د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هغوی چې حنت ته لاړ شي، ستا مستقبل به څه وي؟

میرویس
24.09.2014

محترمو وروڼو. السلام علیکم.
د خوست ولايت په باك ولسوالۍ كې پر يوه كور توغندى لګيدلى چې له امله يې دوه ځوانان او دوې ميرمنې وژل شوي او د ښځو په ګډون يولس نور ټپيان دي.
د باك ولسوال عبدالحى وايي چې د دوشنبې په شپه دولس بجې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ توغندى توغولى چې پر يو كور راپريوتى دى، د ده په خبره چې په وژل شويو كې دوې ميرمنې دوه ځوانان چې يو يې دولسم ټولګي زده كوونكى هم و او په ټپيانو كې د ميرمنواو سړيو ترڅنګ ماشومان هم شتون لري ولسوال وايي چې ځينې ټپيان برسيرن دي خو يو څو نور يې سخت ټپيان دي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا نه مني چې توغندى دوى ويشتلى دى.

داسې ښکاري چې طالبان اوس دمسلمان ولس مقدرات هم ټاکي.
د طالبانو له خولې ېوه خبره مشهوره ده، د دوى په جګړه او چاودنه كې كه چاته زيان واوړي وايي، كه ښه خلك وو، جنت ته به ولاړ شي او د مالي زيان به يې خداى اجر وركړي.

آیاطالبانو د ځان نه دا پو ښتنه کړېده چې ددوی په اصطلاح،مقتول قربانیان خو به يې جنت ته لاړ شي، خو پخپله د طالبانو چې نا حقه یې دغه مسلمانان قتل کړیدي، مقدرات به څه وي؟
رب العلمین دې طالبان په صرات مستقیم روان کړي.
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=33490


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more