د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ثبوت یې چيرې؟

میرویس
20.11.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
پرون د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې د طالبانو د کوټې په شوری کې احتلافونه زیات شوي. د عبدالقیوم ذاکر او ملا اختر محمد منصور دډلو ترمنځ دوامدارو اختلافونو زور اخیستئ دي. وایي چې اختلافونه پدې زیات شوي چې ملا اختر محمد منصورپه کلیدي پوستونو کې خپل طرفداران مقرر کړیدي، او وایي چې دا کار یې د ملاعمر په هدایت کړیدئ.
خو د عبدالقیوم ذاکر ډله داخبره نه مني او ورته وایي چې د ملا عمر د ژند او د هغه داوسیدو د ځای ثبوت دې ورته وړاندې کړي.

طالبانو د ملي امنیت د ادعا په مقابل کې فی الفورعکس العمل ښودلئ او وايي چې ملا محمدعمر آخند ژوندئ دئ، او د افغان حکومت د امنیت اداره ځکه دغسې تورونه لګوي چې د طالبانو د حملو په مخنیوي ناکامه شوېده.

سوال دادئ چې طالبان ولې په کرسۍ باندې د خپلې ادعا د کینولو دپاره د ملا محمد عمر آخند د ژوند کره ثبوت نه وړاندې کوي؟
ملاعمر دې په خپل غږ داسې بیان خپور کړي چې ورځ، میاشت او کال پکې ذکر شوي وي. یادې د کومې تلویزیونې شبکې سره په مرکه کې را څرګند شي او یادې د کومې رادیو سره مرکه وکړي چې د طالبانو او نور ولس دزړه نه دهغه د مرګ په باب شکونه رفع شي.
ملا عمر چې په کندهار کې ؤد مطبوعاتو سره یې مرکې کولې.
په درنښت.


Re: ثبوت یې چيرې؟

lawangin
20.11.2014

داخبرې خو تاسې ددې لپاره کوۍ چې خپله ګېډه نوره هم دسي ای اې
په ملهمو غوړه کړۍ که ملا عمر وي او که نه وي هېواد بايد له اشغال
او اخلاقي فساد نه خلاص شي !

[quote:0f1ffc5c4d="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
پرون د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې د طالبانو د کوټې په شوری کې احتلافونه زیات شوي. د عبدالقیوم ذاکر او ملا اختر محمد منصور دډلو ترمنځ دوامدارو اختلافونو زور اخیستئ دي. وایي چې اختلافونه پدې زیات شوي چې ملا اختر محمد منصورپه کلیدي پوستونو کې خپل طرفداران مقرر کړیدي، او وایي چې دا کار یې د ملاعمر په هدایت کړیدئ.
خو د عبدالقیوم ذاکر ډله داخبره نه مني او ورته وایي چې د ملا عمر د ژند او د هغه داوسیدو د ځای ثبوت دې ورته وړاندې کړي.

طالبانو د ملي امنیت د ادعا په مقابل کې فی الفورعکس العمل ښودلئ او وايي چې ملا محمدعمر آخند ژوندئ دئ، او د افغان حکومت د امنیت اداره ځکه دغسې تورونه لګوي چې د طالبانو د حملو په مخنیوي ناکامه شوېده.

سوال دادئ چې طالبان ولې په کرسۍ باندې د خپلې ادعا د کینولو دپاره د ملا محمد عمر آخند د ژوند کره ثبوت نه وړاندې کوي؟
ملاعمر دې په خپل غږ داسې بیان خپور کړي چې ورځ، میاشت او کال پکې ذکر شوي وي. یادې د کومې تلویزیونې شبکې سره په مرکه کې را څرګند شي او یادې د کومې رادیو سره مرکه وکړي چې د طالبانو او نور ولس دزړه نه دهغه د مرګ په باب شکونه رفع شي.
ملا عمر چې په کندهار کې ؤد مطبوعاتو سره یې مرکې کولې.
په درنښت.[/quote:0f1ffc5c4d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more