د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

امربالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده


Mazharee
14.10.2014

بسم الله الرحمن الرحیم
نظر ومهم والی ته دامر بالمعروف او نهی عن المنکر دوظیفی ، همدا راز نظر وتعمیم اوعدم تخصیص ته ددی وظیفی په یوخاص مکان او زمان اوشخص پوری غواړم دلته څودلائل دقرآن اوحدیث څخه ولیکم چی دورایه ورڅخه داسی ښکاری چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهر مسلمان وظیفه ده ، البته ترخپل توان پوری اودخپل علمی استعداد دظرفیت په نظرکی نیولو سره اوپدی هکله دشرعی حدود په ساتلو سره ، او تدین اوایمانداری په مراعات کولو سره.
دقران څخه دلائل:
1. {كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ}.[سوره آل عمران 110]
ژباړه: تاسو بهترینه امت یاست چی ایستل شوی یئ دپاره دخلګو ، تاسو امر بالمعروف کوئ اونهی عن المنکر کوی ، او په الله باندی ایمان لرئ ، او کچیری اهل کتابو ایمان راوړئ وای نوددوی لپاره به ډیره ښه وای ، ددوی څخه ځینی مسلمانان دی ، خواکثره یی کافران دی.
پدی آیت شریف کی خطاب ټوله امت ته دئ ، ځکه په لفظ د"کنتم" سره یوه خاصه طبقه خلګ مراد ندی ، بلکه امت محمدی صلی الله علیه وسلم ته خطاب دئ، وروسته چی کومه خبره دامر بالمعروف اونهی عن المنکر راغلیده هم عامه ده ټوله امت ته شامله ده ، اودهر چاوظیفه ده.

2. {وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ}.[سورة التوبة 71]
ژباړه:نارینه مسلمانان اوښځی مسلمانانی ځینی یی دځینو نورو دوستان دی ، امر بالمعروف کوی اونهی عن المنکر کوی ، لمونځونه کوی اوزکاتونه ورکوی ، او دالله اودهغه درسول اطاعت کوی ، ډیر ژردئ چی الله پاک به پردغه خلګو باندی خپل رحمت وکړی ، بیشکه الله غښتلئ اوحکمت والا دئ.
پدی آیت شریف کی الله پاک بیله کوم تقسیم اوتوپیره مسلمانان سره دوستان بللی او دهغوی وظیفه یی دیوبل په مقابل کی دا ښودلیده چی هغوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، همدا راز لمونځونه کوی او.........
نولکه چی لمونځ زکاة او دالله اطاعت دهرچا وظیفه ده همدا راز امر بالمعروف اونهی عن المنکر هم دهرچاوظیفه ده مګرداچی دیوشرعی عذر له وجه الله پاک دچاڅخه ساقط کړئ وی،
3. التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [سورة التوبة 112]
ژباړه: توبه کوونکی ، عبادت کوونکی ، حمد ویونکی، روژه نیوونکی، رکوع کوونکی، سجده کوونکی، په معروف باندی امر کوونکی اودبد کارڅخه نهی کوونکی ، او دالله پرحدودو باندی حفاظت کوونکی ، اومسلمانانو ته دجنت زیرئ ورکړه.
پدی آیت کی خدای پاک دمومنانو صفتونه په ډیرو صفاتو سره کړیدی چی یودهغوی څخه دغه دئ چی دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، نولکه چی نورکارونه دهر رښتینی مسلمان صفت دئ امر بالمعروف هم دهر مسلمان صفت دئ.
4. لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ * يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ [سورة آل عمران 113 - 114]
ژباړه: اهل کتاب ټوله یوډول ندی داهل کتابو څخه یوه ډله ده چی دالله پردین باندی ولاړه ده ، دالله آیاتونه دشپی تلاوت کوی اوسجده کوی ، پرالله او ورځی دآخرت ایمان لری ، امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، دخیرات په کولوکی تلوار کوی ، اودغه خلګ نیک خلګ دی.
پدی آیت کی الله پاک دهغه اهل کتابو چی ایمان یی راوړئ دئ ، دنورو صفتونو په څنګ کی ددوی داصفت هم ذکر کوی چی دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، نولکه نور صفتونه چی په هغوی یومومن ددوی متصف کیدلائ شی پدغه صفت باندی هم هرمومن ددوی متصف کیدلائ شی.
5. وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3).
ژباړه: زما دی قسم وی دمازیګر په وخت سره چی هر إنسان په تاوان کی دئ ، مګرهغه څوک چی إیمان یی راوړئ وی اونیک عمل یی کړئ وی ، اوپه حق اوصبرباندی یی توصیه کړیوی.
دلته خدای پاک دجملی څخه دتاوانی خلګو هغه خلګ استثناء کړیدی کوم چی په الله یی ایمان یی راوړئ ، ښه عمل یی کړئ او په حق اوصبرباندی یی توصیه کړیوی.
