د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

درئ مهم طالبان وژل شوي.

میرویس
15.01.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
افغان اود ناتو پوځيانو د کاپیسا په تګاب کې دطالبانو تش په نامه د والي مرستیال غفار شفق، معلم زکریا چې په کاپیسا کې د طالبانو مالي مسؤول ؤ او د ملا عبیدالله په نامه د طالبانو د عملیاتو چمتو کولو مسؤل وژلي دی.

دغو دریو واړو پدې علاقه کې بې شانه جنایتونه کړيدي، که وژل شوي نه واي خدای زده چې څومره نور بې کناه مسلمانان به یې تر تیغ تیر کړي وو. اسلامي
ارشادات وايي چې د ضرر د رسولو نه مخکې د مضرانو قابو کول پکاردي.
په احترام.
http://www.pajhwok.com/ps/


Re: درئ مهم طالبان وژل شوي.

lawangin
16.01.2015

جنایت یې کړی مسلمانان وژني !
دا کار دافغانستان داولس دی او نه دجنګي صلیبی اشغالګرو جنایتکارانو !

پتنګ

[quote:e0d748c99a="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
افغان اود ناتو پوځيانو د کاپیسا په تګاب کې دطالبانو تش په نامه د والي مرستیال غفار شفق، معلم زکریا چې په کاپیسا کې د طالبانو مالي مسؤول ؤ او د ملا عبیدالله په نامه د طالبانو د عملیاتو چمتو کولو مسؤل وژلي دی.

دغو دریو واړو پدې علاقه کې بې شانه جنایتونه کړيدي، که وژل شوي نه واي خدای زده چې څومره نور بې کناه مسلمانان به یې تر تیغ تیر کړي وو. اسلامي
ارشادات وايي چې د ضرر د رسولو نه مخکې د مضرانو قابو کول پکاردي.
په احترام.
http://www.pajhwok.com/ps/[/quote:e0d748c99a]


میرویس
10.02.2015

پتنګ لونګین صاحب، السلام علیکم
طالبانو چې د القاعدې عرب وزګوړان ساتل، په خارج کې یې حملې کولې او په زرګونو بې کناه انسانان یې قتل کړل، هغه وخت ته چیرې وې چې طالبانو او د القاعدې بدعت او په افغان ولس د هغوي ظلم او ستم ته کوته ونیسې او پرې نږدې چې د طالبانو او عربي ترورستانو داعمالو دلاسه زموږ ملک خارجیان اشغال کړي او په دغو خوارجو پسې ان زمو تر ملک پورې راشي؟

دا زموږ حق دئ چې هغه خارجي ترورستان چې د جهاد په پلمه موږ وژني، ملک مو ورانوي او زموږ د ملک نه د بین المللي تروریزم او جنګ ډګر جوړوي زموږ د ملک نه پرار کړئ شي او یا وژېل شي.

وګوره چې دطالبانو د ملا عمرنږدي ملګرئ ملا عبرالرؤف خادم د طالبانو نه واوښټ. ملا خادم چې یو عمر د القاعدې کاسه څټلې وه او د خپل ولس سره یې دښمنې کړې وه، څنګه د پنځو مردارو پیسو د ګټلو دپاره ملا عمر ته شا واړوله اوداعش ته یې بیعت ورکړ او د خپلو اعملو په کیفر ورسید.

ستا ټول طالبان جهاد نه بلکه د پردیو نیابتي جګړه کوي. دوی دغه جنایتونه د ګټې وټې د پاه کوي، او تاسې غوندې ساده لوحان استعمالوي.
په الله ج دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more