د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پنجابي طالبان: ولي افغانستان

میرویس
08.09.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
پنجابي طالبانو پرون اعلان وکړ چې په پاکستان کې خپل فعالیتونه بندوي او د خپلو قوتونو مخه افغانستان ته اړوي. دډان ورځپاڼې د طالبانو د خولي ویلي چې دې ډلې دا فیصله د پنجشنیې په ورخ وروسته له هغې وکره چې د پاکستان د تحریک طالبان نه بیله شوه.
دپاکستان د پنجابي طالبانو لوی مشرعصمت الله مویاویا وویل چې دده ډله به د ملا محمد عمر آخند تر مشرۍ لاندې د افغان طالبانو سره په افغانستان کې فعالیت وکړي.

اصلي خبره داده چې دا هماغه طالبان دي چې په پاکستان او افغانستان کې یې کلونه کلونه جنایتونه کړیدي. خر هماغه خر دئ، خو کته یې بدله شوه. اوس چې د پاکستان په طالبانو کې درز لویدلئ، دغه پنجابي ترورستان په خیبر پښتونخوا اوقبایلو کې خای نلري، غواړي په افغانستان کې په طالبانو پورې خان ونښلوي او امرار حیات وکړي.

ددې دومره اوږدې مودې تشدد نه وروسته دغه قاتلان او بدعتیان چې په نړویاله سویه یې جرمونه کړي آرامه ژوند هم نشي کولئ. وایي لړم چې نیش وهي، دا یې د چاسره دښمني نده، بلکه دا دهغه د طبیت مقتضی ده.
http://www.graanafghanistan.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more