د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د اختطافونو په بدل ملیونونه ډالر ترلاسه كوي

میرویس
13.10.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې طالبان زور او زرو تر دې حده لیوني کړي چې د حلالو او حرامو توپیر ترې هیر شویدئ. په اسلام کې د انسانانو برمته کول، د هغوی وژل اویا یې د خوشي کولو په بدل کې د بونګې اخیستل مطلق ناروا دي.

د هرې داعیې په لاره کې ددې ډول عوایدو لګښت ټوله داعیه حرامه کوي او عاملین یې په دین او دنیا د سزا وړ دي.
دا لاندې رپوټ پډې برخه کې کافي معلومات درکوي.
=====
محور ورځپاڼه: طالبان د اختطافونو په بدل ملیونونه ډالر ترلاسه كوي
د افغانستان په ختیځ کې طالبان خلک او چارواکي د پیسو لپاره اختطافوي او بیا د پېښور په کارخانو کې یې له کورنیو سره معاملې خلاصوي.
ځایي خلک وایي، د قومي مخورو او ملکانو په نامه ځینې کسان هم پدغو معاملو کې ښکیل دي او د مرکچیانو په جامه کې د اختطافونو له لړۍ سره مرسته کوي.
طالبان د خلکو او چارواکو یو لوی لست له ځانه سره لري او اوس یې تاکتیک بدل کړی، بندیان په خوندي ځای کې ساتي او د پېښور په کارخانو کې یې د هغوی د خوشي کولو پرسر په لکونو ډالر اخلي.
په ختیځ کې د طالبانو تر نامه لاندې ۱۷ ډلې فعالیت کوي، اما زیاتره یې اختطافچیان دي. دوی تښتول شوي کسان په کونړ او ننګرهار کې ساتي. د تښتونکو یو شمېر بانډونه په ننګرهار کې معلوم ځایونه لري، خو په امنیتي ځواکونو کې د نفوذ له وجې نه تعقیبېږي.
په ختیځ کې د اختطاف مهمه سیمه د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ ده، چې تر ناامنه کېدو وروسته پکې د جلال آباد او تورخم پر لویه لاره طالبانو ته د سړي تښتونې ښه چانس په ګوتو ورغلی دی.
د طالبانو دوه مهم قوماندانان عبدالاحد او اسحاق (اصلي نومونه) چې د بټي کوټ اوسېدونکي دي، د سړي تښتونې معاملې پرمخ بیایي.
قوماندان عبدالاحد وروسته له هغه مشهور شو، چې په بټي کوټ کې یې یو سوداګر وتښتاوه او د خوشي کولو په بدل کې یې د هغه له کورنۍ ۷۰۰ لکه کلدارې وغوښتې، خو د ۴۰ لکه کلدارو له سپارلو سره یې هم سوداګر ووژاه.
قوماندان اسحاق د تورخم او جلال آباد ترمنځ پدې لویه لاره د یو بل تښتول شوي تن د خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه ۸۰ لکه کلدارې واخستې. دوی هر یو د خپلې ډلې سرګروپي پر غاړه لري او په طالبانو کې د سړي تښتونې د معاملاتو هواري ځانګړي استازي ټاکل شوي دي.
د بټي کوټ محلي ادارې یوې سرچینې محور ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، له تېرو دریو کالو راهیسې طالبانو ۲۰ مشهور سوداګر او دولتي چارواکي پدې سیمه کې تښتولي او بیا یې د خوشي کولو په بدل کې ان تر سلو لکو کلدارو هم ترلاسه کړي دي، خو ددې شمېر څو چنده یې وژل شوي او تښتول شوي دي.
په ختیځ کې د سړي تښتونې منځګړتوب د یو شمېر قومي مشرانو په وسیله کېږي، خو د تښتول شویو کسانو کورنۍ به له طالبانو سره د حساب تصفیه کولو لپاره یو ځل د پېښور کارخانو حتمي ګوري.
د پېښور په کارخانو کې د طالبانو د معاملاتو د تصفیې مرکزونه دي، خو نغدې پیسې په بټي کوټ، شینوارو، کوټ او مهمندرې ولسوالۍ کې د تښتول شویو له کورنیو ترلاسه کېږي. دوی له منځګړو تضمین اخلي، چې که چېرې افغان امنیتي ځواکونو سره راز شریک کړي، نو له محکمې پرته یې د مرګ جواز شته.
د بټي کوټ اوسېدونکي حاجي میرداد خان (مستعار نوم) محور ته وویل، چې یو شمېر قومي مخور له مجبوریته د طالبانو او دولت منځګړتوب ته زړه ښه کوي: ((وروسته له هغه چې قومي مخور په نښه شول، نو هغوی د خپل سر خوندي ساتلو لپاره د دولت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب ته زړه ښه کړ. قومي مشران د دواړو لوریو ترمنځ منځکړي دي او یوازې د طالبانو لپاره کار نشي کولای.))
http://www.taand.com/archives/32046


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more