د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

كه ښه خلك وو، جنت ته به ولاړ شي

میرویس
08.09.2014

ګرانو وروڼو سلامونه او احترامونه.
د طالبانو له خولې ېوه خبره مشهوره ده، د دوى په جګړه او چاودنه كې كه چاته زيان واوړي وايي، كه ښه خلك وو، جنت ته به ولاړ شي او د مالي زيان به يې خداى اجر وركړي.

Monday, 8 September 2014 13:47 http://taand.com
یوناما د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي مرګ ژوبلې په راپور کې ویلي و، ډیری ملکی زیان د مخالفو وسله والو له لوري په بمي چاودنو او وسله والو بریدونو کې رامنځ ته شوی دی.
په راپور کې راغلي و، وسله وال د جګړې پر مهال له خلکو د سپر کار اخلي او د جګړې پر مهال د خلکو په کورونو او کلیو کې سنګر نیسي.
د دې راپور له خپریدو سمدستي وروسته د ‌‌طالبانو له لورې د راپور د خپریدو غندنه وشوه او دغه راپور یې د افغان حکومت له لورې د طالبانو د بدنامولو دسیسه وبلله.
تېره پنجشنبه د وږې په ۱۴مه د غزني په ښار کې د دوو موټر بم بریدونو تر څنګ د چارواکو په وینا ۱۹ وسله والو هم په جګړه لاس پورې کړ، چې د غبرګو سترو چاودنو او جګړې په ترڅ کې ۱۱۶ کسه ملکي وګړی ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شول.
دغه راز د ځاني زیان تر څنګ خلکو ته دروند مالي زیان هم واوښت، چې په کې د کندهار اډې ته څېرمه د لسو سترو مارکیټونو او سلګونه دوکانونو تر اتیا سلنه زیاته برخه ونړېدل.
‌‌طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر چاودنې څو دقیقې وروسته د برید پړه ومنله او یواځي حکومتي لورې ته د زيان او ښتو ادعا يې وكړه.
ښایي ذبیح الله مجاهد دغه پېښه د بلوچستان له چمن ښارګوټي په ټیليفون څارلې وي، له ولسي زیانه به هم خبر و، خو لكه د ارګون د پېښې پر دې يې هم پښه تېره كړه.

د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې په تيرو لسو كلونو كې (چې طالبانو په كې د ملكي مرګ ژوبلې ادعا كوله) دومره ملكي زيان نه و او ښتى لكه د غزني چاودنو چې په يوه دقيقه كې څومره تباهي وكړه.

Re: كه ښه خلك وو، جنت ته به ولاړ شي

lawangin
08.09.2014

بې عقله لوده دادپسرلي د ککړو زامنو خبرې راوړې نه منطق لرې نه
سر ! تمامه ورځدپروپاګنده کوۍ او انسانان تېر باسۍ ! درې سوه نفر
يادوۍ چې پېسې یې والي صيب واخلي او له خپلو ملګرو سره یې
تقسيم کړي !
اول دا راته ووايه چې دملي امنيت ودانۍ چېرې پرته ده او هلته ملکي
وګړي څه کوي ؟ هفه ودانۍ خو له بازاره لرې تړل شوې ودانۍ ده
چې څوک په اجازه ورځي !
انتخابات او دېموکراسي مو مبارکه ! غربي ملکرو خو مو بيا لکه د
تکساس غوايانوته د کوناټي په سر ټاپه در ووهله چې تاسو دهغوی
له خوا قبضه شوي غوایې ياست !

نالت په صلیبي اشغالګرو او مذدورو افغانانو چې ځانونه خرڅوي !

[quote:ceef3c0691="میرویس"]ګرانو وروڼو سلامونه او احترامونه.
د طالبانو له خولې ېوه خبره مشهوره ده، د دوى په جګړه او چاودنه كې كه چاته زيان واوړي وايي، كه ښه خلك وو، جنت ته به ولاړ شي او د مالي زيان به يې خداى اجر وركړي.

Monday, 8 September 2014 13:47 http://taand.com
یوناما د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي مرګ ژوبلې په راپور کې ویلي و، ډیری ملکی زیان د مخالفو وسله والو له لوري په بمي چاودنو او وسله والو بریدونو کې رامنځ ته شوی دی.
په راپور کې راغلي و، وسله وال د جګړې پر مهال له خلکو د سپر کار اخلي او د جګړې پر مهال د خلکو په کورونو او کلیو کې سنګر نیسي.
د دې راپور له خپریدو سمدستي وروسته د ‌‌طالبانو له لورې د راپور د خپریدو غندنه وشوه او دغه راپور یې د افغان حکومت له لورې د طالبانو د بدنامولو دسیسه وبلله.
تېره پنجشنبه د وږې په ۱۴مه د غزني په ښار کې د دوو موټر بم بریدونو تر څنګ د چارواکو په وینا ۱۹ وسله والو هم په جګړه لاس پورې کړ، چې د غبرګو سترو چاودنو او جګړې په ترڅ کې ۱۱۶ کسه ملکي وګړی ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شول.
دغه راز د ځاني زیان تر څنګ خلکو ته دروند مالي زیان هم واوښت، چې په کې د کندهار اډې ته څېرمه د لسو سترو مارکیټونو او سلګونه دوکانونو تر اتیا سلنه زیاته برخه ونړېدل.
‌‌طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر چاودنې څو دقیقې وروسته د برید پړه ومنله او یواځي حکومتي لورې ته د زيان او ښتو ادعا يې وكړه.
ښایي ذبیح الله مجاهد دغه پېښه د بلوچستان له چمن ښارګوټي په ټیليفون څارلې وي، له ولسي زیانه به هم خبر و، خو لكه د ارګون د پېښې پر دې يې هم پښه تېره كړه.
د طالبانو له خولې ېوه خبره مشهوره ده، د دوى په جګړه او چاودنه كې كه چاته زيان واوړي وايي، كه ښه خلك وو، جنت ته به ولاړ شي او د مالي زيان به يې خداى اجر وركړي.

د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې په تيرو لسو كلونو كې (چې طالبانو په كې د ملكي مرګ ژوبلې ادعا كوله) دومره ملكي زيان نه و او ښتى لكه د غزني چاودنو چې په يوه دقيقه كې څومره تباهي وكړه.[/quote:ceef3c0691]

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more