د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

حقانیانو ښکار

اتل
31.10.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دحقاني د شبکې، په تیره بیا د حقاني د کورنۍ غړي د خپل ښکارچې د ویرې نه آزاد ګشت او ګذار نشي کولئ، خو سره ددې هم د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې وژل کیږي. ټر اوسه پورې د حقاني د کورنۍ په غړو برسیره ددې شبکې ډیر لوی او مخور قوماندانان دبې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې وژل شويدي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه مسؤل وویل چې داځلې بې پیلوټه الوتکې د برمل په سیمه کې د نرګس پرکلي حمله وکړه او لږ تر لږه اووه وسله وال یې وژل چې په دوی کې یو عبداله حقانی دی چې افغانستان ته د ځان وژونکو برید کوونکو د لیږلو مسوول ګڼل کېده.
بې پیلوټ الوتکې هدفونه رسا ولي، جانبي عوارض نلري نو په همدې وجی یې ولس ملاتړ کوي.
دا رپوټ خامه نیوز هم خپور کړیدئ.


Re: حقانیانو ښکار

lawangin
03.11.2014

تف لانت پر داسې تنبل بې مغزه مذدور چې دصليبي اشغالګرو
دترور په ماشين او عمل وياړ کوي !
دا بې مغزه داولس نوم بدوي !
جاهله هر عملي وژنه بې له قضا او محکمې او سبوته ترور دی
او هيڅ قانوني اجازه نلري خو صليبيان مسلمانان کله انسانان بولي
او په هره پلمه یېوژني !

پتنګ
[quote:64cf83fbc5="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دحقاني د شبکې، په تیره بیا د حقاني د کورنۍ غړي د خپل ښکارچې د ویرې نه آزاد ګشت او ګذار نشي کولئ، خو سره ددې هم د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې وژل کیږي. ټر اوسه پورې د حقاني د کورنۍ په غړو برسیره ددې شبکې ډیر لوی او مخور قوماندانان دبې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې وژل شويدي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه مسؤل وویل چې داځلې بې پیلوټه الوتکې د برمل په سیمه کې د نرګس پرکلي حمله وکړه او لږ تر لږه اووه وسله وال یې وژل چې په دوی کې یو عبداله حقانی دی چې افغانستان ته د ځان وژونکو برید کوونکو د لیږلو مسوول ګڼل کېده.
بې پیلوټ الوتکې هدفونه رسا ولي، جانبي عوارض نلري نو په همدې وجی یې ولس ملاتړ کوي.
دا رپوټ خامه نیوز هم خپور کړیدئ.[/quote:64cf83fbc5]


طالب ISI
04.11.2014

وایې سپیان وفاداره وي. خو د حقاني په نامه پاکستان داسې سپیان پیدا کړي چې عام سپیان ورته حیران پاتې دي. چې افغانستان کې چیرته انسان ورته په نښه کړي بس نور یې حقاني مارکې واله سپیان ته پریږده چې وینې یې باد کړي.

د حقاني بیخې تخم ورک کړې . که ډرون واله ته په هغه دنیا اجر نه شته خدای پاک دې په دې دنیا بدل ورکړي.


lawangin
04.11.2014

وروره ! وفاداري خو لوی انساني صفت دی چې په اېمانداري ،
پښتني او اسلامي بڼه وي !
خو پرداسې وفاداري د نالت شي لکه کومه چې دکابل
لنډغر یې کوي !
چې نه اسلامي ده او نه پښتني ! کله روبل او اوتکا وي کله دالر
او شامپاني ! نه ناموس وي نه اسلام ، نه پښتو نه غيرت !

څوک چې خپله پښه په تبرګي غوڅوي دهغه نه درمل شته او نه
احترام !

[quote:c96176e285="طالب ISI"]وایې سپیان وفاداره وي. خو د حقاني په نامه پاکستان داسې سپیان پیدا کړي چې عام سپیان ورته حیران پاتې دي. چې افغانستان کې چیرته انسان ورته په نښه کړي بس نور یې حقاني مارکې واله سپیان ته پریږده چې وینې یې باد کړي.

د حقاني بیخې تخم ورک کړې . که ډرون واله ته په هغه دنیا اجر نه شته خدای پاک دې په دې دنیا بدل ورکړي.[/quote:c96176e285]


اتل
05.11.2014

محترم لونګینه، السلام علیکم
ورور جانه، ولې پدې نه غږیږې چې طالبانو چې کوم خوارج ترورست عرب او نور ورسره راوستي، ولې زموږ بې ګناه خلک وژني. بې پیلوټه الوتکې خو طالبانو او د هغوی د القاعدې او نورو ترورستانو زموږ ملک ته را مجبورې کړې. دا الوتکې او خارجي قواوې خو د القاعدې او طالباني ترورستانو نه د ځان ددفاع دپاره دلته راغلې چې دوی وځپی، تر څو بیا زموږ د ملک نه د هغوی په ملکونو کې حملې ونکړي.

زه او ته پدې مسئله ډیر غږیدلي یو، خو ته بیا هم ځا ن په ټګۍ وهې او غولونکې پوښتنې کوې. دغه ترورست غله او قاتلان چې د بې پیلوټه لوتکو په بمباریو کې په نښه کیږي دډیرو قتلونو او ډول ډول جنایتونو مرتکبین دي. بی پیلوټه الوتکې ددې دپاره ده ترورستان په نښه کوي چې نور بې ګناه ځايي پښتانه ونه وژني. ځايي ولس خو ځکه بې پیلوټه الوتکې ابابیلې بولي چې دولسونو د ستوني نه د ترورستانو منګولې راکاږي.
په احترام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more