د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ابلیس د عمل او د انسان د عکس العمل مقایسه

Naeem sadat
13.12.2014

درونو دوستانو السلام علیکم ستاسی د روغتیا او جوړتیا په هیله

دلته ما د ابلیس او د انسان مقابله په یوه تیوریکی مثال کی مقایسه کړی چی ستاسی په نظر به دا څنګه وی ؟؟

که چیری موږ او تاسی انسان او ابلیس لکه دوه نارینه فاعله فرض ګړو چی پخپل منځکی یی سره دښمنی وی او بیا داسی یو حالت فرض کړو چی دا یو نارینه فاعل مطلب می ابلیس دی داسی یو کار وکړی یعنی یو انترمنتر وکړی چی د خپل دښمن شکل ته تغیر ورکړی
یعنی د خپل دښمن چی انسان دی نوموړی ته مفعول شکل ورکړی او داسی یو حالت رامنځته شی چی انسان په خپل داخل کی نارینه وی او شکل یا وجود یا بدن یی ښځینه شی ، پداسی حالت کی خامخا انسان ددی کار سره رضایت نه ښکاره کوی او لا هم ځان فاعل یا نارینه ګڼی . او نه غواړی چی نوموړی د مفعولیت شکل ته تسلیم شی . او خپل دا ښځینه خوا نادیده نیسی ،ورباندی شرمیږی او غواړی چی ځان ترینه خلاص کړی او وخت ته منتظر وی چی دا وخت ژر تیرشی او نوموړی لدی د مفهولیت له جسمه څخه خلاص شی
خو په همدی وخت کی ابلیس ورته وخت ناوخت د یوه ښایسته ځوان په شکل کی را ظاهریږی او د انسان همدا مفعوله یا ښځینه خوا په جوش راولی ،یعنی شهوت پکی را ظاهریږی او انسان دیته مجبوروی چی ځان مخامخ همدی ښایسته ځوان ته برابر کړی خو انسان کوښښ کوی چی خپل مخ له ابلیسه واړوی او خپل مخ صراط المستقیم ته ور برابر کړی یعنی هغی خواته چی یوه خواه هم نه ده ،ځکه ددی مادی محیط هری خواته چی مخ واړوی نو ابلیس به د همدی ښایسته ځوان په شکل کی ووینی ، خو د انسان دا مفعول شکل یعنی ښځینه خواه یی کوښښ کوی چی ابلیس ته مخامخ ودریږی او د ابلیس په اینه کی خپل ښایست ووینی ځکه چی مفهول د فاعل لپارهغه اینه ده چی خپل ځان پکی وینی او فاعل د مفعول لپاره هغه اینه ده چی خپل ځان پکی وینی
خو انسان د شهوت ددی جبر سره مقاومت کوی او هغی خواته مخ اړوی چی یوه خواه هم نه ده او په همدی ډول انسانان له ابلیسه مخ اړوی او یو بل ته مخامخ دریږی چی زړه په زړه اینه شی ، یعنی چی وروری شی . او بیا ددوی ددی عمومی لویی اینی جهت هغی خواته شی چی یوه خواه هم نه ده یعنی صراط المستقیم خواته . پدی لوی اینه کی دوی هیڅکله هم الله ج نشی لیدلای خو پدی لویه اینه د الله ج اراده را څرګندیږی ( چی همدا هغه رښتونی د عرفان حالت دی چی ډیر خلګ ورپسی په غلطو لارو روان دی او په نورو ځایونو کی یی لټوی ) او دا ډله خلګ په نوموړی حالت کی په ابلیس برلاسی کیږی

خو که چیری د انسان هغه مفهوله خواه درنه شی او انسان د شهوت د تاثیر لاندی ابلیس ته مخامخ ودریږی او بیا د انسانانو یو لویه ډله همدا کار وکړی او په اخر کی د انسانانو یوه لویه برخه مخامخ ابلیس ته ودریږی او بیا دوی یو بل ته مخامخ ودریږی نو ددوی زړونه به سره اینه نه وی او یو بل ته به لکه مفهول او فاعل داسی ښکاری ، یعنی وروری به پکی نه وی ځکه چی ددوی د زړونو په اینو به د ابلیس شکل پروت وی او دوی به یو بل ته دښمن ښکاری یعنی کله چی له دوی څخه یو شخص د هغه بل شخص د زړه اینی ته وګوری نو د فاعل شکل به پکی ووینی او داسی فکر به کوی چی که زه نوموړی مفهول نکړم نو نوموړی به ما مفهول کړی . او دوی به یوه بل ته لکه مفعول او فاعل داسی ښکاری او ددوی په لویه یا عمومی اینه کی به د ابلیس شکل لکه د یوه نورانی شکل په څیر به ښکاری او دوی ټول به کوښښ کوی چی نوموړی نورانی شکل ته ځان ور ورسوی او په دی حالت کی به دوی یو بل د پښو لاندی کوی ، د یوه او بل په ټیټولو او د یوه او بل پرسر د ورختلو په واسطه به ځان نوموړی نورانی شکل ته ورنژدی کوی . ځکه چی هلته به د ابلیس قانون چلیږی او د ابلیس قانون د بل په مفعول کولو د ځان فاعل کول دی .خو په اصل کی به ابلیس فاعل وی او دوی ټول به مفهول وی .او دا د ابلیس شکل چی ددوی په اینه کی راڅرګندیږی دا به د چرګ خصوصیات لری
ځکه چی چرګ داسی یو ژوندی موجود دی چی په اصل کی نارینه ندی خو د نارینوو اکتونه کوی یعنی ځان ورته نارینه ښکاری. او داسی فکر کوی چی نوموړی فاعل یا نارینه دی .ځکه چی چرګ القاه نشی کولایخو داسی فکر کوی چی نوموړی القا کوی . ځکه چی د چرګ مونث شکل چی چرګه ده ښځینه تناسلی اله نلری خو چرګ داسی په غرور کی روان وی او فکر کوی چی دا ټول چرګان ده زیږولی . یعنی دی ددی ټولو چرګانو پلار دی . او بیا د چرګو په مخکی ولاړ وی او لاپی او شاپی وهی او هغوی ته خپل نارینتوب ښکاره کوی ، او دا کوم د نارینتوب تاج چی دده پر سر ده ،دده دا وجود ټول د لاپو شاپو ته مخامخ جوړ دی
او هغه کسان چی د همدی چرګ په لاره روان وی هغوی به هم د همدی چرګ خصوصیات لری ،خپل نارینتوب به په هرځای کی ښکاره کوی پداسی حالت کی چی نارینه نه دی

