د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د طالبانو تر ۵۰۰۰ زیات بریدونه خنثی شوي دي

اتل
19.09.2014

محترمو وروڼو، السلام علیکم.
ظالبانو سږ یعنې د حمل د میاشتې راهیسي په مختلو هدفونو باندې پنځه زره حملې کړيدي. له نیکه مرغه طالبان پدې حملو کې د خپلو هدفونو په لاس ته وروړلو ندي بریالي شوي، خو طلفات يې اړولي دي. یوازې د سنګین په جنګ کې ددوه زره افغانانو نه زیات خلک وژل شوي دي. که د طالبانو ټولې حملې کامیابې شوي وای، او یا لا اقل د هلمند د سنګین غوندې خلک پکې وژل شوي واي، طالبانو به ځومره بې ګناه خلک قتل کړي وو؟

که په هر حمله کې بیخې کم شمیر یعنې شل تنه وژل شوي وای، نو طالبان به د یو لک انسانانو قاتلان شوي وو. طالبانو ته دا مهمه نده چې څوک او څومره وژني، بلکه دا ورته مهمه ده چې په ملک کې قدرت ته ځان ورسوي.

طالبانو چې د ټول ولس تباهۍ ته بډې وهلي دي، څوک په جګړو کې وژني، څوک په مرضونو تباه کوي، څوک د وطن نه پرار کوي او نور بیا له لوږې وژني، که دوی حکومت ونیسي نو بیا به په چا باداري کوي، او د چا وینې په زبیښې چې امرار حیات وکړي.
د طالبانو دغه نیابتي جنګ نه په اسلام کې جائز دئ نه هم په انساني او نړیوالو معیارونو برابر. طالبان باید د اسلامي ارشاداتو پیروي وکړي، او د ولس د خوښې مطابق د جنګ پر عوض صلحه ایزه مبارزه وکړي او د ملک د بربادئ په عوض د ملک په آبادۍ کې قدم پورته کړي.
http://www.dw.de


Re: د طالبانو تر ۵۰۰۰ زیات بریدونه خنثی شوي دي

lawangin
22.09.2014

که په لاس راشي اول به تا قلم الدین ته په لاس ورکوم !

[quote:39bcc4657e="اتل"]محترمو وروڼو، السلام علیکم.
ظالبانو سږ یعنې د حمل د میاشتې راهیسي په مختلو هدفونو باندې پنځه زره حملې کړيدي. له نیکه مرغه طالبان پدې حملو کې د خپلو هدفونو په لاس ته وروړلو ندي بریالي شوي، خو طلفات يې اړولي دي. یوازې د سنګین په جنګ کې ددوه زره افغانانو نه زیات خلک وژل شوي دي. که د طالبانو ټولې حملې کامیابې شوي وای، او یا لا اقل د هلمند د سنګین غوندې خلک پکې وژل شوي واي، طالبانو به ځومره بې ګناه خلک قتل کړي وو؟

که په هر حمله کې بیخې کم شمیر یعنې شل تنه وژل شوي وای، نو طالبان به د یو لک انسانانو قاتلان شوي وو. طالبانو ته دا مهمه نده چې څوک او څومره وژني، بلکه دا ورته مهمه ده چې په ملک کې قدرت ته ځان ورسوي.

طالبانو چې د ټول ولس تباهۍ ته بډې وهلي دي، څوک په جګړو کې وژني، څوک په مرضونو تباه کوي، څوک د وطن نه پرار کوي او نور بیا له لوږې وژني، که دوی حکومت ونیسي نو بیا به په چا باداري کوي، او د چا وینې په زبیښې چې امرار حیات وکړي.
د طالبانو دغه نیابتي جنګ نه په اسلام کې جائز دئ نه هم په انساني او نړیوالو معیارونو برابر. طالبان باید د اسلامي ارشاداتو پیروي وکړي، او د ولس د خوښې مطابق د جنګ پر عوض صلحه ایزه مبارزه وکړي او د ملک د بربادئ په عوض د ملک په آبادۍ کې قدم پورته کړي.
http://www.dw.de[/quote:39bcc4657e]


اتل
26.09.2014

أونګین صاحب، السلام علیکم
ولې مې قلم الدین ته په لاس ورکوي؟
دا ځکه چې هغه یو سوډر قاتل ؤ. د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر په شرافت اوفلسفه هم نه پوهیده. ښه شو چې تاسې هم د قلم الدین په جنایتون، ظلم او بدعت اعتراف وکړ.
لونګینه، خپل او د بل وخت مه ضایع کوه، د طالبانو د قتل په جرایمو او غیر اسلامي اعمالو تبصره وکړه. د افغان ولس سره دطالبانو دښمني وڅیړه او سالم قضاوت وکړه چې دین او دنیا دې روښانه شي.
په احترام.


lawangin
26.09.2014

هغه جاهل غلط انسان وواو اوس ستا سو له ملګریو خپله ځیره اخلي
هغه احمق مخبر وو او طالبان یې بد نامول او بد نامه یې کړل هخه
منافق د غیرتمند پښتون قام څخه څلوزی دی خو پښتو یې څټ ته
اچولې وه او هغه ده ،هغه ظالم ته تاسو اوس هم معاش ورکوۍ!
ستاسو لپاره ظالم او صادق مطرح ندی بلکې هغه څوک مهم دی چې
ستا صليبي بادارانو ته مخبري وکړي او اسلام بدنامه کړي !

