د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اسلامي ارشاداتو سره دملا فضل الله مخالفت.

اتل
07.01.2015

ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ګواښ کړئ چې په پاکستان کې به په ښونځیو داسې زورورې حملې وکړي چې د پيښور په ښونځي باندې حمله چې په سلګونو زده کونکي پکې مړه او زخمي شول، د خلکو بالکل هیره کړي.

د ملا فضل الله دغه ګواښ د اسللام د ستر پیغمبر د هغه وصیت سره توپیر لري چې خپلو پیروانو ته به یې کاوه:
ماشوم، ښځه، بوډا او راهب مه وژنئ ؛ د خرما ونه او نورې مېوه لرونکې ونې مه پرې کوئ او کورونه مه نړوئ.

قال الله تعالی مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا الی اخره . المائدة ۳۲
الله تعالی فرمایي : چا چې یو نفس پرته له قصاص او په ځمکه کې له فساد کولو پرته ووژلو نو لکه ټول انسانان یي چې وژلي وي

ملا فضل الله ولې بې ګناه مسلمانان چې نه یې طالبانو ته د مرګ ګواښ متوجه کړې او نه بل چا ته تهدید دي وژني؟
ملا فصل الله دا څرګندونې په یوه ویدیو کې چې د طالبانو د عمرمیډیا خپره کړېده کړیدي.


Re: د اسلامي ارشاداتو سره دملا فضل الله مخالفت.

lawangin
07.01.2015

هغه عمل چې پاکستانی فوج یې له طالبانو سره کوي نو هغسې عمل هټلر له يهودو سره هم ندی کړی !
د پاکستان ډېر ظالم پولیس دي !

[quote:d54360186f="اتل"]ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ګواښ کړئ چې په پاکستان کې به په ښونځیو داسې زورورې حملې وکړي چې د پيښور په ښونځي باندې حمله چې په سلګونو زده کونکي پکې مړه او زخمي شول، د خلکو بالکل هیره کړي.

د ملا فضل الله دغه ګواښ د اسللام د ستر پیغمبر د هغه وصیت سره توپیر لري چې خپلو پیروانو ته به یې کاوه:
ماشوم، ښځه، بوډا او راهب مه وژنئ ؛ د خرما ونه او نورې مېوه لرونکې ونې مه پرې کوئ او کورونه مه نړوئ.

قال الله تعالی مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا الی اخره . المائدة ۳۲
الله تعالی فرمایي : چا چې یو نفس پرته له قصاص او په ځمکه کې له فساد کولو پرته ووژلو نو لکه ټول انسانان یي چې وژلي وي

ملا فضل الله ولې بې ګناه مسلمانان چې نه یې طالبانو ته د مرګ ګواښ متوجه کړې او نه بل چا ته تهدید دي وژني؟
ملا فصل الله دا څرګندونې په یوه ویدیو کې چې د طالبانو د عمرمیډیا خپره کړېده کړیدي.[/quote:d54360186f]


اتل
09.01.2015

پتنګ صاحبه، السلام علیکم
ورور جانه ملا فضل الله پخپلو خبرو کې د غرو سرونه سره ګنډه کوي. له یوې خوا مسلمانان تکفیر کوي چې دا یوه نه بښونکې ګناه ده. له بلې خوا د جهاد دعوی کوي، او دغه راز بیا دغچ او بدلې خبره کوي چې تاسې هم په سوچ خپله خبره کړیده.
د ملا فضل الله خبرې چې واورې نو به پوه شې چې هغه سپیره سوټئ دئ. نه عالم دئ، نه یې خبره زده ده، او نه هم پوهیږي چې د خولې نه ې څه وزي. ملا نه پوهیږي چې حق الله او حقوق العباد کوم دي. ملا فضل الله بې سواده انپړ، کودن او فاقد د ټولو اسلامي او پښتنې صفتونو دئ.
په درناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more