توصیه په حق اوصبر باندی همدغه معنی چی نورو ته إنسان دحق اوصبرسپارښتنه کوی چی دغه په خپله معنی دامر بالمعروف اونهی عن المنکر ده، لکه په تفسیرقرطبی کی چی ددی آیت په تفسیر کی لیکی: أوصى بعضهم بعضاً، وحث بعضهم بعضاً.[قرطبی] یعنی ځینو وځینو نوروته وصیت کړئ وی ، اوځینو ځینی نور پردی باندی باعثه کړیوی ، نوچی کله وصیت بالحق او وصیت بالصبر امر بالمعروف شی نولکه دلته چی په استثناء کی صفت ممیزه دهرمسلمان لپاره راغلئ دئ ، او دمسلمان لپاره صفت دکمال او جلاکوونکئ صفت دئ ، نوامر بالمعروف هم دهر مسلمان صفت دئ اوپرهرچاباندی لازمه ده چی دخپل علم اوتوان موافق امر بالمعروف اونهی عن المنکر وکړی.

دیوه استدلال څخه ځواب

{وَلْتَكُن مِّنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ} سوره آل عمران104].

ځینی خلګ په پورتنی آیت شریف باندی دلیل نیسی چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر تنها کار دعلماؤ دئ هرڅوک یی نیسی کولائ ، دوی وایی دلته چی لفظ ده " مِن " راغلئ دئ هغه تبغیضیه دئ ، نومعنی یی داسی کیږی چی : په تاسو کی به یوه ډله وی چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، چی هغه علماء دی،نودوی وایی : امر بالمعروف اونهی عن المنکر تنها کار دعلماؤ دئ نورو خلګوته جائزه نده چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر وکړی.
خوددی خلګو استدلال او د" من " تبعضیه څخه دغه مقصد اخیستل صحیح ندئ ځکه چی:
پردی خبره دمفسرینو اتفاق ندئ چی دلته دی " من " تبغیضیه وسی بلکی اختلاف دئ ځینی یی تبغیضیه بولی ، ځینی یی بیانیه بولی، ځینی یی ددواړو په صحت باندی قائل دی اودهر یوه لپاره توجیه کوی.
خوهغه څوک چی یی تبعیضیه بولی هم داسی نه وایی چی داکار دی تنها علماء وکړی بلکی هرڅوک کولائ شی دخپل علم مطابق امر بالمعروف وکړی ، خودلته د" من " فایده فقط دغه ده چی پدی سره هغه فرضیت عینی ساقط سو یعنی "من" ددی لپاره راغلئ دئ چی دغه وظیفه فرض عین نده بلکه فرض کفایی ده ، چی په یوقوم کی یی څو نفره وکړی دنورو ټولو غاړی ورسره خلاصیږی ، دایی معنی نده چی تنها علماء به یی کوی بل څوک به یی ګرسره نکوی کڅه هم په ځینو مسائلو یی سرخلاصیږی.
علامه وهبة الزحیلی په خپل تفسیر کی وروسته تردی چی وایی دغه " من " دتبعیض لپاره دئ. وایی: وتخصص هذه الفئة بما ذكر لا يمنع كون الأمر بالمعروف والنّهي عن المنكر واجبا على كلّ فرد من أفراد الأمّة بحسبه.
ژباړه: یعنی ددغی ډلی(علماؤ) دتخصیص په هغه شی سره چی ذکر شو ددی څخه منع نه رواړی چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر دی پر هرفرد دهغه دقدرت په اندازه نه واجبیږی.
وروسته یی پردی باندی داحادیثو څخه دلائل هم راوړیدی.
همدا راز په تفسیر ابی سعید کی راځی:
فتوجيهُ الخطابِ إلى الكل مع إسناد الدعوةِ إلى البعض لتحقيق معنى فرضيّتِها على الكفاية وأنها واجبةٌ على الكل لكن بحيث إنْ أقامها البعضُ سقطت عن الباقين ، ولو أخل بها الكلُّ أثِموا جميعاً.[تفسیر ابی سعید]
ژباړه: دخطاب متوجه کیدل وټولو ته سره ده نسبته ددعوت وبعضو ته دپاره دثبوت دمعنی دفرض کفایی دئ ، اوددی لپاره چی دغه پرټولو باندی واجب دئ ، خوپداسی طریقه چی ځینی یی وکړی نو دنورو څخه ساقطیږی ، اوکه یی ټوله پسی پریږدی ، نوبیا ټوله ګناه کاره کیږی.
بیاوروسته وایی: ولا يقتضي ذلك كونَ الدعوةِ فرضَ عينٍ ، فإن الجهادَ من فروض الكفايةِ مع ثبوته بالخطاب العامِّ.[تفسیرابی سعود]
یعنی داچی " من " دی دپاره ده تبیین شی ددغه څخه داسی نه ښکاری چی داکار دی فرض عین شی ، ځکه جهاد فرض کفایی دئ سره ددی چی په عام خطاب باندی هم ثابت دئ.