نور بیا


Re: د ابلیس د عمل او د انسان د عکس العمل مقایسه

Naeem sadat
14.12.2014

درنو دوستانو السلام علیکم

بښنه غواړم پورتنی لیکنه می ډیره په بیړه کی کړی وه او چیرته تلونکی وم او په همدی خاطر هم د لیکنی محتوا او همی د نوموړی لیکنی ظاهری شکل راڅخه لیږ ګډوډ شوی وو

غواړم چی دا پورتنی لیکنه لیږ څه اصلاح کړم

لومړی داچی ما ابلیس او انسان لکه دوه فاعله سره مقایسه کړی چی دا خبره سمه نه ده ځکه چی ابلیس هغه مفعول دی چی ځان لکه فاعل موږته راڅرګندوی یعنی غواړی چی موږ غلط کړی
اصلی فاعل بیشکه چی الله ج دی او نور ټول مخلوقات مفعول دی خو کله چی الله ج انسان خلق کړ نو نوموړی ته یی د فاعل توب صلاحیت ورکړ او خپل خلیفه یی وټاکه . چی دا مقام الله ج بل هیچاته نه ده ورکړی او په همدی خاطر ملایکو ته دا کار عجیب معلوم شو چی څنګه الله ج انسان ته دومره لوړ مقام چی د فاعلتوب مقام دی ورکړ
خو الله ج ملایکو ته وویل چی تاسی په هغه څه نه پوهیږی په کوم چی زه پوهیږم
او بیایی ملایکو ته حکم وکړ چی ادم ع ته سجده وکړی . د سجدی څخه مطلب دادی چی یعنی خپل ځان لکه مفعول او ادم ع لکه فاعل قبول کړی . ځکه چی سجده مفعول فاعل ته کوی
خو ابلیس دا سجده ونکړه او د ادم ع فاعلتوب یی ونه مانه او وروسته لدی چی د لعنت طوق یی غاړی ته وروولید نو له الله ج یی دا غوښتنه وکړه چی نوموړی دا وخت ورکړی چی نوموړی دا ثبوت کړی چی انسان د فاعل توب لیاقت نلری یا پخپل ذات کی فاعل ندی چی الله ج دا چانس یا وخت ورکړ چی د انسان له قوم سره خپل زور و ازمایی

کله چی الله ج ادم ع خلق کړ او وروسته یی بی بی حوا د ادم ع له پوښتی جوړه کړه چی په هغه وخت کی ادم ع او بی بی حوا سل فیصده خالص یا اصل یا پاک وو یعنی ادم ع سل فیصده نارینه یا فاعل وو او بی بی هوا سل فیصده ښځینه یا مفعوله وه . چی ددوی رجوع یو بل ته سل فیصده پاکه وه یعنی بی بی حوا ادم ع ته داسی رجوع کوله لکه یو مفعول یی چی فاعل ته کوی او ادم ع داسی رجوع بی بی حوا ته کوله لکه یو فاعل یی چی مفعول ته کوی او ددوی په منځکی ابلیس نشوای ځایدلای

خو کله چی ابلیس بی بی حوا ته فریب ورکړ چی هغه د غنمو دانه وخوری ، او فریب یی پدی ډول ورکړ چی د هغی له مینی چی له ادم ع سره یی لرله استفاده وکړه او ورته ویی ویل چی که ته دا د غنمو دانه وخوری نو همیشه به په همدی جنت کی د ادم ع سره وی
مفعول همیشه یو خصلت لری چی همیشه غواړی چی یواځیونی وی . هغه پدی خاطر چی مفعول ښځینه تفکر دی او ښځه مرکز یا سنتر دی . او هر مرکز یا سنتر همیشه پدی کوښښ کی وی چی باید یواځی نوموړی سنتر یا مرکز یواځنی مرکز وی . په همدی خاطر د ښځو او نارینه طرز د فکر همیشه مختلف وی یعنی نارینه همیشه داسی فکر کوی لکه صاحب یا فاعل او ښځه داسی فکر کوی لکه مرکز یا سنتر . د مثال پډول که چیری یو نارینه خپله ښځه له لاسه ورکړی یعنی د نوموړی نارینه ښځه کوم بل نارینه ته ورشی او له نوموړی نارینه لاړه شی نو نوموړی نارینه په غوصه کیږی او د انتقام په اخستلو پیل کوی . نوموړی نارینه داسی په غوصه کیږی لکه صاحب چی خپل مال له لاسه ورکړی وی یا چا دده څخه دده ملکیت غلا کړی وی خو په عینی حالت کی که چیری کوم نارینه خپله ښځه پریږدی او بلی ښځی ته ورشی په نوموړی حالت کی هم ښځینه په غوصه کیږی خو ښځینه پدی خاطر نه په غوصه کیږی چی کوم ملکیت یی له لاسه ورکړی بلکی ښځینه پدی خاطر په غوصه کیږی چی نوموړی نارینه دا سنتر یا مرکز پریښود او بل مرکز یا سنتر یی انتخاب کړ . او ښځینه همیشه غواړی چی د فاعل نظر همدی یواځنی مرکز یا سنتر ته را جلب کړی . او په همدی خاطر مرکز یا سنتر همیشه کوښښ کوی چی یواځنی واوسی . دا په نړی کی چی د حکومتونو او هیوادونو په منځکی څومره جګړی دی دا ټولی په همدی خاطر دی یعنی هر مرکز یا سنتر غواړی چی یوازنی سنتر اووسی او نور سنترونه پخپل منځکی ذوب کړی (چی همدا د ګلوبالیزیشن تعریف هم کیدای شی ، یعنی کله چی یو مرکز نور مرکزونه پخپل ځان کی محوه کړی دیته موږ ګلوبالیزیشن هم ویلی شو ، یعنی دا ګلوبالیزیشن مطلق ښځینه تفکر دی ) او همداراز دا د هیوادونو په منځکی جنګونه او جګړی دا د ښځینه تفکر جنګونه دی . خو د حق او باطل جنګ بیا د نارینه تفکر جګړه ده یعنی دلته د ښځینه تفکر جنګونه او د نارینه تفکر جنګونه فرق سره لری .
خبره پدی کی وه چی ابلیس د بی بی حوا له همدی ضعفه ګټه پورته کړه او داسی یی ورته وښودله که چیری ته دا د غنمو دانه وخوری نو ته به د همیشه لپاره یواځنی سنتر وی او د ادم ع څخه به کله هم جلا نشی

