر بنسټ له تاسو سره زه د هر ډول بحث معذرت غواړم!
او نه غواړم نور مې حتی نوم هم ستاسو په دغه ادبي او اسلامي قلم وليکل شي او زه تاسو ته د پاي ټکۍ کيږدم او تاسو يي هم کيږدئ هيله من يم چې ستاسو په درانه حضور کي ومنل شي٠ پاي
غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more