یعنی مقصد یی دادئ چی دلته که من بیانیه شی فرض عین کیدل یی ورڅخه نه ثابتیږی اوکه تبعیضیه شی ، تخصیص یی تریوی ټولۍ پوری نه ثابتیږی بلکی فقط ده تبعیض څخه تنها فرض کفایی والئ ثابتیږی.
اوپه تفسیر حقی یاروح البیان کی هم دغسی راغلی دی.
په تفسیر شعراوی که راځی:
وقوله الحق سبحانه : { وَلْتَكُن مِّنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الخير } .
هذا القول يعني ان يكون منكم أيها المخاطبون أمة تدعو إلى الخير ، ومعناه أيضا أن تكونوا جميعا أمة تدعو إلى الخير ، وبعض العلماء يرى أن هذا القول يعني : أن تكون منكم جماعة يأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر . ولكنّ هناك فهما أعمق من هذا ، وهو أن هذه الآية تأمر بأن تكون كل جماعة المسلمين أمة تدعو إلى الخير ، وتأمر بالمعروف ، وتنهى عن المنكر ، إي أن هذه الآية تطالب كُلَّ أمة المسلمين بذلك ، فلا تختص جماعة منها فقط بالأمر بالمعروف والنهي عن المنكر ، بل الواجب أن تكون أمة المسلمين كلها آمرة بالمعروف ، وناهية عن المنكر ، فمن يعرف حكما من الأحكام عليه أن يأمر به .[تفسیر شعراوی]
خلاصه ژباړه: یعنی ددی معنی داسی ده چی ائ مخاطبینو! په تاسو کی دی یوه ډله وی چی خلګ وخیر ته را بولی. همدا راز معنایی داده چی تاسو ټوله امت باید داسی وسئ چی خلګ وخیر ته راوبولئ .
بعضی علماء داسی ګمان کوی چی دغه قول چی په تاسو کی به یوه ډله وی چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، خومګر دلته تردی عمیق فهم سته هغه داچی دغه آیت ددی امر کوی چی باید ټوله اسلامی ټولنه داسی امت وی چی وخیرته دعوت ورکوی ، او امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، یعنی دا آیت ټول مسلمانان په دغه وظیفی باندی امرکوی ، نوداسی نشی کیدلائ چی یوه ډله دی په امر بالمعروف اونهی عن المنکر سره خاص کړل شی، بلکی دا ضروری ده چی ټوله امت مسلمه دی په معروف باندی امر کوونکی وسی او دمنکر څخه دی منعه کوونکی وسی، نوچی چاته یوحکم داحکامو معلوم وی باید په هغه باندی بل څوک امر کړی.
او په تفسیر ابن کثیر کی راځی: والمقصود من هذه الآية، أن تكون فرقة من هذه الأمة متصدية لهذا الشأن، وإن كان ذلك واجباً على كل فرد من الأمة بحسبه، كما ثبت في صحيح مسلم، عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم «من رأى منكم منكرأً فيلغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه وذلك أضعف الإيمان» وفي رواية: وليس وراء ذلك من الإيمان حبة خردل».[تفسیرابن کثیر]
ژباړه: مقصود ددی آیت څخه دادئ چی باید ددی امت څخه یوه ډله وی چی ددی کار لپاره یی قصد کړئ وی ، کڅه هم دغه کار پرهر فرد باندی دهغه دتوان مطابق واجب دئ ، لکه څنګه چی په صحیح مسلم کی دابوهریرة رضی الله تعالی عنه په حواله راځی چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی ستاسوڅخه یو بدکار ووینی نوپه خپل لاس دی تغیر ورکړی که یی په طاقت نوه ، نوبیادی په ژبه تغیر ورکړی ، اوکه یی په طاقت نوه ، نوبیادی په زړه کی ورڅخه کرکه وکړی ، اودغه هغه ضعیفه اثر دایمان دئ.
اوقاضی ثناء الله فانی پتی رحمه الله په خپل تفسیر کی وروسته تردی چی دئ وایی: دغه " من " دتبعیض لپاره دئ ځکه چی امر بالمعروف فرض کفایی دئ اوبل ، هرڅوک ددی صلاحیت نلری چی ودی کړی. داسی لیکی:
خاطب الجميع وطلب فعل البعض ليدل على انه واجب على الكل حتى لو ترك الكل أثموا جميعا ولكن يسقط بفعل بعضهم وهذا شأن فروض الكفاية- وجاز ان يكون من للتبيين ويكون النهى عن المنكر واجبا على كل أحد واقله ان ينكر بقلبه يعنى كونوا أُمَّةٌ يَدْعُونَ الناس إِلَى الْخَيْرِ.[التفسیرالمظهری]
ژباړه: الله پاک ټوله مخاطب کړه خومطالبه یی دبعضو څخه وکړه ددی لپاره چی پردی باندی دلالت وکړی چی دغه وظیفه پرټولو باندی واجب ده ، که یی ټوله پریږدی ، ټول ګناهکاره کیږی ، خوپه کولو سره دبعضو ، دټولو دغاړی څخه ساقطیږی ، چی فرض کفایی همداسی وی. او داسی هم روا کیږی چی "من" بیانیه شی ، اونهی عن المنکر دی پرهر یوه باندی واجب شی ، اوکمترینه اندازه یی داده چی په زړه کی ورڅخه بد یوسی ، یعنی تاسو ټوله داسی امت شئ چی خلګ وخیرته راوبولی.