خو کله چی لومړی بی بی حوا او وروسته ادم ع دا د غنمو دانه وخوړه نو ددوی صورتونه ورښکاره شول یعنی تناسلی الی او د انسان بدرفت لاری پکی پیدا شوی

دلته په اصل څه وشول ؟؟

وشول داچی دوی ناپاکه شول

پاک او ناپاک څه ته وایی ؟؟

پاک یا اصل هغی پدیدی ته وایی چی د نوموړی پدیدی هره زره د پدیدی د کل خصلت ولری او نا پاکه هغی پدیدی ته وایی چی د نوموړی پدیدی ټولی زری د پدیدی د کل خصلت ونلری

د مثال په ډول موږ پاکه اوسپنه څه ته وایو ؟
پاکه اوسپنه هغی اوسپنی ته ویل کیږی چی پخپل ذات کی سل په سلو کی اوسپنه وی او څه پکی ګډ نه وی

نو په همدی ډول ادم ع او بی بی حوا هم مخکی لدی چی د غنمو نوموړی دانه وخوری پخپل ذات کی پاک وو یعنی ادم ع سل په سلو کی نارینه وو او بی بی حوا سل په سلو کی ښځینه وه خو وروسته له هغه چی دوی د غنمو دانه وخوړه دوی ناپاکه شول یعنی هر یو یو پخپل ذات کی ناپاکه شو . یعنی په ادم ع کی ښخينه توب ورګډ شو او په بی بی حوا کی نارینتوب ورګډ شو چی له همدی درکه دوی له پاکی څخه ناپاکه شول او له جنته وایستل شول ځکه چی په جنت کی د ناپاکانو لپاره ځای نشته

نو کله چی دوی ځمکی ته راکوز کړای شول نو ادم ع او بی بی حوا الله ج ته په عذرخواهی او زاریو پیل وکړ او بلاخره ددوی توبه د الله ج لخوا قبوله شوه . او دوی دا قبوله کړه چی دوی به پدی نړی کی د خپل ځان له هغی ناپاکی خواه څخه به بیزاره وی او د کنترول لاندی به یی ساتی او د تاثیر لاندی به یی نه راځی او خپله ټوله توجو به یواځی خپلی هغی پاکی خواته وراړوی

نوربیا


lawangin
14.12.2014

ډېر ګرانه وروره سادات صيب !
بخښنه غواړم که دفاعل او مفعول پر ځای د خالق او مخلوق کلمې
استعمال کړې ښه به وي !
البته نورې کلمات هم شته چې سينو نوم synonym دي !


Naeem sadat
15.12.2014

درنو دوستانو السلام علیکم

لونګینه اشنا ، نه نشی کیدای ځکه چی یواځی همدا د فاعل او مفعول په کلمو هغه څه چی زه غواړم چی تشریح یی کړم تشریح کیدای شی

خبره پدی کی وه چی کله بی بی حوا او ادم ع د غنمو نوموړی دانه وخوړه نو ددوی ذاتی پاکی په ناپاکی بدله شوه .یعنی د ادم ع په نارینتوب کی ښځینتوب ورګډشو او د بی بی حوا په ښځینتوب کی نارینتوب ورګډ شو . یعنی دا د اوسنیو انسانانو نه نارینه مطلق نارینه دی او نه یی ښځینه مطلق ښځینه دی . یعنی زموږ دا اوسنی وجود په اصل کی ښځینه وجود دی .یعنی چی زموږ نوموړی وجود ددی مادی نړی یا ښځینه نړی د قوانینو تابع دی یعنی چی مفعول دی او مطلق زموږ په اختیار کی ندی ، په همدی خاطر د نارینه لپاره په خپل فیزیکی وجود افتخار کول شرم ګڼل کیږی . او کله چی کوم نارینه دا کار کوی یعنی پخپل فیزیکی وجود افتخار کوی نو نور نارینه ورته وایی چی دا کار مکوه دا د نارینتوب کار ندی . او یا هم که چیری د نړی له هر ګوټه یا له هر قوم څخه تاسی خلګ په نظر کی ونیسی نو وبه وینی چی د نړی د خلکو اکثریت خلګ پخپلو تناسلی الو او د بدرفت په وسیلو شرمیږی په عام مظهر کی د نوموړو اندامونو له ښودلو ډډه کوی او حتی د نوموړو اندامونو د نومونو په اخستلو خلګ شرمیږی . چی د نوموړی شرم مبدا هم له همدی ځایه شروع کیږی چی زموږ دا وجود ښځینه وجود دی یعنی د مفعولیت قوانینو ته تابع دی او په خپل نوموړی وجود موږ ځکه افتخار نکوو .

پداسی حالت کی بیا یوه پوښتنه را پیدا کیږی هغه داچی که چیری زموږ دا فیزیکی وجود ښځینه وجود دی بیا نو زموږ نارینتوب چیرته یا په څه کی دی( یعنی که دا نړی ټول جبر دی نو زموږ اختیار په څه کی دی ) ؟

هغه داسی ده ، چی زموږ دا فیزیکی وجود مفعول وجود ده خو زموږ روح فاعل یا نارینه ده چی ددی مادی نړی یا ښځینه نړی د قوانینو تابع ندی .