رزيله هغه مرداره څېره تاسي يوه ورځ هم بندي نکړ ؟؟؟

[quote:2bae9d132b="اتل"]أونګین صاحب، السلام علیکم
ولې مې قلم الدین ته په لاس ورکوي؟
دا ځکه چې هغه یو سوډر قاتل ؤ. د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر په شرافت اوفلسفه هم نه پوهیده. ښه شو چې تاسې هم د قلم الدین په جنایتون، ظلم او بدعت اعتراف وکړ.
لونګینه، خپل او د بل وخت مه ضایع کوه، د طالبانو د قتل په جرایمو او غیر اسلامي اعمالو تبصره وکړه. د افغان ولس سره دطالبانو دښمني وڅیړه او سالم قضاوت وکړه چې دین او دنیا دې روښانه شي.
په احترام.[/quote:2bae9d132b]


اتل
03.10.2014

السلام علکم، لونګین صاحب.
ښه شو چې خبر دې کړم چې د طالبانو د امارت د وخت د مذهبي پولیسو رئیس ملا قلم الدین د طالبانو د تحریک نه وتلئ دئ. وروره، ترهغې چې د طالبانو جلادان د طالبانو سره وي تاسې یې صفتونه کوۍ، خو چې ترې ووزي بیا بد پسې وایاست. د طالبانو د امارت په وخت کې ملا قلم الدین د طالبانو پالسي عملي کوله. که هغه د طالبانو د پالسۍ خلاف ورزي کوله، نو ولې يې ماقوف نکړ؟ خو څه چې ملا قلم الدین کول طالبان ورباندې راضي وو.

ملا نورالدین تورابي چې د طالبانو د امارت دعدلیې وزیر ؤ، خپل وزارت به یې پریشود، لاره به یې ونیوله، د موټرونو دسورلیو ګیرې به یې اندازه کولې، وهل به یې او ترهغې به یې بندې کول چې ګیره یې غټه شي. هغه به ویل راځۍ چې بي بي سي او نورې رادیوګانې درته وغږوم. ملا تورابي به لدې نه خوند اخیست چې په رادیوګانو کې دهغه به بدو اعمالو تبصرې وشي. وروره د طالبانو اکثره مشران رواني مریضان دي. ملا تورابي خو اوس هم د طالبانو سره دئ او تاسې بد نه ورباندې وایاست، خو که چیرې یې طالبان پریښودل په هغه به هم د خارجیانو د جاسوس ټاپه ولګوئ.

دطالبانو افراد مهم ندي، بلکه د طالبانو پالسۍ او د هغوی اعمال مطرح دي. د طالبانو نظریات، افراطیت، بدعت، فتل، غیر اسلامي اعمال، دولس، وطن او اسلام سره د هغوی خیانت جدي خبرې دي، نسبت دهغوی د افرادو انفرادي اعمالوته.
په مولا دې سپارم.


Aliraza21
19.12.2014

السلام علیکم، لونګینه.
که قوماندان قدیر لسګونه بې ګناه خلک وژلي وي، نو لازم ده چې محاکمه شي، نه دا چې طالبان یې ووژني. طالبان نه حکومت دئ، نه کوم حکومتي، قانوني، عدلي، پولیسي او نور بنیادونه لري چې ددغسې پیښو د فیصلو جوګه شي. دا خو د طالبانو لخوا دبل انسان چې قانوناً جرم ندې ورباندې ثابت شوي قتل دئ.

لونګین جانه، ته او س دا ووایه چې ولې طالبانو شل تنه د عشر د نه ورکولو په تور وژلي دئ. که څوک طالب ته عشر ورکړي دا بیا د تروریزم او قاتلانو [url=http://www.test-king.com/exams/70-331.htm]70-331 pass[/url]
ره مستقیمه مرسته ده، او دا کارهم غیر اسلامي دئ. تا به اوریدلي ولي چې یوه مذهبی مشر وړمه ورځ وویل چې طالبانو ته مرسته ورکونکي د اسلام ددایرې وتلي دي.
الله جل جلاله دې مل شه.


lawangin
21.12.2014

ګرانه طالبان شرعي قانون چلوي او له هغه څخه بل پاک قانون نشته!!
ته کوم حکومت بولې ؟؟ هغه قومي فاسد زور واکان چې د Cia پښې
څټي او په فساد او فحشا کې غرق دي ! نالت پر دې فاسدو !
يوليکل شوی قانون که د خره مخ ته واچوې څه فائده ! خر په قانون
نه پو هېږي !
دغه فاسدين خپل اولس خرڅوي او دالر وهي نو دطالب دسپي بلا دې
پردغسې نالتيانو وګرزي !
وروره دادې عشر خبره دطالب کار ندی هغوی مونږ ته مالوم دي !
که دا کار شوی وي نو هغه به د فاسدې cia اربکيان وي چې طالبان
بد نامه کړي !

pattang

[quote:7489b38ec6="Aliraza21"]السلام علیکم، لونګینه.
که قوماندان قدیر لسګونه بې ګناه خلک وژلي وي، نو لازم ده چې محاکمه شي، نه دا چې طالبان یې ووژني. طالبان نه حکومت دئ، نه کوم حکومتي، قانوني، عدلي، پولیسي او نور بنیادونه لري چې ددغسې پیښو د فیصلو جوګه شي. دا خو د طالبانو لخوا دبل انسان چې قانوناً جرم ندې ورباندې ثابت شوي قتل دئ.

لونګین جانه، ته او س دا ووایه چې ولې طالبانو شل تنه د عشر د نه ورکولو په تور وژلي دئ. که څوک طالب ته عشر ورکړي دا بیا د تروریزم او قاتلانو [url=http://www.test-king.com/exams/70-331.htm]70-331 pass[/url]
ره مستقیمه مرسته ده، او دا کارهم غیر اسلامي دئ. تا به اوریدلي ولي چې یوه مذهبی مشر وړمه ورځ وویل چې طالبانو ته مرسته ورکونکي د اسلام ددایرې وتلي دي.
الله جل جلاله دې مل شه.[/quote:7489b38ec6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more