د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ملي امنیت کابل ته ناقانونه وسلې واردوي او پر خلکو یې ویشي

lawangin
12.09.2014

[img:e98064e4d7]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/09/abdullah-waslawal-2-620x330.jpg[/img:e98064e4d7]

نن ټکی اسیا (جمعه، وږی ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د عبدالله عبدالله له لورې د پایلو نه منلو او د بلخ والي عطامحمد نور لخوا په زور د حکومت نیولو لپاره د شمال څخه زیات شمېر خلک او وسلې کابل ته واردې شوي.
د یو شمېر سرچینو له قوله شمال څخه کابل ته وسلې، مهمات او جنګي خلک له بدني تلاشۍ او له کوم تفتیش پرته کابل ته واردیږي.
دغه سرچینې وايي چې ملي امنیت د وسلو، مهماتو او جنګي خلکو په واردولو کې لاس لري او د دوی په مرسته دا هر څه کیږي.
ویل کیږي چې ملي امنیت په ښکاره پولیسو ته وايي چې کابل ته خیمې وړل کیږي څو پولیس يې له تلاشۍ تیر شي او که پولیس يې په تلاشي کولو ټینګار وکړي، دوی يې ګواښي خو ددغو مهماتو دننه وسلې او نور جنګي سامان الات کابل ته له هر ډول تلاشۍ پرته وړل کیږي.
څو اوونۍ وړاندې سیګار راپور ورکړی و چې دفاع وزارت څخه لسګونه زره میله وسله ورکه ده او تر دې وروسته رسنیو راپور ورکړ چې په پروان کې زرګونه وسلې د عبدالله عبدالله د ټیم لخوا پر خلکو ویشل شوي.
داسې هم ویل کیږي چې د پایلو تر اعلان وروسته زرګونه وسله وال کسان به لومړی د غرونو او غونډیو څخه کابل ښار داخل شي، د ملي امنیت او په ملي اردو کې د یو شمېر جنرالانو پر مټ به د وزارتونو، دولتي موسساتو او نورو مهمو مرکزونو بریدونه وکړي څو ارګ ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د بلخ والي عطامحمد نور څو وار ګواښ وکړ چې که د دوی د ټیم نوماند بریالی اعلان نشي په حکومتي تاسیساتو به بریدونه وکړي او په زور به یې ونیسي.
د عطامحمد نور ددغو ګواښونو پر وړاندې حکومت هيڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more