سقراط زموږ فاعلتوب دا ډول تشریح کوی
سقراط وایی کله چی انسان هرکار د جبر یا د مادی نړی د قوانینو د فشار لاندی کوی نوموړی کارونه د انسان په مفعولیت دلالت کوی یعنی موږ ډوډی ځکه خورو چی وږی کیږو، او کار او بار ځکه کوو ځکه چی ډوډوی ته ضرورت لرو ( یعنی کله چی موږ د خپل فیزیکی وجود اړتیاوی پوره کوو نو په دا ډول ټولو حالاتو کی موږ مفعول یو ) او همدا ډول هر کار چی موږ د مادی نړی د قوانینو د فشار لاندی کوو په نوموړو کارونو کی موږ فاعل نه یو بلکی مفعول یو ځکه چی د نوموړو کارونو کولو ته مجبور کړای شوی یو .خو زموږ فاعلتوب هغه دی چی کله موږ هیڅ کوم مجبوریت یا ضرورت ونلرو او کوم کار ته ملا وتړو نو په نوموړو کارونو کی موږ فاعل یو یعنی زموږ په نیت ترسره شوی

ددی لپاره چی دا خبره ښه تشریح شی زه به دا داسی تفصیل کړم . یعنی زموږ د فاعلتوب ثبوت ددی مادی یا ښځینه نړی په ردولو کی ده . کله چی موږ دا نړی ردوو نو دا پخپله ددی ثبوت دی چی موږ ددی نړی برخه نه یو او مخالف جهت یی یو . یعنی زموږ د نارینتوب یا فاعلتوب ثبوت ددی نړی د قوانینو په ردولو کی دی . کله چی تاسی ډیر سخت مجبور یاست او غلا نکوی پداسی حالت کی چی نه له چا ډاریږی او د غلا کولو امکانات هم لری خو په همدی حالت کی هم تاسی غلا نکوی ( یعنی ددی نړی جبری قانون ردوی ) نو تاسی پدی نوموړی کار کی فاعل یاست . یعنی د مادی نړی قوانینو خو تاسی مجبورولای چی باید غلا وکړی خو تاسی دا ونه غوښته دا دا معنی لری چی دا کار ستاسی په خالص نیت سره وشو او تاسی په نوموړی کار کی فاعل یاست خو که چیری تاسی ځی چی د خيټی د ډکولو لپاره پیسی وګټی پدی کار کی تاسی فاعل نه یاست بلکی مفعول یاست . یعنی تاسی ددی نړی قوانینو د لوژی په واسطه نوموړی کار ته مجبور کړی یاست

نور بیا


Naeem sadat
15.12.2014

دوستانو السلام علیکم

یعنی خبره دا ډول ده چی زموږ نارینتوب ، اختیار او یا هم فاعلتوب ددی نړی په رد کی ده یعنی کله چی موږ ددی نړی قوانین چی غواړی موږ د تاثیر لاندی راولی ردوو نو موږ فاعل حسابیږو او کله چی موږ د نوموړی نړی قوانین منو موږ مفعول حسابیږو . دا جبری قوانین چی زموږ د وجود د پنځو حصو په واسطه پر موږ را تحمیلیږی غواړی چی زموږ نیت یا فاعلتوب محوه کړی او غواړی چی موږ باید دا ومنو چی موږ په اصل کی مفعول یو او د نوموړو قوانینو فاعلتوب باید ومنو . چی دا په اصل کی همعغه د ابلیس د فاعلتوب منل دی ځکه چی بی بی حوا او وروسته ادم ع خو د غنمو هغه دانه د ابلیس په فریب وخوړه یعنی د ابلیس فریب ددی علت شو چی ادم ع او بی بی حوا هغه د غنمو دانه وخوری او له هغه وروسته ادم ع د همدی قوانینو سره لاس او ګریوان شو . یعنی کله چی موږ ددی نړی د قوانینو فاعلتوب منو په اصل کی موږ د ابلیس فاعلتوب منو او دوهم خپل مفعول توب منو . په اصل کی خو موږ ددی نړی د نوموړو قوانینو څخه خلاصون نلرو خو زموږ وظیفه داده چی دا قوانین موږ د مجبوریت له رویه عملی کوو خو باید ورته تسلیم نشو . یعنی موږ مجبور یو ، وږی کیږو ، زموږ ماشومان ډوډی راڅخه غواړی او د همدی مجبوریت له رویه موږ مجبوریږو چی د نوموړو قوانینو په غوښتونو عمل وکړو خو باید چی موږ نوموړو قوانینو ته د مجبوریت په سترګه وګورو یعنی تر هغه ځایه عمل پری وکړو چی زموږ دا مجبوریت رفع شی او ورباندی مین یا مطلق د تاثیر لاندی یی رانشو . او له ټولو مهمه خبره داده چی کله موږ دا قوانین عملی کوو موږ باید پدی کار افتخار ونکړو . یعنی که تاسی ډیری پیسی وګټلی تاسی پدی باید افتخار ونکړی ځکه چی په مفعولیت افتخار کول انسان مفعول کوی . مهمه داده چی موږ باید په خپل زړه کی نوموړو قوانینو ته ځای ورنکړو او همیشه یی په مخالفت کی اووسو چی تر څو دا قوانین زموږ زړه مطلق اشغال نکړی

دلته غواړم چی په مفولیت د افتخار کولو یو مثال زه تاسی ته درکړم .