اوپه تفسیربغوی کی راځی: { وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ } أي: كونوا أمةً، { من } صلة ليست للتبعيض.
یعنی دغه " من " دصله زائده دئ تبعیضیه ندئ.
په تفسیر الوجیز کی راځی: { ولتكن منكم أمة . . . } الآية . أَيْ : وليكن كلُّكم كذلك ، ودخلت " مِنْ " لتخصيص المخاطبين من غيرهم.[تفسیرالوجیز]
امام فخر الدین رازی رحمه الله وروسته ترذکر ددواړو مذهبینو په لفظ کی د"من" یوځلی دیوه اعتراض دفعه کوی کوم چی پرهغو خلګو باندی واردیږی چی هغوی دغه "من" بیانیه بولی چی ددی څخه له ورایه ښکاری چی دئ هم پدغه باور دئ چی دغه "من" بیانیه دئ ، وروسته بیا لیکی:
والعلماء قالوا : الفاسق له أن يأمر بالمعروف لأنه وجب عليه ترك ذلك المنكر ووجب عليه النهي عن ذلك المنكر ، فبأن ترك أحد الواجبين لا يلزمه ترك الواجب الآخر ، وعن السلف : مروا بالخير وإن لم تفعلوا ، وعن الحسن أنه سمع مطرف بن عبد اللّه يقول : لا أقول ما لا أفعل ، فقال : وأينا يفعل ما يقول؟ ودّ الشيطان لو ظفر بهذه الكلمة منكم فلا يأمر أحد بمعروف ولا ينهى عن المنكر.
ژباړه: علماؤویلی: دفاسق لپاره روا کیږی چی په ښه کار باندی امر وکړی ، ځکه لکه پرده باندی چی واجب ده پریښودل ددغه بدکار همدا راز پرده باندی واجب ده منع کول ددغه کارڅخه ، نوداچی دئ یوواجب پریږدی ، ددی څخه داسی نه لازمیږی چی هغه بل واجب دی هم پریږدی، اوسلف صالحینو څخه داسی نقل سوی دی : چی په ښه کار باندی امر وکړئ کڅه یی هم تاسو نکوئ، اودحسن رحمه الله څخه نقل دئ چی ده دمطرف بن عبدالله څخه واوریدل چی ویل یی: زه هغه شئ نه وایم کوم چی نه یی کوم، نو ده ورته وویل: کوم یو زمونږ هغه کارکوی چی وایی یی؟ شیطان خوښ لری چی پدغی خبری باندی پرتاسو کامیابه شی ، نوبه بیا څوک امر بالمعروف اونهی عن المنکر نکوی.
خلاصه: داده چی دلفظ څخه د"من" نفی امر بالمعروف اونهی عن المنکر دغیرڅخه دعلماؤ نه ښکاری ، البته داخبره ضروری ده کوم څوک چی چاته دیوښه کار دعوت ورکوی اویایی دبد کاره څخه نهی کوی ، نوهغه باید دهغه کار اوهغی خبری حکم ښه زده کړئ وی بیایی ونورو خلګو ته ووایی ، که یی نوی زده کړئ بیایی هم خلګو ته وایی ، نوبیا داسی سړیته لازمه نده چی پرخلګو دی امر اونهی وکړی آن چی یو عالم یوه مسئله ورته پوره معلومه نوی نشی کولائ هغه خلګوته په یقینی ډول بیان کړی، مثلا که چا دلمانځه مسائل دیوه عالم څخه ښه زده کړیوی ، هغه سړئ کولائ شی دغه مسائل نورو خلګوته هم بیان کړی اویا چا دمعاملاتو او سوداګانو مسائل ښه زده کړیوی دغه سړئ کولائ شی نورو خلګو ته یی هم بیان کړی.

داحادیثو په رڼاکی
1. عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً.[صحیح البخاری 3461]
ژباړه: دعبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما رسونه وکړئ کڅه هم په اندازی دیوه آیت وی.
دلته که سړئ ددی حدیث وتأکید ته وګوری چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی دځانه څخه دتبلیغ په رسولو باندی کوی ، نو داخبره به له ورایه سړیته ښکاره شی چی امر بالمعروف دهرچا کاردئ، ځکه لکه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دقول اویافعل رسول چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی د رسولو امر کړئ دئ دهرچا وظیفه ده امر بالمروف چی د الله ددین رسول دی ، هم دهرچا وظیفه ده ، او دلته ددین په رسولو کی هیڅ قسم اختصاص تریوی نومولی ډلی پوری نشته ، البته لکه مخکی چی مولیکلی دی ، کوم شئ چی څوک یی بل چاته رسوی داخبره ضروری ده چی باید یی سم اوپوره زده وی.
