د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دملا عمر د اخترونو نشخوار

اتل
02.10.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
ملا محمد عمر آخند دتیرو اخترونو په څیر یو ځل بیا د لوی اختر په مناسبت بیان خپور کړیدئ.
د طالبانو محترم مشر ملا محمدعمرآخند د هر نیکمرغه اختر په مناسبت زړې بابولالې تکراروي. ملاعمر په هر اختر کې شخوند راباسي، بیرته یې تیروي او بل اختر ته یې په لري کې ساتي چې بیا شخوند پرې ووهي.

ملا عمر چې په اختر کې خپلو جلادانو ته هر هدایت ورکړئ، هغوی یې برعکس عمل کړيدئ.
دا ځکه چې د طالبانو مشران او کشران وايي چې ملا عمر چیرې دئ، ولې یې نه مخ وینو او نه یې هم غږ اورو؟ شپږ اوه کاله کیږي چې د ملا عمر څرک ندئ لګیدلئ، څوک نه پوهیږي چې هغه ژوندئ دئ او که مړشویدئ؟ آیا د ملا عمر په نامه دا زړې بابولالې څوک لیکي او دهغه په نامه یې خپروي؟

ملا عمر اوس نه د طالبانو شوری او نه هم جګړه مارو طالبانو ته اهمیت لري. همدا علت دئ چې جګړه مار طالبان د ملا عمر د اوتو بوتو پرخلاف کارکوي، د قتل، غارت، تباهۍ او تشدد نه پرته بل کار نلري. دا څکه چې د ملا عمرد اوامرو نه د سرغړونو په وجه یې نه سزا لیدلې ده او نه هم چا دمه، نه او ولې څه ورته ویلي دي؟
د ملاعمر مشري اوس د طالبانو په شوری کې هم د یوه خوسا توت اهمیت نلري، ځکه چې ملا عمر عملاً وجود نلري. دطالبانو په مشرتابه کې داسې ژوره بې اتفاقي لویدلې ده چې دا تحریک يې په پنځو ډلو ویشلئ دئ.
طالبانو ته دملا عمرد اختر ونو په مناسبت خپرې شوې ډرنامې نور اهمیت نلري، طالبان چې هرڅه غواړي هغه کوي، همدا علت دئ چې د طالبانو رنګه په ولس کې دومره بده شویده چې د نامه سره یې ولس حساسیت پیدا کړیدئ. طالب یعنې، قتل، غارت، بدعت، تشدد، دافغان او اسلام دښمن.
پاک رب دې طالبان په صرات مستقی روان کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more