ښایست څه شی دی ، مفعولیت دی او که فاعلتوب ؟؟

هغه داسی ده دا رنګونه چی تاسی هری خواته ګوری نوموړی په نوموړو اشیاوو کی چی تاسی یی په مختلفو رنګونو وینی شتون نلری . یعنی په ماده کی رنګ نشته رنګ په نور کی دی . دا نړی چی موږ یی رنګارګ وینو دا له ځانه کوم رنګ نلری خو کله چی د نور وړانګی پری ولویږی نو دا نړی رنګینه شی . تاسی کولای شی چی له فیزیک څخه د نور د رنګونو په باره کی معلومات ترلاسه کړی . یعنی کله چی کوم انسان د نور د وړانګو د تاثیر لاندی ښایسته ښکاری دا دا معنی لری چی نوموړی دا ښایست له ځانه نلری بلکی د نور د وړانګو په مقابل کی ښایسته ښکاری یعنی دلته علت نور شو نه په خپله انسان یعنی پدی حالت انسان مفعول دی .( او دوهم دا چی ددی نړی په مصنوعی ښایست مه غلطیږی ځکه دا ښایست جعلی ده ) نو په همدی خاطر په خپل ښایست افتخار کول د نارینتوب کار ندی یعنی په ټولو هغو کارونو کی چی انسان مفعول دی په هغه افتخار کول ممنوع دی ، لکه قوم ، رنګ ، ژبه ، هیواد یعنی دا ټول د انسان پخپله خوښه ندی . انسان یواځی او یواځی باید پخپل فاعلتوب افتخار وکړی

نور بیا


Naeem sadat
17.12.2014

درنو دوستانو السلام علیکم

دلته نتیجه داده چی موږ باید پخپل ځان کی خپل فاعلتوب ژوندی وساتو او مفعولتوب ته تسلیم نشو . په همدی خاطر موږ ځانته مسلمانان وایو یعنی هغه خلګ چی ځان یی الله ج تسلیم کړی . چی وروسته به انشاالله زه وړاندی په همدی بحث کی د مفعولتوب ډول ډول شکلونه تاسی ته وړاندی کړم چی دا بحث به نور هم ډیر دلچسپه شی

دلته یو ډول له مفعولتوب څخه زموږ د خپلی تناسلی الی په مقابل کی مفعولتوب دی کله چی انسان د شهوت د جبر په مقابل کی مفعول کیږی او هغه داسی دی چی د ذاتی نارینتوب تعریف داسی هم کیدای شی

هر هغه څوګ چی پخپلی تناسلی الی یا شهوت حاکم وی نوموړی د خپلی تناسلی الی په مقابل کی فاعل دی یعنی خپله تناسلی اله د نوموړی په کنترول کی ده نوموړی شخص نر یا فاعل دی او هر هغه څوګ چی د خپلی تناسلی الی په مقابل کی مفعول دی یعنی نوموړی شخص د تناسلی الی په کنترول کی دی نوموړی شخص د خپلی تناسلی الی په مقابل کی مفعول دی

یعنی دلته مطلب دادی چی کله انسان پخپلی تناسلی الی حاکم وی نو نوموړی انسان فاعل حسابیږی او که چیری نوموړی انسان د خپلی تناسلی الی لخواه محکوم وی یعنی دده پر ځای دده تناسلی اله تصمیم نیسی نو نوموړی انسان مفعول دی او دا ډول انسان بیا د چرګ خصوصیات لری

په انګلیسی ژبه کی د (cock) کلیمه په اصل کی چرګ ته ویل کیږی خو دوهمه معنی یی د نارینه تناسلی الی ته ویل کیږی چی دا خبره تصادفی نه ده چرګ او د نارینه تناسلی اله ډیر ګډ خصوصیات سره لری

الله ج په قران مجید کی دا موږ ته ویلی چی څنګه د انسان القاه د نارینه له سپیرمو او د ښځینه له تخمه کوی .یعنی دلته مطلب دادی چی دا القاه د الله ج په اراده کیږی یعنی الله ج یی کوی

خو د نارینه تناسلی اله داسی فکر کوی چی دا القاه نوموړی کوی یعنی ژوند منځته راولی . چرګ هم همداسی فکر کوی .هغه ځکه چی د چرګ مونث شکل چی چرګه ده هغه ښځینه تناسلی اله نلری خو چرګ بیا ډیر په غرور کی روان وی (لکه نشنلست) چی ګواګی دا القاه نوموړی کوی یعنی نوموړی دا ژوند منځته راولی . د چرګ پر سر دا د غرور تاج، او نوموړی دا فکر کوی چی دا دده پرسر دا تاج د نارینتوب تاج دی . په چرګ کی ډیر زیات شهوت دی او د خپل شهوت یا تناسلی الی لپاره ډیر کلک مفعول دی خو نوموړی داسی فکر کوی چی له ده پورته بل نارینه نشته . همدا ډول چرګ ډیر سخت اذرت لری یعنی چی یواری په څه سور شی بیایی کراریدل نشته . که چیری تاسی لیدلی وی کله چی دا مرغ بازان چرګان سره جنګوی او کله چی دا چرګان په جنګ کی (سره )شی یعنی اذرت یی پسی واخلی بیا نو تر مرګه جنګیږی . همدا ډول دا قیمار بازان هم همدا خصلت لری . کله په قیمار باندی سره شی بیانو په هیڅ هم نه وی بند . همدا ډول چرګ پخپل مفعولیت ډیر فخر او ناز کوی یعنی د نوموړی هر اندام ډیر بارز بارز دی . او بیا چی چرګی چیرته ډله ولاړی وی بیا نو چرګ ورته ډیر په ناز او غرور او تکبر ښکته پورته ګرځی . ځان یواری له یوی خوا چرګوته وروښیی او بیا هم ځان له بلی خواه چرګو ته وروښیی . خو په حقیقت کی چرګ مطلق مفعول دی خو په همدی مفعولیت کی بیا ځان ورته فاعل ښکاری او بی حده په همدی بیا افتخار هم کوی

