د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

غوسه او کساد، جهاد ندئ

اتل
02.10.2014

محترمو لوستنکو، اسلام علیکم
طالبانو د پرون په څیر نن هم په کابل کې بې ګناه مسلمانان وژلي دي.
طالبان وایي چې د ناتو او امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون لاسلیک په غوسه کړیدي.
له یوې خوا د بې ګناه خلکو وژل په اسلام کې منع دي او له بلې خوا غوسه او کساد اخیستل د جهاد سره هیڅ تړاو نلري. طالبان د جهاد په پلمه بې ګناه انسانان قتل کوي او د اسلامي ارشادات، خلاف ورزي کوي.
====
کابل کې ځانمرګي برید د ملي اردو درې سرتېري ووژل
په تېره چارشنبې هم دوو ورته بریدونو کابل کې د ملي اردو شپږ سرتېري او یو ولسي وګړی ووژل.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د کابل په لوېدیځ کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه موټر ځانمرګي برید لږترلږه د ملي اردو درې سرتېري وژلي دي.
د دغه وزارت ویاند ظاهر عظیمي ویلي، برید کوونکي د ملي اردو د سرتېرو پر ملي بس له چاودېدونکو توکو ډک موټر جنګولی دی.
پېښه د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر دویمه) شاوخوا شپږ بجې او څلوېښت دقیقې دار الامان ماڼۍ ته څېرمه د اوومې امنیتي حوزې اړوند په دوغ اباد سیمه کې شوې ده.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده. طالبانو وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکېدو "په غوسه" کړي دي.
د امنیتي تړون پر سبا د تېرې چارشنبې پر ګهیځ هم کابل کې یوه ځانمرګي برید د ملي اردو یو بس په نښه کړ، چې شپږ د ملي اردو سرتېري او یو ولسي وګړی پکې ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/10/141002_hh-kabul-suicide-attack


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more