په فیض القدیر کی یی ددی حدیث په شرح راوړیدی: وقوله ولو آية أي علامة تتميم ومبالغة أي ولو كان المبلغ فعلا أو إشارة بنحو يد أو أصبع فإنه يجب تبليغه حفظا للشريعة.[فیض القدیر شرح جامع الصغیر3159]
ژباړه: داقول درسول اکرم صلی الله علیه وسلم چی کڅه هم یوآیت وی: یعنی یوه دکامل کیدلو اورسیدلو علامه وی ، یعنی کڅه هم هغه رسوونکئ شئ ، یوکاروی اودلاس او ګوتی غوندی اشاره وی ، رسول یی ضروری دئ پخاطر دحفاظت دشریعت.
یعنی که هرڅومره لږ اولنډه خبره اویا کار وی چی هغه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وی باید یی سړئ ترنورو پوری ورسوی.
1. عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : نَضَّرَ اللَّهُ عَبْدًاسَمِعَ مَقَالَتِي فَوَعَاهَا ، ثُمَّ بَلَّغَهَا عَنِّي ، فَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ غَيْرِ فَقِيهٍ ، وَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ إِلَى مَنْ هُوَ أَفْقَهُ مِنْهُ.
ژباړه: دحضرت انس بن مالک رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک دی خوشحاله او تازه کړئ مخ دهغه چا ، چی زما خبره واوری ، نو یی ښه یاد کړی ، بیا یی زما دځایه څخه (نوروته) ورسوی ، داسی پیښیږی چی وړونکئ دفقه (علم) فقیه نوی ، اوداسی هم پیښیږی چی وړونکی دفقه(علم) وهغه چاته وی چی هغه تر ده ډیر فقیه وی.
یعنی کله کله داسی کیږی چی دچاسره دی علم وی خودئ دی ورڅخه داسی استنباط اواخذ ونکړی لکه هغه څوک چی دده څخه زده کوی.
پدی حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هرهغه چاته دعاکړیده چی دده حدیث ونورو ته ورسوی.
2. عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ :« لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْ عِنْدِهِ ثُمَّ لَتَدْعُوُنَّهُ فَلاَ يَسْتَجِيبُ لَكُمْ.[سنن الکبری للبیهقی20694]
ژباړه: دحذیفه بن الیمان رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو به ارو مرو امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوئ ، اویا به الله درباندی دخپل جانبه څخه عذاب نازل کړی ، بیا دعا کوئ خو الله به یی نه درڅخه قبلوی.
دلته چی کوم امر په امر المعروف اونهی عن المنکر بانی راغلئ دئ اوبیا ورباندی وعید راغلئ دئ عموما دهرهغه چالپار راغلئ چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر پسی پریږدی.
3. عَن أَنَسٍ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ».
ژباړه: حضرت انس رضی الله تعالی عنه روایت کوی چی رسول اکر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی ستاسوڅخه یو بدکار ووینی نوپه خپل لاس دی تغیر ورکړی که یی په طاقت نوه ، نوبیادی په ژبه تغیر ورکړی ، اوکه یی په طاقت نوه ، نوبیادی په زړه کی ورڅخه کرکه وکړی ، اودغه هغه ضعیفه اثر دایمان دئ.
په فیض القدیر کی ددی حدیث په توضیح کی لیکی: ثم إن كان المأمور ظاهرا كصلاة وصوم لم يختص بالعلماء وإلا اختص بهم أو بمن علمه منهم.[فیض القدیر شرح جامع الصغیر]
یعنی که هغه امر کړل شوئ کار ښکاره وی لکه لمونځ اوروژه نو دا خاص په علماؤ پوری ندئ(هرڅوک یی کولائ شی) اوکه ظاهر نه وو(بلکه پیچلی مسائل وه) نوهغه په علماؤ پوری خاص دئ اویا په هغه چا پوری چی دعلماؤ څخه یی زده کړئ وی.
دپورتنی احادیثو څخه له واریه ښکاری چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده.

په یوی قیصی باندی دیوه استدلال ځواب:
ځینی هغه خلګ چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه بولی ، اوغیرعلماؤ ته یی روا نه بولی په لاندی قیصی سره دلیل نیسی.
دخل علي رضي الله عنه المسجد فإذا رجل يخوف الناس ، فقال : ما هذا ؟ قالوا : رجل يذكر الناس ، فقال : ليس برجل يذكر الناس! لكنه يقول أنا فلان ابن فلان فاعرفوني ، فأرسل إليه فقال : أتعرف الناسخ من المنسوخ ؟ ! فقال : لا ، قال : فاخرج من مسجدنا ولا تذكر فيه. وفي رواية أخرى : أعلمت الناسخ والمنسوخ ؟ قال : لا ، قال : هلكت وأهلكت!. ومثله عن ابن عباس رضي الله عنهما.[تفسیرقرطبی]
ژباړه: حضرت علی رضی الله تعالی عنه مسجد ته داخل شو ، نویو سړئ یی ولیدئ چی خلګ ویروی ، نویی وویل: دا څوک دئ؟ خلګو ویل: یوسړئ دئ چی خلګو ته تبلیغ کوی، نوده ویل: داسړئ خلګوته تبلیغ نکوی! بلکی وایی زه فلانئ دفلانی زوی یم ما وپیژنئ ، نویی یوسړئ ور واستوئ ، نو یی ورته وویل: آیا ته ناسخ دمنسوخ څخه پیژنی؟ ده ویل یا... نوده ورته وویل: زمونږ دمسجد څخه ووځه ! دلته خلګوته تبلیغ مکوه ، په بل روایت کی راځی چی ده ورته ویل: آیا ته ناسخ اومنسوخ پیژنی؟ نو ده ورته ویل: یا(نه یی پیژنم) نوده ورته ویل ، خپله هم هلاک شوی اوخلګ دی هم هلاک کړه.