دلته مطلب دادی چی لکه پورته چی ما وویل چی فاعل د مفعول لپاره اینه ده او مفعول د فاعل لپاره اینه ده ، او چرګ چی کله په ډیر غرور چرګو ته ګوری دلته نوموړی داسی فکر کوی چی نوموړی د ښځینه جهت مخالف جهت یعنی نارینه دی او کله چی خپل مخالف جهت ته ګوری نو د پخپل مخالف جهت په اینه کی خپل نارینتوب وینی چی دا کار چرګ ته دا دومره غرور ورکوی . دا پداسی حالت کی چی موږ پدی پوهیږو چی نوموړی نارینه ندی

(دا نشنلستان هم په همدی مرض اخته دی چی وروسته به په همدی بحث کی دا مسله راشی)

دلته می دادی د چرګ مثال ځکه ورکړ چی وړاندی به زه د مفعولیت کنسپشن یا قاعده به د مذهبی او سیاسی شکلونو کی تشریح کوم او دا د چرګ مثال به ډیر زیات زموږ پکار شی

نور بیا


lawangin
17.12.2014

په خدای سر مې نه پرې خلاصيږي ! خو په هره ژوندۍ فلسفه کې
فاعل مفعول دی او بر خلاف ! که څرنګه زه غلط پوهېږم ؟


Naeem sadat
13.01.2015

درنو دوستانو السلام علیکم

محترم لونګین صاحب

په دینی لحاظ په نړی کی دوه نظریی وجود لری چی یوه یی ( وحدت الوجود ) نومیږی او دوهمه یی د ( توحید ) نظریه یا قاعده ده

دا دوه نظری یو د بل مخالف جهتونه دی . د وحدت الوجود په نظریه کی انسان مطلق مفعول دی یعنی له ځانه هیڅ ډول اختیار نلری . یعنی دوی یواځی د انسان په تن یا فیزیکی جسم باور لری چی نومړی فیزیکی جسم مطلق مفعول دی . که چیری ددوی دا قاعده ښه مطالعه شی دوی د انسان په روح په هغه ډول چی موږ یی پیژنو عقیده نلری چی دا بیا بیل بحث دی چی ددوی د همدی عقیدی څخه بیا وروسته د تضاد فلسفه رازیږیږی چی په نړی کی ورته دیالیکتیک وایی چی دا فلسفه بیا هیګل په ډیر ښه ډول تشریح کړی

په خدای چی دوی کومه عقیده لری هغه هم هسی عقیده نه ده لکه چی موږ چی الله ج لا مکان او لا زمان ګڼو . ددوی له نظریه خدای لومړی علت دی چی وروسته بیا دا ټول معلولونه ترینه رازیږدلی

یعنی دوی په علت او معلول عقیده لری . ددوی له نظره خدای لومړی علت دی . یعنی ددوی له نظره خدای هغه یو دی کوم چی موږ یی په ریاضی کی حسابوو . لکه په۱۲۳۴۵۶۷۸۹

په ریاضی کی یواځی یو عدد وجود لری چی هغه ۱ دی دا نور ټول عددونه بیا له همدی یوه څخه جوړشوی

د مثال پډول ۵ پخپله کوم عدد ندی بلکی له پنځو دانو یوه څخه جوړشوی عدد دی . په همدی ډول د ۷ عدد اوه دانی یوه دی . ۸ اته دانی یوه دی . ۱۰۰۰ زر دانی یوه دی .۱۰۰۰۰ لس زره دانی یوه دی او په همدی ډول ټول اعداد له همدی یوه څخه جوړشوی . یعنی یو په هر عدد کی موجود دی او هر عدد له یوه څخه جوړ شوی یعنی دوی شرک کوی خالق او مخلوق سره ګډوی

ددوی په نظر د علت او معلول د محاسبی مطابق هر مخلوق د همدی د علت او معلول د لیکی په واسطه له خپل خالق سره مستقیم ارتباط لری
او دا هرڅه چی رامنځته کیږی دا ټول په همعغه لومړی علت کی محاسبه شوی او تغیریدای نشی یعنی دویته موږ جبریان هم ویلی شو

که چیری تاسی دا شعر اوریدلای وی چی وایی ( زه خو شرابی یم شیخه ته راسره جنګ کړی ..... برخی ازلی دی کاشکی ما د ځان په رنګ کړی ) دا ددوی شعر ده . یعنی ددوی له نظره هرڅه جبری دی او انسان هیڅ اختیار نلری او باید چی جبر ته تسلیم شی

جبر ته تسلیمیدل یعنی څه ؟

یعنی چی انسان باید د خپل تن فیزیکی خواهشاتو ته تسلیم شی او په همدی خواهیشاتو کی باید ورک شی . او د خواهشاتو څخه دوه بارز شکلونه چی هغه زموږ شهوت او ګيډه ده . یعنی زموږ ګیډه او زموږ تناسلی الو ته باید موږ تسلیم شو . ددوی په نظر موږ باید د الله ج بندګان ونه اوسو او باید چی د خپلو خيټو او تناسلی الو بندګان واوسو . او ددوی له نظره د همدی خیټی او تناسلی الی په واسطه موږ د علت او معلول د لیکی په واسطه د هغه لومړنی علت سره په تماس کی کیږو او هغه ته رسیږو کوم ددوی له نظره خالق دی

نور بیا


Naeem sadat
13.01.2015

ددوی عقیده د انسان په روح دا ډول ده

دوی زموږ په شان د انسان په روح چی د انسان اصل ده عقیده نلری . ددوی له نظره د انسان روح او جسم د انسان دوه برخی دی یعنی انسان له همدی دوو متضادو برخو څخه جوړ شوی او دواړه برخی سره مساوی دی

یعنی د انسان روح ددی نړی هغه مخالف جهت ده او د انسان تن د همدی نړی څخه ده . چی ددی دوو مخالفو جهتونو له متضاد ټکر څخه زموږ ژوند رامنځته کیږی .

