د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د الله جل جلاله د احکامو په مقابل کې طغیان

اتل
03.10.2014

محترمو وطنوالو، السلام علیکم
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په یوه میني بس موټر کي د بم په ایښولو او چاودلو سره د پنجشنبې په ورځ ۷ مسافران وژل سوي دي. د پولیسو یوه چارواکي شفقت ملک ویلي دي چي د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پيښور په شاوخواکي د دغي چاودني له کبله ۴ تنه نور ټپيان سوي هم دي. هغه ویلي دي چي دغه ماین ظاهرأ د میني بس تر یوې چوکۍ لاندي ايښول سوی ؤ. د ده په خبره تحقیقات دوام لري خو تر اوسه پوري د هغه عاملین معلوم نه دي.
http://www.dw.de

محترمو لوستونکو:
دغسې جنایات اکثراً طالبان کوی، او یا دطالبانو د بغاوت نه دراولاړې شوې بې امنیتۍ په وجه سرته رسیږي. بده یې بیا دا چې طالبان د بې ګناه انسانانو قتلونه جهاد او یو روا عمل بولي.
آلله جل جلاله پدې باب دا لاندې آیت را نازل کړئ:

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً)- النساء93

ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره (او د مسلمان دغه قتل روأ هم وګڼي) نو جزأ د ده دوزخ دي (په داسې حال کښی) چې تل به وي دې (دغه حلال ګڼونکی د قتل) په دوزخ کښې، او غضب (قهر) کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.
پدرناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more