خوسره ددی چی دغه قیصیه په څو ډوله باندی راغلی ده ، خوبیاهم ورڅخه داسی نشی ثابتیدلائ چی امر بالمعروف دی تنها دعلماؤ وظیفه وی نورو ته دی دامر بالمعروف بیخی جوازهم نوی.
ځکه چی یوخو په کومو کتابونوکی چی دغه قیصه راغلی ده ، هغوی ورڅخه دغه استنباط ندئ کړئ ، لکه په تفسیر قرطبی کی چی یی مخکی ترذکرکولو ددی قیصی لیکلی:
معرفة هذا الباب أكيدة وفائدته عظيمة، لا يستغني عن معرفته العلماء، ولا ينكره إلا الجهلة الأغبياء، لما يترتب عليه من النوازل في الأحكام، ومعرفة الحلال من الحرام.[تفسیرقرطبی]
یعنی پیژندل دباب دنسخ ډیر مهم دئ اوډیره فایده لری ، او دپیژندلو څخه یی هیڅ عالم مستغنی ندئ ، او ددی څخه انکار نکوی مګر هغه څوک چی ناخبره اوټنبل وی ، پخاطر دهغه پیښو اواحکامو اوپیژندل دحلال دحرام څخه چی پردغه باب باندی مرتب دئ.
دلته دذکر څخه ددی قیصی دقرطبی مقصد دادئ چی باید سړئ ځان په ناسخ اومنسوخ باندی خبرکړی ځکه چی دا ډیره مهمه خبره ده او انسان ورته تل اړتیا لری ، خو داخبره نه ورڅخه معلومیږی چی تبلیغ کول ، او امر بالمعروف کول دی پر پیژندنی دناسخ اومنسوخ موقوف وی، ځکه مبلغ کولائ شی چی داسی مسائل تبلیغ کړی چی په هغوی کی دنسخ خبره نوی راغلی همدا راز آمر دمعروف کولائ شی چی خلګ پداسی مسائلو باندی امر کړی چی په هغوی کی دنسخ خبره نوی راغلی اویا خلګ دداسی کارونو څخه منع کړی چی دهغوی دنسخ سره هیڅ تړاو نوی بلکه مشهور مسائل وی.
اوبله خبره داده چی دلته حضرت علی رضی الله تعالی عنه دغه سړئ دمسجد څخه ایستلئ دئ علت یی دانه وو چی هغه ناسخ اومنسوخ نه پیژندل بلکی علت یی داوو چی خپله ده په دی قیصی کی ویلی چی هغه" فقال : ليس برجل يذكر الناس! لكنه يقول أنا فلان ابن فلان فاعرفوني". یعنی حضرت علی رضی الله تعالی عنه وویل: داسړئ خلګوته تبلیغ نکوی بلکه وایی: زه فلانئ دفلانی زوی یم ماوپیژنئ!.
نوددی څخه داسی ښکاری چی دغه سړی دځان تعریف اوتزکیه کول ، کوم چی شرعا ناروا دئ ، نوځکه ده ورته داخبره کړیده ترڅو دئ پدی باندی پوه شی چی دئ اهل ددی ندئ کوم چی دئ یی دعوی کوی، او دنورو کتابو څخه چی دغه قیصه پکی راغلی ده داسی ښکاری چی دا سړی ډیری ګډوډی او پیچلی خبری کولی چی هیڅ فایده ورباندی مرتبه نوه نوځکه حضرت علی رضی الله تعالی عنه دته دغه خبره کړیده اودئ یی دمسجد څخه ایستلئ دئ.
وقد روي عن أمير المؤمنين علي بن أبي طالب كرم الله وجهه: أنه دخل يوما مسجد الجامع بالكوفة، فرأى فيه رجلا يعرف بعبد الرحمن بن داب، وكان صاحبا لأبي موسى الأشعري - رضي الله عنه - وقد تحلق عليه الناس يسألونه، وهو يخلط الأمر بالنهي، والإباحة بالحظر، فقال له علي رضي الله: أتعرف الناسخ من المنسوخ؟ قال: لا، قال: هلكت وأهلكت، أبو من أنت؟ فقال: أبو يحيى، فقال له علي رضي الله عنه: أنت أبو اعرفوني. وأخذ أذنه ففتلها، فقال: لا تقصن في مسجدنا بعد.[الناسخ والمنسوخ لإبن سلامة]
پدی ځای کی صراحتا راغلی دی چی " وقد تحلق عليه الناس يسألونه، وهو يخلط الأمر بالنهي، والإباحة بالحظر" یعنی خلګ ورباندی راټول شوی وه دده څخه یی پوښتنی کولی ده ورته جوابونه ورکول داسی چی امر به یی دنهی سره کډه وئ اونهی به یی دامر سره او إباحت به یی دمنع سره.