یعنی دا داسی وایی لکه د برق منفی او مثبت چی پخپل منځکی سره متضاد دی او ددوی د ټکر له علت څخه چی د ګروپ په منځکی رامنځته کیږی رڼا رامنځته کیږی او دا رڼا زموږ ژوند دی

یعنی ددوی په نظر دا نړی خپل یو مخالف جهت یا متضاد جهت لری چی موږ یی نه وینو خو هغه متضاد جهت هم همدلته موجود دی او ددی دواړو متضادو جهتونو لړی له همعغه لومړی علت څخه را شروع شوی کوم چی دوی یی خدای ګڼی او ددی دوو متضادو جهتونو له ټکر څخه ژوند رامنځته کیږی چی همدی ته دوی د ددوو متضادو جهتونو عشق وایی . ددوی دا عشق عشق همدا معنی لری کومه بله معنی نلری

یعنی دلته خبره داده چی دوی انسان ته له سره لکه یو مستقله پدیده چی الله ج خلق کړی قایل ندی
ددوی له نظره په اصل کی خو ددوی په نظر چی کوم ددوی خدای دی د هغه مقصد ددو متضادو پدیدو د ټکر څخه د عشق را پیدا کول وو

چی له همدی ځایه د هیګل دیالیکتک ، د داروین د تکامل ، او د انشټین د نسبیت تیوری ګانی سرچینی اخلی

ددوی دا نظریه د مشرکیت نظریه وه چی له ډیره پخوا موجوده وه . او ډیره ساده وه خو دوی د هر پیامبر په راتګ چی کوم علم هغه موږ ته راووړ دوی له هغه علم څخه ګټه پورته کوله او د همدی قاعدی مطابق یی د پیامبرانو دینونه تفسیرول او بدلول

دا نظریه په بودیزم او هندویزم کی موجوده ده ، دا نظریه د ننی یهودیت په دین کی د قبالی په نوم موجوده ده ، دا نظریه د عیسویت په دین کی د پلار ، زوی او مقدس روح په نامه موجوده ده

د عیسویت په دین کی دوی د خدای په دری ګونی توب عقیده لری او بیا وایی چی دا خدای پخپلو همدی دریو مخونو کی واحد دی
ددوی مطلب له پلار څخه همعغه ددوی خدای چی ددوی له نظره لومړی علت دی دی . زوی ددوی له نظره دا زموږ نړی ده . او مقدس روح ددوی له نظره ددی نړی هغه برعکس یا مخالف جهت دی چی موږ یی په سترګو نه وینو

اسلامی امت ته هم دوی دا نظریه را تزریق کړی چی زیاتره د صوفیانو لخوا او خصوصا د شعیه ګانو لخوا تبلیغیږی

تر هغه وخته چی نبوت نه وو ختم شوی دوی د نبیانو او رسولانو له علمه ګټه پورته کوله خو کله چی محمد ص په نبوت او رسالت مامور شو او نور نبوت ختم شو بعد له هغه دوی نور ورو ورو د دینونو له چوکاته راووتل او سیکولاریزم یی بنا کړ . نور نو دوی ټولو دینونو ته د جنګ اعلان وکړ او ټول دینونه یی په سیاسی ډول غیر قانونی اعلان کړه
او خپله دا نظریه یی مستقیم د ایډیالوژی ګانو او تیوریګانو په واسطه خلکو ته وړاندی کړی

نور بیا


Naeem sadat
27.01.2015

درنو دوستانو السلام علیکم

په تیر پسی

دلته یوه اساسی پوښتنه را پیدا کیږی او هغه دا چی دا خلګ څوګ دی او ولی په نوموړی نظر یا قاعدی دومره کلک د تعصب تر سرحده ولاړ دی او دا دید یا نظر چی دوی یی لری له کومه ځایه سرچینه اخلی؟؟

که رښتیا ووایم ما همدا بحث د همدی پوښتنی د ځوابولو لپاره را شروع کړی وو چی نوموړی پوښتنه باید چی ځواب کړم
او هغه داسی ده چی ددی اساسی منشا خو له ابلیس څخه راشروع کیږی خو زه غواړم چی دا په ډاګه کړم چی په تخنیکی ډول دا کار څه ډول شوی
او هغه داسی ده چی په ټولو اسمانی کتابونو کی د انسانانو د مبدا داستان له یوه ځایه راشروع کیږی چی په هغه ځای کی لومړی یو نارینه چی ادم ع دی وی او وروسته بیا بی بی حوا د الله ج لخوا د ادم ع له پوښتی جوړه شی او له همدی ځایه د انسانانو داستان راپیلیږی
یعنی دلته مطلب دادی چی د نوموړی پوښتنی ځواب باید د نارینه او ښځی په منځکی د تفاوت او مناسباتو څخه راوپلټل شی
ما د همدی بحث په سرکی وویل چی کله ادم ع او بی بی حوا په جنت کی وو او هغه د غنمو دانه یی لا نه وه خوړلی نو دوی هر یو پخپل ذات کی پاک وو
یعنی ادم ع سل په سلو کی نارینه یا مذکر وو او بی بی حوا سل په سلو کی مونثه یا ښځینه وه .
نو په هغه وخت کی دی کار له سره امکان نه لاره چی ادم ع دی شرک وکړی ځکه چی ادم ع پخپل ذات کی پاک وو یعنی دی خبری هیڅ امکان نلاره چی ادم ع دی د الله ج سره شریک ونیسی
خو کله چی دوی یعنی ادم ع او بی بی حوا هغه د غنمو دانه وخوړه نو له همعغه وخته د انسان په ذات کی داسی امکان را پیدا شو چی بعد له هغه انسان کولای شی چی شرک وکړی او هغه ځکه چی د ادم ع نارینتوب ته ښځینه توب ور ګډ شو او د بی بی حوا ښځینتوب ته نارینتوب ورګډ شو

