د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دا زموږ پښتني او اسلامي وجیبه ده.

سید ن
14.10.2014

د عزت او پت خاوندانو پښتنو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
یو ځل بیا دې فورم ته د خپل ځان راتګ ته هرکلئ وایم. د لونګین ورورنه ډیره منه کوم چې د هرکلي د ګلابو په ګیدۍ یې ونازولم، خو بل چا لا غوږ هم ونه ګراوه.
په هرحال، د فورم په ګډون کونکو او ټول پښتون ولس باندې دې د الله جل جلاله درحمت باران و اوریږي.

دا د لوستو پښتنو، پښتني او اسلامي وجیبه ده چې د نالوستو سره مرسته وکړي. ننئ خبر وایي چې د بلوچستان د کوټې په علاقه کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین بیا پیل شویدئ. باید خپل پښتون ولس ته دا خبره څرګنده کړو چې دې مرض د پاکستان، افغانستان او نایجیریا نه پرته دنورې نړۍ نه کډه کړیده. پکار دي چې موږ د پولیو یا ګوزڼ واکسین هماغسې پخپلو اولادونو تطبیق کړو لکه څو لسیزې مخکې چې زموږ میندو او پلرونود کوي یا چیچک واکسین پخپلو اولادونو عملي کړئ ؤ.

خویندو او وروڼو، کوئ له پولیو نه ډیر زیات ساري مرض ؤ، چې زموږ د پلرونو په پوهه او درائت ورک شو او زموږ اولادونه یې دشر نه خلاص شول. زموږ پلرونو او میندو پر موږ باندې د کوي ستنې ولګولې، اوس دا زموږ وجیبه ده چې هماغسې خپل اولادونه د پولیو د شر نه بچ کړو. پولیو داسې نامراده ناروغي ده چې ماشومان شل شوټ کولئ شي، او بیا د تل دپاره ناروغ پاتې کیږي او علاج نلري. ددې مرض نه د نجات یوازنۍ لار واکسین دئ او بس.
په رب العلمین مو سپارم، د نیکمرغې راتلونکې په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more