د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د میزان ۱۵مه پر هیواد د امریکايي یرغل دیارلسمه کلیزه

lawangin
07.10.2014

نشرونکی: abdullah khan

نن ټکی آسیا – سرمقاله: دیارلس کاله وړاندې د تلې د میاشتې په
پنځلسمې نیټې امریکايي یرغلګرو زمونږ د هیواد پرسپیڅلي حریم
یرغل وکړ.
دا ورځ هم د ثور د (۷ ) او جدیې د (۶) په څیر زمونږد هیواد په
تاریخ کې په تورو ټکیو لیکل کیږي.
په دې ورځ کې امریکايي وحشتګرو زمونږ په ویرځپلي هیواد کې یوبل
د ویرونو،وحشتونو اوناورینونو باب پرانیست.
د غه ورځ پرافغانستان د امریکايي وحشتناک یرغل کرغیړنه ورځ ده
، د دغه امریکايي او پخواني روسي یرغل ترمنځ په وحشت او
بربریت کې هیڅ توپیر نه وه ،خو د ظروفو او شرائطو له مخې یې
یوله بل نه دا توپیر وه چې د شوروي یرغل پرمهال ټولو نړیوالو د
شورویانو د وحشت له امله د افغانانو د مقاومت ملاتړوکړ، خو د
امریکايي یرغل پرمهال بیا د هغه برعكس ټولې نړۍ د افغان ولس د
حمایت پرځای د یرغلګرو حمایت وکړ، نړیوال څه چې هغه تنظیمي
مخکښان چې ځانونه یې د شوروي امپراتوري د راپرځولو فاتحین
بلل دخپل ملت پرخلاف د صلیبې جګړې د مدافعینو په لومړي صف
کې ودریدل.
افغانانو چې د شوروي یرغل او دهغه په تعقیب یې له تنظمي وحشت
څخه تازه د خلاصون ساه اخیستې وه دوباره د امریکا په مشرۍ له
صلیبي یرغلګرو سره په مقاومت كيوتل
ریښتیا هم چې د امریکاپه مشرۍ دا ناروا جګړه چې پلانوونکي یې
صلیبي یرغلګر او سرخیلان یې د مسلمان په نوم مجاهد نما تنظیمي
مشران ول د داسې یوه ستومانه او ځپل شوي ولس لپاره چې تر
یوې لسیزې زیات وخت یې په جګړه کې راتیرکړی وه په خالي لاس
ګټل ناشونی بلل کیدو، خو افغان مجاهد ملت چې په دغه دفاعي
مقدس مقاومت کې یې ټول باور د الله په نصرت وه په هماغه
ستومانه او ستړی حالت کې د امریکاپه مشرۍ د صلیبي یرغلګرو په
مقابل کې هم جهادي مقاومت پیل کړ. داسې مقاومت چې نه یې د
پخواني جهاد په څیر امریکايي تشویق ترشاوه او نه یې د امریکاپه
اشاره د غربي بلاک پوځي او سیاسي حمایت.
په دغې تاريخ جوړوونکې جګړې کې ټوله نړۍ د ځینو پرونیو بی
هدفه او بي هویته تنظیمي سرخیلانو په شمول د یرغلګرو ترشا
ودریدل، خو الله تعالی د خپل نصرت له مخې افغان مجاهد ملت ته
پرصلیبي دښمن غلبه ورکړه او نن چې دیرغل له هغې وحشتناكې
نیټې څخه ۴۷۴۷ ورځې (۱۳)کاله تیریږي ،غربي یرغلګر په تورمخ
او ځوړند اورمیږله افغانستانه د پرشاتګ ستراتیژۍ اعلانوي.
پرون که زمونږ سترمجاهد ملت د خپل جهاد او سرښندنې په برکت
شوروي امپراتوري راونړوله او په دې سره یې د شلمې پیړۍ
معجزه د ځان کړه ، نن به که خدای کول بیا هماغه مسلمان ملت د
جهاد او مقاومت په برکت د امریکايي امپراتوري د رانسکورولو
افتخار هم دځان کوي او په دې سره به یې د یوویشتمې پیړۍ د
معجزې ویاړ هم په برخه کیږي ، ان شاء الله

دهماغې ورځې د رارسیدو په هیله

الاهي امين !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more