د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د خارجي قوواو بې پیلوټه الوتکو په حضور کې خپله بقا لټوي.

اتل
10.09.2014

محترمو وطنوالو، السلام علیکم.
کابل پژواک، ١٨ سنبله ٩٣):نګرهار کې بې پيلوټه بريد درې وسلوال وژلي. دننګرهار چارواکي وايي چې، تېره شپه د ددې ولايت په اچين ولسوالۍ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د عتيق الله په نوم د وسلوالو يو سرګروپ هم له خپل يوه بل ملګري سره ټپي شوى دى.
====
ننګرهار چارواکي وايي چې، تېره شپه د ددې ولايت په اچين ولسوالۍ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې وسلوال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقي وال وايي چې په بريد کې د عتيق الله په نوم د وسلوالو يو سرګروپ له خپل يوه بل ملګري سره ټپي شوى دى.

مشرقي وال همداراز پژواک ته وويل چې افغان ګډو ځواکونو په هسکې مېنې ولسوالۍ کې عمليات کړي دي، ترڅو سيمه د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړي.
دده د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې ٩ وسلوال وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
مشرقي وال زياته کړه چې په سيمه کې د امنيت د تامين لپاره د محلي پوليسو درې پوستې هم جوړې شوې دي.

هرځلې چې د افغانستان په یوه علاقه کې دطالبانو او هغوی د خارجي ترورستانو تشدد زیات شویدئ، د بې پیلوټه الوتکو ګذارونه هم وسره ډیر شویدي.
خلک ددې ډول عملیاتو ملاتړ ځکه کوي چې د هدفونه رسا ولي او د ترورستانو نه پره بل چاته تاوان نه رسوي.

طالبان د خارجي قواوو او بې پیلوټه الوتکو حضور ځکه د خپل ځان بقا ګڼي چې پدې پلمه د خارج نه مالي، نظامي، لوژستکي او اکمالاتي مرستي ترلاسه کوي او ثروتمندانه امرارحیات کوي.
http://www.pajhwok.com/ps


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more