پوښتنه داده چی مطلق نارینه ولی شرک نشی کولی ؟

د هغه علت داده چی مطلق نارینه سل په سلو کی پدی پوهیږی چی نوموړی فاعل یا نارینه دی او پرته لدی د نوموړی فکر ته څه ورتلی نشی او په همدی خاطر مطلق نارینه په هیڅ ډول مفعولتوب نشی منلای . یعنی که یو څوګ سل په سلو کی نارینه وی نو د هغه لپاره دا غیری ممکنه ده چی نوموړی دی ددی نړی د تاثیر لاندی معفولتوب که په هر ډول وی ومنی ځکه چی نوموړی په هر ممکن حالت کی پدی پوهیږی چی زه فاعل یم
دا داسی ده لکه یوه ډبره چی په هر ممکن حالت کی پدی پوهیګی چی زه ډبره یم او د هر عمل په مقابل کی داسی عکس العمل ښیی لکه ډبره دا هیڅ امکان نلری چی کومه ډبره دی د کوم عمل په مقابل کی داسی عکس العمل وښیی لکه اوبه او یا هم کوم بل عنصر

او همدا ډول مطلقه ښځینه هم نشی کولای چی شرک وکړی هغه ځکه چی مطلقه ښځینه نارینه ته رجوع کوی او دا چی نارینه الله ج ته رجوع کوی نو ښځینه هم پدی واسطه الله ج ته رجوع کوی . او که چیری د مطلقی ښځینه میړه مطلق نارینه نه وی یا نارینتوب پکی شتون ونلری نو دا ښځه که چیری په رښتیا ښځه وی خپل میړه مجبوروی یا یی دیته لمسوی چی باید نارینتوب شروع کړی
یعنی که چیری د کومی ښځی میړه بی غیرته وی خو ښځه یی سل په سلو کی ښځینه وی نو نوموړی ښځه تر هغه وخته خپل میړه دیته لمسوی تر څو یی چی په غیرت راولی یعنی نارینتوب پکی راژوندی کړی

یعنی دلته مطلب دادی چی کله ادم ع او بی بی حوا په جنت کی وو نو اصلاً ددی امکان وجود نه لاره چی دوی دی شرک وکړی . خو کله چی ادم ع نارینتوب ته ښځینه توب ور ګډ شو او د بی بی حوا ښځینه توب ته نارینتوب ور ګډ شو نور نو داسی امکان راپیدا شو چی نور نو نارینه کولای شی چی داسی فکر وکړی لکه ښځینه . یعنی ددی امکان راپیدا شو چی نارینه نور کولای شی چی ځان داسی احساس کړی لکه مفعول او ښځینه داسی فکر کولای شی لکه فاعل یعنی ښځینه کولای شی نور ځان داسی احساس کړی لکه نارینه

چی همدا له ټولو خطرناکه موضوع ده کله چی نارینه داسی فکر کوی او یا ځان داسی احساسوی لکه ښځینه یا ښځینه داسی فکر کوی لکه نارینه یا ځان داسی احساسوی لکه نارینه

هغه ځکه چی پداسی حالت کی هر څه برعکس کیږی او انسان مستقیم د ابلیس پلو ته رجوع کوی

نارینه فکر او ښځینه فکر څه ته وایی او ددی دوو فکرونو په منځکی څه توپیر ده ؟

نارینه فکر د فاعل فکر دی . فاعل پدی معنی نه چی لکه موږ چی ډوډی خورو بلکی پدی معنی چی له هیڅه په یو څه پوهیدل یا له هیڅه د یوی مبدا راشروع کول یا بی علته په یوڅه پوهیدل او یوه فکر ته بی هیڅه مبدا ورکول
چی په همدی خاطر په نړی کی چی څومره مخترعین او یا هم بنسټ ایښودونکی شته یا تیر شوی دا ټول یواځی نارینه دی او که په بل ډول ووایم نارینه انسان پدی نړی کی د الله ج خلیفه دی . او په همدی خاطر یواځی نارینه ددی نړی یا د ابلیس هر چلنج ردولای شی او د نارینه وظیفه همدا ده باید چی ددی نړی هر چلنج رد کړی او د نوموړو چلنجونو په مقابل کی باید له خپلی ښځینی دفاع وکړی

که خلاصه ووایم نارینه فکر د جبر په مقابل کی پخپل اختیار ټینګار کول دی او بیا همعغی خبری ته راځم چی نارینه فکر فاعل فکر دی

ښځینه فکر څه شی دی ؟؟

ښځینه فکر مفعول فکر دی . ښځینه فکر دا امکان نلری چی له هیڅه څه مبدا شروع کړی . ښځینه فکر یواځی په هغه څه پوهیدای شی چی له مخکی موجود وی . یعنی ښځینه فکر یواځی په هغه څه پوهیدای شی چی لومړی نارینه کومه مبدا شروع کړی وی او بیا یی ښځینه فکر ته ورښودلی وی . یعنی که خلاصه ووایم ښځینه فکر یواځی محاسبه او یاداشت لرلی شی خو دا فکر په هیڅ صورت له هیڅه کومه مبدا نشی راشروع کولی نو په همدی خاطر ښځینه فکر عاجز او غریب فکر ده . او حتماً دا فکر مجبور ده چی یوه فاعل ته باید رجوع وکړی ځکه چی پخپله خپله لار نشی پیدا کولی او لکه سنتر یا مرکز باید دا فاعل د ځان خواته راکش کړی

چی زموږ دا نړی هم د همدی ښځینه فکر مطابق جوړه ده . یعنی زموږ دا نړی د کشش قوه لری چی سنتر یا مرکز هر څه خپلی خواته را کش کوی چی دیته موږ د جاذبی قوه وایو
په همدی خاطر نوموړی نړی ته مادی نړی وایی یا دا زموږ کایناتو ته د مادیاتو کاینات وایی ( ماده ) یعنی ښځینه . او داچی زموږ فیزیکی وجود له همدی مادی جوړ دی نو په همدی خاطر زموږ دا فیزیکی وجود ښځینه وجود دی
او دوهم داچی زموږ دا نړی د علت او معلول په محاسبه جوړه ده او هغه داسی چی دا باران ځکه اوری چی په اسمان کی وریځی راپیدا شوی او په اسمان کی وریځی ځکه را پیدا شوی چی په سمندر کی اوبه په بخار بدلی شوی او همدا ډول دا علت او معلول دوام پیدا کوی

نور بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more