نوځکه وروسته حضرت علی رضی الله تعالی عنه ورته وویل: ځاندی هم هلاک کئ اوخلګ دی هم هلاک کړه ، ځه زمونږ دمسجد څخه وځه!.
اوپه ځینو کتابونو کی راځی:
عن أبي عبد الرحمن قال مر علي رضي الله عنه على قاض فقال له أتعرف الناسخ من المنسوخ قال لا قال هلكت وأهلكت.[الناسخ والمنسوخ لإبن حزم]
یعنی حضرت علی رضی الله تعالی عنه پریوه قاضی باندی تیریدئ نو یی ورته وویل: آیا ته ناسخ اومنسوخ پیژنی ؟ هغه ویل : یا! نویی ورته وویل ځان دی هم هلاک کئ اونور دی هم هلاک کړه.
لکه چی دعبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه هم داسی روایت راغلئ دئ:
عن الضحاك بن مزاحم قال مر ابن عباس رضي الله عنهما بقاض يقضي فركضه برجله قال أتدري ما الناسخ من المنسوخ قال ومن يعرف النسخ من المنسوخ قال وما تدري ما الناسخ من المنسوخ ؟ قال لا قال هلكت وأهلكت.[الناسخ والمنسوخ لإبن حزم]
اوپه ځینو کتابونو کی بیا راځی چی حضرت علی رضی الله تعالی عنه پریوه سړی باندی تیریدئ چی خلګوته یی قیصی کولی ، نویی ورڅخه وپوښتل : آیا ته ناسخ اومنسوخ باندی پوهیږی؟ هغه ویل: یا ! نویی ورته وویل ځان دی هم هلاک کئ اونور دی هم هلاک کړه.
وعن أبي عبد الرحمن السّلمي : إنّ عليا عليه السّلام مرّ بقاص يقصّ في جامع الكوفة بباب كندة فقال : هل تعلم النّاسخ من المنسوخ؟قال : لا. قال : هلكت وأهلكت.[الکشف والبیان عن تفسیر القرآن]
نودپورته عبارتونو څخه له ورایه ښکاره کیږی چی حضرت علی رضی الله تعالی عنه دغه سړیته هغه خبری کړیدی پدی خاطر چی یایی دځان تعریف کوئ ، یایی کډوډ مسائل خلګو ته بیانول اویایی خلګوته قیصی کولی.
پدی خاطر نه وو چی هغه عام تبلیغ کوئ خو ناسخ اومنسوخ ورته معلوم نه وو.

نوده پورته قیصی څخه دا استدلال غلط دئ چی امر بالمعروف دی تنها دعلماؤ وظیفه وی نه ده نورو خلګو.

دفقهی اوعقلی دلائلو په رڼاکی:
که سړئ په دقت اوډیری ځیرکتیا سره دامربالمعروف او نهی عن المنکر فایدو اوګټو ته وګوری ، اوفعلی او چټک تأثیر ته یی پام وکړی ، نو ارو مروبه دځانه سره ددی خبری حکم وکړی چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهرمسلمان وظیفه ده.
ځکه کله چی یوڅوک خپل اولاد اویا خپل یودوست اویاهم یوبل مسلمان وینی چی دالهی فرض په پریښودلو اویاهم دیوه منعه شوی کار په کولو باندی بوخت وی ، نو حتما ورته امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی، تردی پوری صبر نکوی چی ولاړشی یو عالم خبر کړی چی هغه راشی اودغه سړئ ددغه کار څخه را وګرځوی ، ځکه کوم مسلمان چی دخپلی مسلمانۍ مهمه او أساسی دنده اوهغه رښتینئ فطرتی ایثار چی:"دبل مسلمان لپاره دهغه شی غوښتل دی کوم چی إنسان یی دځان لپاره غواړی لکه چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی راته معرفی کوی: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ.[صحیح البخاری 13]
یعنی ترهغه وخته پوری یوستاسو پوره مسلمان نشی کیدلائ ترڅوچی هغه شئ چی دځان لپاره یی غواړی دبل مسلمان لپاره یی هم وغواړی" ښه درک کړی نو دا به له ورایه ورته ښکاره شی چی امر بالمعروف زما او دهرچا وظیفه ده ، تنها دیوی خاصی طبقی خلګو لازمی دنده اووظیفه نده او دا معلومه خبره ده چی هیڅ مسلمان دځان لپاره بدبختی نه غواړی که په دنیا کی وی اوکه په آخرت کی ، نوچی کله یی ځانته نه غواړی نوباید بل مسلمان ته یی هم ونه غواړی ، چی ددی خبری او کار اثبات پدغه باندی کیږی چی مسلمان دی نورو ته هم دځان په سترګه وګوری ، ځانته غوره شوی شیان دی هغه ته غوره کړی ، او دځان لپاره دی نه خوښیدونکی شیان هغه ته هم نه خوښوی.
