د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ولسمشر اشرف غنی وینا

پتوال
29.09.2014

https://www.youtube.com/watch?v=Gb2k1K16JAU

ستاسې د تبصرو په هیله


Re: د ولسمشر اشرف غنی وینا

lawangin
30.09.2014

[img:1e24071773]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/09/10336745_826267740728166_9150483210274032588_n-620x330.jpg[/img:1e24071773]

په خبرو یې تبصره کول خپل وخت ضایع کول بولم خو دې انځور ته
ګوره چې دپرون ورځې د اولس قاتلان او د kgb اجنټان نن د cia په
خدمت کې ولاړ دي ، که ورته ځیر شې پخوانی د پنځم خاد امر اتمرچې
لسګونه انسانان یې وژلي او د kgb مذدور وو هغه دی اوس بياد دالري
اشغالګرو صليبیانو سره داولس او ناموس دخرڅونې تړون لاس لیک
کوي او ددرواغو د نړۍ دوهم متفکر ، هغه خوشې لوده چوپړا
انتراپالوګ هم لاسونه ورته خړپوي !

دافغانستان داخلي جنګ به هغه يو تېر شوی صلیبي جنګ ته اوړي
چې دوه سوه کاله یې په بر کې ونیول او اخر هم مسلمانانو وګټله !!

دا يوه خوشې ډرامه ده دهېواد حالات نشي ښه کولی !
دیارلس کاله یې دالر پټ کړل انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړل
نو يو څو کاله نورې غلاته یې هم لاره برابره کړه !!

چوپړا درواغجن هغه بې ناموسه انسان دی چې په چوکۍ لا ناست
نه وو چې له خپل صلیبی بادار سره یې د اولس په سر او وینو
قرار داد لاسليک کړ او خپل بادار ته یې وفاداری وښوده !

پتنګ

[quote:1e24071773="پتوال"]https://www.youtube.com/watch?v=Gb2k1K16JAU

ستاسې د تبصرو په هیله[/quote:1e24071773]


lawangin
30.09.2014

[img:0d5fb00a03]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/07/Sangin-helmand-620x330.jpg[/img:0d5fb00a03]

امنیتي تړون له لاسلیک څو ساعته وړاندې بهرنیو ځواکونو ۱۲ ملکي
وګړي شهیدان او جومات وران کړی
نشرونکی: بلال ساپی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د
ډاکتر اشرف غني احمدزي حکومت له امریکا او ناټو سره د دایمي
اډو لپاره امنیتي تړون لاسلیک کړ، په هلمند کې د بهرنیو پلیو او
هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۱۲ ولسي وګړي شهیدان شوي.
د هلمند ولایت څخه را رسېدلی خبر کاږي، چې ددغه ولایت په کجکۍ
ولسوالۍ کې د ګندم ریزبازار په سیمه ۱۰ دکانداران او یو ښځه او
ماشوم په شهادت رسولي.
تر دې وړاندې بهرنیو او کورنیو عسکرو په کجکۍ ولسوالۍ په ګندم
ریز بازار کې د چورلکو پر مټ ښکته شوي ول.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې بهرني ځواکونه او کورني
عسکر يې د تېرو څو ورځو راهیسې تر سختو بریدونو لاندې نیولي
و چې بېګا د شپې ۱۲ بجې یې سیمه پريښودله.
راپور کاږي چې په یاد بازار کې بهرنیو ځواکونو ۱۲۰ دکانونه
سوځولي او جامع مسجد يې د چادیدونکو توکو پر مټ الوځولی او
پر شهادت یې رسولی.
په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د جومات د بمبار خبر په داسې
حال کې ورکول کیږي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د تړون
د لاسلیک کولو پر مهال څو واره تکرار کړه چې بهرني ځواکونه به
نور مقدسو ځایونو ته نه ننوځي.
ویل کیږي چې په سیمه کې ځايي خلکو پر لاریون لاس پورې کړی او
د دولت او بهرنیو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.
د ولسي وګړو وژل، د عامه شتمنیو لوټل، سوځول او ویجاړول نوې
خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم بهرنیو ځواکونو په سلګونه وار
دغه ډول کړنې ترسره کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more