پدی خاطر دئ چی امر بالمعروف ته شرعا هم لوی حیثیت او اعتبار ورکول شوئ دئ آن تردی پوری چی په ځینو کتابونوکی یی دهغه پریښودل سره ددی چی قدرت ورباندی ولری ، لویه ګناه بللی ده لکه په الجوهرة النیرة کی راځی: وَمِنْ الْكَبَائِرِ...........وَتَرْكُ الْأَمْرِ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْيِ عَنْ الْمُنْكَرِ مَعَ الْقُدْرَةِ.[الجوهرة النیرة]. یعنی پریښودل دامر بالمعروف اونهی عن المنکر سره دقدرت درلودلو لویه ګناه ده.
او په خاطر دهمدغه لوړ شان دامر بالمعروف اونهی عن المنکر او په کتنی وتوان اوقدرت ته دإنسان علماء کرامو امر بالمعروف اونهی عن المنکر په څو اقسامو باندی ویشلئ دئ لکه په ځینو فقهی کتابونوکی راځی:

ذَكَرَ الْفَقِيهُ فِي كِتَابِ الْبُسْتَانِ أَنَّ الْأَمْرَ بِالْمَعْرُوفِ عَلَى وُجُوهٍ إنْ كَانَ يَعْلَمُ بِأَكْبَرِ رَأْيِهِ أَنَّهُ لَوْ أَمَرَ بِالْمَعْرُوفِ يَقْبَلُونَ ذَلِكَ مِنْهُ وَيُمْنَعُونَ عَنْ الْمُنْكَرِ فَالْأَمْرُ وَاجِبٌ عَلَيْهِ وَلَا يَسَعُهُ تَرْكُهُ وَلَوْ عَلِمَ بِأَكْبَرِ رَأْيِهِ أَنَّهُ لَوْ أَمَرَهُمْ بِذَلِكَ قَذَفُوهُ وَشَتَمُوهُ فَتَرْكُهُ أَفْضَلُ ، وَكَذَلِكَ لَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ يَضْرِبُونَهُ وَلَا يَصْبِرُ عَلَى ذَلِكَ وَيَقَعُ بَيْنَهُمْ عَدَاوَةٌ وَيَهِيجُ مِنْهُ الْقِتَالُ فَتَرْكُهُ أَفْضَلُ ، وَلَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ لَوْ ضَرَبُوهُ صَبَرَ عَلَى ذَلِكَ وَلَا يَشْكُو إلَى أَحَدٍ فَلَا بَأْسَ بِأَنْ يَنْهَى عَنْ ذَلِكَ وَهُوَ مُجَاهِدٌ وَلَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ لَا يَقْبَلُونَ مِنْهُ وَلَا يَخَافُ مِنْهُ ضَرْبًا وَلَا شَتْمًا فَهُوَ بِالْخِيَارِ وَالْأَمْرُ أَفْضَلُ كَذَا فِي الْمُحِيطِ .[الفتاوی الهندیة][البحرالرائق]
ژباړه: فقیه ابولیث رحمه الله په کتاب البستان کی ذکر کړیدی: امر بالمعروف په څوقسمه دئ: کچیری سړئ په خپل ډیرګمان باندی پوهیدئ چی کچیری دئ امر بالمعروف وکړئ نوخلګ یی ورڅخه قبلوی اود بدکاره څخه منع کیږی ، نوپرده باندی دغه امرکول واجب دی پریښودل یی ورته نه ر واکیږی ، اوکچیری یی ډیر ګمان داسی وو چی کچیری دئ ورته امر وکړی ، نو هغوی ودته ښکنځل اوسپکی سپوری کوی ، نویی پریښودل ښه دئ ، همدا راز که یی باور وو چی دئ وهی ، اودئ هم ورباندی صبر نشی کولائ ، اوددوی په مینځ کی دښمنی پیداکیږی او دهغه څخه جنګ راپورته کیږی نویی پریښودل ښه کار دئ، خوکه دده پدی باندی باور وو چی کچیری دئ ووهی نوصبر کولائ شی اوهیچاته شکایت هم نکوی ، نوهیڅ پروا نلری چی ددغه کارڅخه یی منع کړی اودئ پدی صورت کی مجاهد دئ، اوکه پوهیدئ چی دوی دده خبره نه منی او نه هم ددوی څخه دوهلو اوښکنځل کولو ویره شته نوبیا دئ اختیار لری(که امر کوی اوکه یی نکوی) خو امر کول یی ډیر ښه دئ.
نوپردی خبری باندی یقین کول په کاردئ چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهر مسلمان وظیفه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more